Homeخبرونهپه کونړ کې د پوستو د جوړولو پر سر د طالبانو او...

په کونړ کې د پوستو د جوړولو پر سر د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې

تاند(یکشنبه، د اسد ۱۶مه) له کونړ څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي، د دغه ولایت د دانګام ولسوالۍ په بین شاهي سیمه کې د پاکستاني پوله ساتو او افغان طالب ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

سرچینې وايي، نښته نن مازدیګر وروسته له دې ونښته چې پاکستاني ځواکونو د کونړ ولایت په خاوره کې پوستې جوړولې او ازغن سیم یې غځاوه او طالبانو پرې غبرګون وښود.

د طالبانو حکومت او پاکستان تراوسه پورې د دې نښتې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

پاکستان په ډیرو سیمو کې له ډیورنډ کرښې د افغانستان خوا ته اغزن سیمونه نصب کړي او په ځلونو پاکستاني پوځیان د کرښې په اوږدو کې د ولسي خلکو له غبرګون سره مخامخ شوي دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي ذبیح الله تاند ته د وټس اپ له لارې وویل چې مازدیګر شاوخوا ۵ بجې پاکستاني پوځیانو د بین شاهي په ساحه کې د پوستې د جوړولو او د سیم د غځولو کار پیل کړ خو طالبانو یې په کلکه مخالفت وکړ چې په نتیجه کې د دواړو خواوو ترمنځ جګړه پیل شوه.

د سیمې یوه بل اوسېدونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، تاند ته وویل چې پاکستان له یوې اوونۍ راهیسي د کونړ په خاوره کې د پوستو او دېوال د جوړولو کار پیل کړی و.

ذبیح الله وايي چې طالب ځواکونه وتوانېدل چې د پاکستاني پوځیانو د اقدام مخه ونیسي خو پاکستاني پوځیانو د کونړ د دانګام ولسوالۍ پر قاسم، تبیله او سورکمر سیمو د توپونو او هاوانونو بریدونو ته دوام ورکړ.

طالبانو هم متقابلې ډزې کړي او جګړې تر یو ساعت مخکې پورې دوام درلود.

وروستي راپورونه وايي چې جګړه درېدلې ده.

1 COMMENT

  1. دا د ايمن ظواهري د وژنې وروسته راپورته شوي وضيعت څخه د خلکو د پام اړولو هڅه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...