دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد پاکستان او ط-انو اړيکې د خرابېدو په لور روانې دي

د پاکستان او ط-انو اړيکې د خرابېدو په لور روانې دي

تاند( يکشنبه ، د اسد ۱۶ مه) ‏‏‏‏راپورونه وايي،چې د کونړ او دیر تر منځ ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې.

نا تاييد شوي راپورونه وايي،چې پاکستاني ځواکونو په یاده سیمه کې نوې پوستې جوړولې،چې طالبانو یې پر وړاندې غبرګون ښودلی او د دواړو لوريو ترمنځ نښته شوې ده.

بل لور ته:د طالبانو ځینو سرچینو د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د پاکستان د يوې جاسوسي بې پیلوټه الوتکې د نيولو خبر ورکړی.

‏دا په داسې حال کې ده،چې ځينو پاکستاني شنونکو د دغه هېواد په پنجاب او بلوچستان کې امريکا ته په پټه د دوو پوځي اډو د ورکړې خبر ورکړی.

دغه شنونکي وایي په دې اډو کې لسگونه بې پیلوټه الوتکې او یو شمیر امریکایي کارکوونکي حضور لري.

‏د پاکستان،امريکا متحده ايالاتو او طالبانو رسمي سرچينو د دغو خبرونو په اړه څه نه دي ويلي.

دا خبرونه په داسې وخت خپريږي،چې نيږدې لس ورځې مخکې د امريکا بې پيلوټه الوتکو د کابل په وزير اکبرخان سیمه کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژلو اقدام وکړ.

دغې پېښې سره هم مهاله،د امریکا په همکارۍ پاکستان د پيسو له نړيوال صندوق څخه د خپل شړيدونکي اقتصاد د ژغورنې لپاره د څو ميليارده ډالرو پور په تر لاسه کولو بریالی شو.

د طالبانو له لوري د تېرې جمعې پر ورځ د افغانستان په ځینو برخو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خلاف تنظیم شويو لاريونونو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې پر ضد شعارونه لیکل شوي او دغه سازمان د يادو بريدونو په ترسره کیدو کې په همکارۍ تورن شوی و.

2 COMMENTS

  1. قدیانی پنجابی بادار د خیټور غلام مقابل کښی د بادار شکل نیولۍ دی او د کابل غلام خیټور په ټیټو سترګو خپله غلامی ورته تمثیلوی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب