دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهکابل کې یو ځوان او زابل کې یوه نجلۍ د تښتونکو له...

کابل کې یو ځوان او زابل کې یوه نجلۍ د تښتونکو له منګولو ژغورل شوي

تاند( يکشنبه ، د اسد ۱۶ مه) ‏‏‏د کابل د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند خالد ځدراڼ وايي چې امنیتي ځواکونو يې په پغمان ولسوالۍ کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد کړی او په تړاو یې درې تنه نیول شوي دي.

بل لور ته:‏په ‎زابل کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو يې یوه نجلۍ د انسان تښتوونکو له منګولو خلاصه کړې او په تړاو یې یو تن نیول شوی دی.

په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو ولايتونو څخه د انسان تښتونې د پېښو او هم د تښتونکو له منګولو د تښتول شویو کسانو د خلاصون خبرونه زیات شوي.

د اقتصادي او بشري ناورين شدت او د جرمونو د مخنيوي لپاره د مسلکي کادرونو تشه د دغه وضعیت له اصلي لاملونو څخه ګڼل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب