شنبه, مې 18, 2024
Home+د زوړ ساعت کیسه | ژباړن: مسلم داودزی

د زوړ ساعت کیسه | ژباړن: مسلم داودزی

دا کیسه به مو د ځان ارزښت پېژندلو کې درسره کمک وکړي. نن درسره ډېره مهمه کیسه شریکول غواړم، داسې یوه کیسه چې هر څوک یې باید واوري. یوه پلار تر مرګ مخکې زوی ته وویل: ما سره تقریبا د دوسوو کالو پخوانی یو ساعت دی چې نیکه دې راکړی و.

وړاندې تر دې چې در یې کړم، د قیمتي توکو پلورنځي ته ورشه وګوره په څو یې اخلي، زوی یې د قیمتي توکو پلورنځي ته لاړو، بېرته چې راغی پلار ته یې وویل: پلاره د دې لپاره چې زوړ دی ۱۰۰ ډالره یې غوښته.

پلار یې وویل: ښا، یو ځل پاون شاپ (د ضمانت په ډول ورسره شیان اېښودل کېږي او پیسې پور درکوي که په ټاکلي وخت دې ورنه کړې ضمانت کې اېښی جنس دې خرڅوي) هم وګوره، زوی پاون شاپ ته لاړ بېرته پلار ته راغی او ویې ویل: پاون شاپ والا د دې لپاره چې خط شوی دی په ۲۰ ډالره غوښته.

پلار یې زوی نه وغوښتل چې موزیم ته لاړ شي او ساعت هغوی ته وروښیي. زوی یې په زړه کې د پلار حکم باندې ناراضه شو، خو بیا یې هم د دې لپاره چې وروستۍ غوښتنه یې وه د پلار خبره ومنله، موزیم ته ولاړ، کله چې بېرته راغی پلار ته یې وویل: موزیم والا ویل دا نایابه جنس درنه په  ۳۷۵۰۰۰ (درې سوه او پنځه اویا زره) ډالرو اخلم چې د قیمتي او لرغونو آثارو په کلیکسون کې یې کېږدو.

پلار یې ځواب ورکړ:

ما غوښتل پوه دې کړم هغه ارزښت چې وړ یې یوازې سم ځای درکولای شي. نو چېرته دې چې ارزښت نه و پر هغه ځای مه راضي کېږه او ځان مه ځوروه. په هغه ځای کې هېڅکله راضي نه شې چېرته چې څوک ارزښت او قدر نه درکوي. که پر خپل ارزښت پوه نه شې، نو له هغه څه به لرې پاتې شې چې ارزښت یې لرې.

 څوک چې پر خپل ارزښت پوه نه شي، تر هغې په کم شي راضي کېږي چې ارزښت یې لري. په خپلوۍ یا ملګرتیا کې چې کله د هغوی د کار یا دندې خبره شي پوهېږي چې د ډېر شي ارزښت لري خو د ځان د ارزښت پر اړه د نورو خبرو باندې راضي کېږي. دا د هغو خلکو ترمنځ چې ژوند یې خوښېږي او د ځان لپاره یې جوړ کړی دی او هغو خلکو چې د ژوند لپاره ودرېدلی نه شي او د نورو لپاره ژوند کوي توپیر دی چې لومړني یې لږ خو دا نور یې بیا ډېر دي.

ته باید پر خپل ارزښت پوه شې. زیاتره خلک تقریبا هر چا ته دا اجازه ورکوي چې له ځان څخه پر درک یې هر سړی اغېز وکړي، خو د چا چې خپل ژوند خوښېږي کوچني ذهنو خلکو خبرې نه مني. هغوی دا نه مني چې په یوې قوطۍ کې راګیر شي. د ځان پر اړه یوازې خپل تعریف مني او د بل چا عقیدې او باور ته ارزښت نه ورکوي. هیچا ته اجازه مه ورکوه چې درباندې بیه کېږدي. خپل قیمت خپله وټاکه او د بل چا د خوشحالۍ لپاره خپل قیمت مه را ټیټوه. د ځان ارزښتمن کېدو ته دې لومړیتوب ورکړه، خوشحاله به شئ، داسې ارزښتمن کېږې چې بې له کومې بهانې او لنډون څخه د غوره کېدو لپاره نه ستړی‌کېدونکی کار وکړې.

که په ژوند کې دې داسې څوک شته چې په هره لار چې کېږي هڅه کوي وړتیاوې دې راټیټي کړي، نور یې وخت رارسېدلی چې دا خلک دې له ځانه وشړې. دا هغه وخت دی، چې د وجود هغه برخه دې راوېښه کړې، چې له ژوند څخه دې ډېره توقع لري، ځکه چې په خپل ظرفیت دې یوازې ته ښه پوهېږې، دا هغه وخت دی چې را وېښ شې او نړۍ حیرانه کړې هغه خلک حیران کړې چې ستا په وړتیاوو یې ډېر شک کاوه.

هغو کسانو ته ټکان ورکړه چې زړونه یې ضعیفه دي او هغه تعهد چې تا له غوره‌والي سره کړی دی پر ضعیفه زړه ترلاسه کېدلای نه شي. هغو خلکو ته ټکان ورکړه چې ته یې پر خپلو کارونو شکي کولې.

لکه څنګه چې دې نن تعهد وکړ داسې شخصیت به جوړېږې چې څوک یې فکر هم کولای نه شي نو همداسې کس په ریښتیا هم کېدای شي. ځکه چې په خپل توان دې له نورو ته ښه پوهېږې او په دې دنیا کې یوازینی کس چې باید یې خبرې ته درناوی وکړې خپله یې.

 خپل ځان ته درجه خپله ټاکې او له ځان نه یې غواړې. اوس یې وخت دی چې باید زیات یې وغواړې ځکه څه چې یې او څه چې غواړې و اوسې او هغه څه چې بیا به په ژوند کې ورته راضي نه شې باید یوازې ځان ته دې یې ثابت کړې بیا به یې په ټول ژوند چا ته د ثبوت اړتیا پېښه نه شي. خپل سټنډرډونه دې جګ کړه لوړو پوړیو ته یې پورته کړه او هیچا ته اجازه مه ورکوه چې قدم په قدم او هره ورځ دې بیا مورال تر پوښتنې لاندې راولي. هره ورځ چې پر ځان څومره کار کوې همغومره دې بنسټونه غښتلي کېږي.

د نه ماتېدونکي ځواک او نه ودرېدونکي ماشین په مرسته دې ځان جوړ کړه. په دې کار سره به له نن څخه پیل بیا په ټول ژوند کې د ارزښت پر اړه دې د نورو نظر باندې راضي نه شې. اوس دې ارزښت د کارکرده‌ګۍ، زده‌کړو، ځان څخه تعریف او سرنوشت له لارې پېژنې.

هغه سرنوشت چې خپلو لاسو کې دې دی، قیمت دې هره ورځ لوړېږي د هغه کار لپاره چې د بدلون لپاره یې کوې. کله دې چې د ارزښت خبره کېږي نو سبا ته یې مه پرېږده. خپل ارزښت وپېژنه او هېڅکله د بل شي لپاره مه په تمه کېږه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب