دوشنبه, مې 6, 2024
Home+د کابل ښار د اوبو کمښت او حل لارې |محمد عارف رسولي

د کابل ښار د اوبو کمښت او حل لارې |محمد عارف رسولي

سریزه

په دې لیکنه کې به د کابل ښار او د افغانستان د نورو ښارونو د اوبو د کمښت ستونزه تر بحث لاندې ونیسو او د حل لپاره به ځینې وړاندیزونه مطرح کړو. د نورو تر څنګ د ځمکې لاندې اوبو بیا ځلې تغذیه کولو په موخت به د باران د اوبو راټولو میتودونه تشریح شي.

ځینې عمومي مدیریتي وړاندیزونه

  1. د کابل ښاروالۍ، کرنې وزارت، نادولتي موسسو او اړوندو کارپوهانو یوه متخصص ټیم ته اړتیا ده چې د باران د راټولولو لپاره په افغانستان کې په مختلفو اړخونو کې یو مسلکي لارښود کتاب په ګډه ولیکي او د اړوندو کسانو په اختیار کې یې د ورکړي.
  2. دوی کولی شي په مجازي او مخامخ کنفرانسونه راوغواړي او د اړوندو کارپوهانو نظر واخلي او همکاري یې جلب کړي
  3. د باران اوبه راټول او ورنه په راز راز لارو ګټه اخیستل په عمل کې یو مسلکي کار دی، یوازې وړتیا او تجربه لرونکي کسان او سازمانونه دا کار په سمه توګه کولی شي. نو که ممکنه وي، د سکتور خصوصي د کارپوه شرکتونو په مرسته د په کابل ښار کې د باران اوبو راټولولو کار د کورونو او عامه تاسیساتو له بامونو په امتحاني ډول پیل او وغزوي.
  4. حکومت د حامي کوونکي رول لرلی شي او خصوصي کارپوه شرکتونو او نا دولتي ادارو ته د لاره اواره کړي چې په دې هکله له خلکو سره کار وکړي تر څو اړین پوهاوی رامنځته او عملي کړي
  5. نادولتي موسسې د هم د خلکو په عامه پوهاوي کې مرسته وکړي، تر څو خلک په شته ننګونو او فرصتونو خبر او پکې ونډه واخلي او تر وسې پکې پانګونه وکړي.

د کابل ښار د اوبو د کمښت ځینې حل لارې

  1. د کابل ښار د اوبو د ستونزې د حل لپاره اړینه ده چې د للندر په سیمه کې د شاتوت بند جوړ شي او ځینو ښاري ناحیو ته اوبه ورکړي او همدارنګه د کابل په سیند کې تر پاکولو وروسته یو مقدار اوبه جاري وساتل شي، تر څو د نورو موخو تر څنګ د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبه بیا تغذیه کړي.
  2. همدارنګه، د کابل ښار د اړتیا لپاره د پنجشیر له سیند څخه اوبه راوستل شي او داسې نورې پروژې باید ترلاس لاندې ونیول شي.
  3. بله مهمه لاره داده چې د کابل ښار په شاوخوا سیمو، غونډیو او غرونو کې د واټر شید منجمنت په طریقه د باران اوبه او ځمکه په مختلط او ګډه توګه مدیریت او داسې شرایط رامنځته شي چې چیرې باران راکوزیږي هملته جذب شي. د کابل په شاوخوا غونډیو او غرونو کې د واټرشید منجمنت کار باید لا نور فني او وغزول شي، غونډۍ او غرونه شنه او نباتي فرش یې زیات او د خاورې کیفیت او جوړښت یې ښه شي تر څو زیاتې اوبه ځای په ځای جذب او تر ځمکې لاندې اوبه چې د کابل ښار د اوبو اصلي منبع ده تقویه کړي.
  4. همدارنګه، د سترو جادو په ګلدانونو کې، د پیاده روونو په خالي ځایونو کې، په شنو ساحو او پارکونو کې د باران اوبه په ځمکه کې جذب شي.
  5. همدارنګه، اړتیا ده چې د کابل په ښار کې د کورونو، عامه تاسیساتو لکه پوهنتونو، شفاخانو، دولتي ادارو او نورو د بامونو اوبه راغونډې او د ترځمکې لاندې اوبه ورباندې تغذیه شي. دا لیکنه به په همدې بحث وکړي او ځینې میتودونه به وښيي.

د باران اوبه راټولول او کارول یې

د باران د اوبو راټولول او ورنه ګټه اخیستل (Rainwater Harvesting) یو انتخاب دی چې د نړۍ په مختلفو وچو او کمو اوبو لرونکو سیمو کې نفوس زیات شوی، د اوبو رسولو دودیز سیستم د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولی، نو ورنه کار اخیستل کیږي. دا عبارت د باران د اوبو د راټولولو او ذخیره کولو او همدارنګه د هغو کړنو په هکله دی چې د سطحي اوبو د راټولولو او له تبخیر او په که سمدلاسه کارول کیدې په ځمکه کې یې د جذب د مخنیوي په معنی هم کیدی شي.

په طبیعي توګه د ځمکې لاندې اوبو بیا تغذیه کمه شوې ده ځکه د ښاري فعالیتونو له کبله خلاصې ساحې زیاتې کمې شوې دي چې اوبه په کې جذب او د ځمکې له اوبو سره یو ځای شي. نو د ځمکې لاندې اوبو کچه زیاته ټیټه شوې او د ډول ډول ضایعاتو زیاتوالي له کبله په زیاتو ښاري سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو کیفیت زیات خراب شوی دی. نو د عرضې او تقاضا تر منځ د سترې تشې له کبله زیاته اړتیا ده چې د کورونو او نورو عامه تاسیساتو د بامونو د باران اوبه راټولې او د ځمکې لاندې اوبو ذخیره ورباندې زیاته کړو.

دا کار اوس په کابل کې خورا زیات اړین شوی دی ځکه هلته اوس د ځینو سیمو لکه د خوشال مینې تر ځمکې لاندې اوبه زیاتې کښته تللې او زیات ژور څاګان وچ شوي دي، خلک له د ځینو سیمو له کورونو کډه کوي. که اړین تدابیر ونه نیول شي، د کابل ښار ځینې سیمې به د استوګنې نه وي او خلک به ورنه کډه شي.

۱ – د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې ژورغالی/وړوکې څا (Pit)

که د تعمیراتو د بامونه اوبه کافي وي، تعمیر ته نیږدې ژور ځای کیندل کیږي، خو له بنسټه او کانکریټي ساختمان څخه باید لیرې وي. مناسب دیزان باید لاندې خواص ولري:

  • د ځمکې لاندې جیولوژي باندې سمه تعریف او و پیژندل شی
  • د غیر قابل نفوذ یا جذب د ساحو شتون او یا نشتون باید وټاکل شي یا هغه څه چې په ځمکه کې د اوبو جذب مخه نیسي
  • د ځمکې لاندې اوبو تر سطحې پورې ژوروالی او د ځمکې لاندې اوبو د جریان مسیر معلوم کړئ.
  • د بیا تغذیې اعظمي سرعت معلوم کړئ کوم چې په ساحه کې ترلاسه کیدی شي.
  • د هغو اوبو کمیت او کیفیت معلوم کړئ چې د ځمکې لاندې اوبو د بیا تعذیې لپاره شتون لري. ژور ځایونه باید د کور د حویلۍ انګړ ته او ورڅیړمه په باغ کې وي او باید د هغو موادو له مختلفو سطحو ډک شي چې اوبه په آسانه جذبوي لکه فلتر، جغل، ریګ د ښه حذب لپاره. داسې ژور ځایونه جوړیږې تر څو د کم ژوروالي اکویپر (تر ځمکې لاندې اوبه) ورباندې تغذیه شي.

د بیا تغذیې د ژورغالي  د کارونې پروسه

  • د بیا تغذیې ژوځایونه جوړیږي تر څو هغه اکویپر (د ځمکې لاندې اوبو ذخیره) چې لږ ژوروالي لري، تغذیه کړي
  • داسې ژور ځایونه په عمومي توګه د ۱ میتر څخه تر ۲ میتره سور او د ۲ میتره تر ۳ میتره ژوروالی لري.
  • تر کیندلو وروسته ژورغالی بیا ځلې په وړو ډبرو، جغل، او لواړ ریګ باندې ډک کړئ
  • هغه اوبه چې باید د ځمکې اوبو ته ورشي باید له میده رسوبي موادو خالي وي (میده مواد باید ورنه فلتر شي)
  • ژورغالی باید کله کله پاک شي
  • داسې ژورغالي د وړو تعمیرونو لپاره چې مساحه یې تر ۲۰۰ متر مربع وي مناسب وي
  • داسې ژورغالي ممکن هر شکل وي، د مثال په توګه، دایروي، مربع، مستطیل
  • که ژورخالی د ذوذنقې په توګه دیزاین شي، د غاړو میلاین یې باید پوره مناسب میلان ولري تر څو د رسوباتو د تجمع مخنیوی وکړي.

(۴.۱) شکل. د باران د اوبو د بیا تغذیې ژورغالی

د ځمکې لاندې اوبو بیا ځلې تغذیې ژورغالی د ټبوب ویل په مرسته ( د کابل ښار لکه خوشال مینې لپاره)

د باران له اوبو څخه په  هغو ساحو کې ګته اخیستلی شو چې ( د کابل ښار په شان) د ځمکې لاندې کم عمقه اوبه خلاصې شوې وي او د اوبو کچه زیاته ژوره تللې وي. موږ کولی شو چې ټیوب ویل وکاروو تر څو د ژور اکویپر ( د ځمکې لاندې اوبو ذخیره) ورباندې بیا تغذیه کړو. د دې لپاره چې دا کار ممکن کړو، د PVC هغه پیپونه چې ۱۰۰ ملي متره قطر ولري له هغو ذخیرو سره وصل کوو چې له بام څخه د باران اوبه مو پکې راټولې کړې وي. د بام په سطحه کې چې د باران لمړۍ کومې اوبه راټولې وي د دریناج د پایپ په مرسته جریان مومي. کله چې د پایپ اخر بند شي، د راتلونکو بارانونو اوبه مخکې له دې چې ټیوب ویل ته داخلې شي، د (T) پایپ په مرسته و هغه PVC پایپ ته جریان مومي چې د ۱ میتر څخه تر ۱.۲ میتره اوږد فلتر ته جریان مومي.

د فلتر قطر د بام په ساحه پورې تړاو لري – که د بام ساحه د ۱۵۰ متره مربع څخه کمه وي، او ۲۰۰ ملي متره وي که د بام ساحه ستره وي – او په هره خوا کې ۶۲.۵ ملي متره راکموونکی ورته کارول کیږي. فلتر د PVC جالیو په مرسته په دوو چمبرونو ویشل کییږي: لمړی فلترد جغل په واسطه ډکیږي (۶ میلي میتره – ۱۰ میلي میتره)، دوهم  له وړو ډبرو ( ۱۲ میلی متره – ۲۰ ملي متره) او دریم چمبر د یو څه سترو ډبرو (۲۰ ملی متره – ۴۰ ملي متره) څخه ډکیږي. که د بام ساحه ستره وي، د فلتر ژورغالی ممکن نصب شي ( ۴.۲ شکل وګورئ).

د بام د سطحې د باران اوبه راټولې او رسوباتو فلتر ته چې د ځمکې په سر وي رسول کیږي. دا له یو بل سره تړلي چمبرونه همدارنګه له (Filter Pit) یا له فلتر لرونکي ژورغالي سره هم د (۱:۱۵) میلان لرونکو پیپونو په مرسته وصل کیږي. فلترلرونکی ژورغالی د شکل او اندازې له مخې نظر توپیر لري او د باران د راغونډو شوو اوبو د جریان له کچې سره سم ټاکل کیږي. دوی د مشخصو ټاکل شوو اندازو لرونکو موادو – ډبرو څخه په بیخ کې، له جغل څخه په منځ او له ریګ څخه په سر کې ډکیږي – داسې چې مختلف ذخامتونه لري (0.30m to 0.5m) چې زیات وختونه د جالیو په مرسته له یو بله بیلیږي. دا ژوروالي په دوو چمبرونو ویشل کیږي: یو چمبر د فلتر موادو لپاره وي او هغه بل خالي وي تر څو فلتر شوې اضافه اوبه را واخلي او د اوبو کیفیت هم نظارت کړي. د ژورغالي په بیخ کې د بیا تغذیې له ټیوب ویل سره یو وصل کوونکی پیپ نصب شوی، د کوم له لارې چې فلتر شوې اوبه بیا تغذیه کیږي.

(۴.۲) شکل. له بیا تغذیه (ریچارج)  کوونکي ټیوب ویل سره یو وصل کوونکی پیپ د ژورغالي په بیخ کې تړل شوی تر څو فلتر شوې اوبه د ټیوب ویل له لارې بیا تغذیه کړي.

د تر ځمکې لاندې اوبو د بیا تغذیې ویاله

د ځمکې لاندې اوبو د بیا تغذیې ویالې د کم ژوروالي ویالې دي چې د ځمکې د میلان په اوږدو کې جوړ او له ډبرو او جغلو ډکیږي. (۴.۳) شکل.

  • دا ویالې د هغو تعمیرونو لپاره مناسبې دي چې مساحت یې له ۲۰۰ متره مربع – ۳۰۰ متره مربع وي او په کم ژوروالي کې د اوبو د جذب طبقه شتون ولري.
  • داسې ویالې نظر د بیا تغذیې کوونکو اوبو د شتون په اندازه، ممکن د 5m – 1 m پورې عرض، 1m – 1.5 m پورې ژوروالی او له ۱۰ تر ۲۰ مترو اوږدوالی ولري
  • ویالې له (۵ سانتي متره – ۲۰ سانتي متره) وړو ډبرو، (۵ ملي متره – ۱۰ ملي متره) جغل چې په متناسب ډول دانې ولري، او داسې چې ډبرې په بیخ، جغل په منځ او د سترو دانو ریګ په سر کې ځای په ځای شي، داسې چې هغه رسوبات چې له راټولو شوو اوبو سره راځي په سر کې پاتې او په اسانۍ سره لیرې شي.
  • جالۍ باید په سر باندې نصب شي تر څو پاڼې او جامد ضایعات و ویالې ته له ننتولو منع شي او د رسوباتو د راټولو چمبر هم باید د ځمکې په مخ تهیه شي تر څو د وړو ذرو جریان و ویالې ته هم منع شي.
  • داسې یو میکانیزم باید د چمبر نه وړاندې رامنځته شي چې تر څو د تازه باران اوبه ویالې ته له ننوتلو منع کړي، ځکه ککړتیاوې لري.
  • د ریګ د سر قشر باید تر مناسب وخت وروسته پاکه شي تر څو د بیا تغذیې سرعت وساتي.

نوټ: دا کیدی شي په سترو ساحو کې لکه د روغتونو، پوهنتونو او نورو په ساحو کې وکارول شي.

(۴.۳) شکل. د باران د اوبو د راټولو د بیا تغذیې ویاله

نور بیا….

2 COMMENTS

  1. عارف رسولی و همرای شان یک شخص بنام یاسین نوری و یک خانم بنام نجلا در بانک جهانی که منحیث متخصص امور محیط زیست ، امور اجتماعی و جندر ایفای وظیفه مینمودند، در زمام امور شان در بانک جهانی به هیچ وحه نمیخواستند که پروژه ها تطبیق شود. در مجالس وعده مسپردند که موارد که همرایشان به مدت ماها و حتی سال باقی میبود جواب دهند. اما به هیچ وجه اینها جواب نمیداند تا زمانیکه پای خارجی ها پروژه به مسله کشانیده میشود. چون انگلیسی این دو شخص در انگلیسی مشکل داشتند بدین اساس خارجی ها که هر چیز میگفتند اینها قبول میکردند و نظر شفاهی ایشان گرفته میشود. در غیر از آن پروژه بدلیل مطرح کردن اشخاص ایشان به خارجی ها تا وظایف بیرون از کشور بگیرند به ماها از پیشرفت باز میماند. نوشته های که ایشان میکند کاپی میکند از جای دیگر و یاهم از کتب فارسی به زبان پشتو ترجمه میکنند. مه به هیج وجه این سه شخص را وطن دوست نیافتم بلکی تنها افراد جاه طلب بودند و بدون هیچ گونه تعهد به کشور.

  2. تر ټولو مهمه چی کار باید اهل د کار ده وسپارل شی. د شاه توت پروژه د هند لخوا تمویل کیده او نژدی وه چی کار پری شروع شی. اوس هم هند دلچسپی لری چی دا پروژه شروع کړی ولی پنجاب پلوه طالبان یی خنډ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب