کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه
لیکوال: هنري هنډرسن
ژباړه: رحمت شاه فراز
یوولسمه برخه
نړیوالتوب او کمپیوټري صنعت
نړیوالتوب هغه تمایلات دي چې د ملي او ساحوي اقتصاد ترمنځ شته سرحدونه ماتوي او هېوادونه دې ته چمتو کوي چې لا زیات پر یو بل متکي شي او په نتیجه کې يې د مزدور او منابعو ازاد جریان ته لاره جوړه شي. که څه هم دغه تمایلات د ازادې سوداګرۍ د مدافعینو له تاوده هرکلي سره مخ شوي، خو د مزدور حقونو او چاپېریال ساتنې د بنسټونو له خوا په لویه کچه غندل شوي دي. په دې اړه چې یو څوک هر احساس لري، خو دا ښکاره ده چې اوسمهال نړیوال تمایلات په ګڼو برخو کې کمپیوټري او معلوماتي صنعت ته یو نوی جوړښت ورکړی او رغنده چیلنجونه يې را پورته کړي دي.
هغه نړیوال تمایلات چې کمپیوټري ټکنالوژي، پوستغالي او نور خدمات اغېزمنوي، په لاندې دول دي:
- افشورینګ (offshoring)، یا له صنعتي لویدیځ څخه نورو سیمو مثلاً اسیا ته د لوړ ارزښته توکو (او بشپړو سیسټمونو) د تولید پرلپسې حرکت.
- افسورسینګ (offsourcing) – د یوه شرکت له اصلي هېواد څخه نورو هغو هېوادونو ته چې هلته بشري ځواک ارزانه وي، د چارو (مثلاً تخنیکي ملاتړ) انتقال.
- د عنعنوي منځګړو استازو لکه صرافانو او کمیشنکارانو اړتیا ختمول، داسې چې د دوی یو شمېر چارې د پوستغالو په واسطه ترسره شي.
- نامتمرکزې شبکې (چې انټرنټ يې یو مشهور مثال دی) او د معلوماتو د وړیا او چټک جریان په لور تمایل، بې له دې چې پر مخ يې کوم خنډ وي لکه سانسور او نور.
- مجازیتوب – د داسې ډلو یا شرکتونو جوړول چې له زماني او مکاني بریدونو ورهاخوا ۲۴ ساعته فعالیت ولري او په انټرنټ او ګرځنده مخابراتو هم سمبال وي.
- د اوپن سورس او ډله ییزو پوستغالو زیاتوالی او د معلوماتو وده او پراختیا.
- د معلوماتو د تولیدوونکو او مصرفوونکو ترمنځ د توپیر کچه راټیټول.
پورتني نړیوال تمایلات په خپل وار په درې کټګوریو وېشلی شو: د بشري ځواک او منابعو خوځښت، د بازارونو بیارغښت او د تولید په نوعیت او جریان تغیرات.
حرکت او انتقال
افشورینګ (offshoring) له پرمختللو صنعتي هېوادونو نه پرمختیایي ملتونو ته د تولید د چارو انتقال ته ویل کېږي او اؤټسورسینګ (outsourcing) بیا د تجارتي چارو او خدماتو انتقال ته ویل کېږي. [موږ به افشورینګ په بې پولې تجارت او اؤټسورسینګ په چارلېږدونه معنا کړو. ژ] د بې پولې تجارت او چارلېږدونې تر شا اساسي انګېزه د بشري ځواک اړوندو مصارفو کمښت دی. هند په ۱۹۹۰یمو کلونو کې د دغو تمایلاتو له تر ټولو لومړنیو ګټمنو ملتونو څخه وو چې د لوی نفوس تکړه روزل شوي او په انګلیسي ژبه پوه کارکوونکي يې درلودل. نو له دې امله د امریکې اکثره کمپیوټري شرکتونو لکه آی بي ایم، انټیل، مایکروسافټ او ایچ پي په هند کې د سافټویر جوړونې په برخه کې لویې پانګونې وکړې. خو دلته باید په پام کې ونیول شي چې بې پولې تجارت/چارلېږدونه یو بشپړ نړیوال تمایل دی او نور صنعتي ملتونه هم له ورته شرایطو څخه ګټه پورته کوي، په تېره هغه ملتونه چې ژبنی تطابق پکې موجود وي. نو په دې اساس، جاپاني شرکتونو په چین کې درنې پانګونې کړې او بل خوا المانیانو او نورو اروپایي هېوادونو بیا شرقي اروپا ته ترجیج ورکړه.
د ټیټو لګښتونو علاوه، چارلېږدونه د ساحوي وختونو د توپیر په استفاده هم خپل تولید ګړندی کولی او د تولید ۲۴ ساعته دوران رامنځته کولی شي.
پر ازاد تجارت اختلافات
د پورتنیو تمایلاتو پلویان عموماً دغه تمایلات د «ازاد تجارت» تر چتر لاندې دروي. د دوی استدلال لاندې ټکي رانغاړي:
- د غوره استعدادونو او منابعو په استخدام د ستر تولید وړتیا.
- په پرمختیايي هېوادونو کې د ژوند په معیار کې بهتري.
- په پرمختللو هېوادونو کې د توکو او خدماتو په نرخونو کې کمښت.
- د رقابت او لوړ ارزښت په دندو د بې ځایه شویو کارکوونکو د ګمارنې له لارې د نوښت برسېره کول.
بل خوا، د دې تمایلاتو مخالفین بیا یو شمېر جدي ستونزو او مسایلو ته اشاره کوي، چې لاندې يې لولو:
- په پرمختللو ملتونو کې د ځايي اوسېدونکو پر ځای د بهرنیو کارکوونکو ګمارنه په ځايي اوسېدونکو کې د ټیټو معاشاتو فشار او/یا بېکارۍ ته لاره هواروي.
- د بې ځایه شویو کارکوونکو د بیا روزنې مسئله.
- په پرمختیايي ملتونو کې د کارکوونکو لپاره د مزدور حقونو او بسنده حفاظتي لوایحو نشتون.
- تر چارلېږدونې (مثلاً تخنیکي ملاتړ) وروسته د خدماتو د کیفیت بالقوه را لوېدنه.
- د بحران پر مهال پر بهرنیو وسایلو د انحصار خطرونه.
د بازارونو بیارغښت
کمپیوټري کاروبارونه باید د هارډویر، سافټویر او نورو خدماتو لپاره پر بازار باندې د نړیوالتوب له اغېزو سره هم مقابله وکړي. د ټیټ لګښته بهرني تولید له برکته ګڼ کمپیوټري سیسټمونه او اړوند وسایل یې اوس په اولیه محصولاتو بدل شوي دي. شک نشته چې له دې نه مشتریانو ته هم ګټه رسېږي (فکر وکړئ چې یو پرنټر په ۱۰۰ ډالرو او یا تر دې هم په ټیټه بیه پیدا کېږي)؛ خو دلته بیا د یوه عمومي نوم په مقابل کې د یوه برانډ توکي لپاره د لوړ کیفیت ځانګړنه تشخیصول سختېږي. البته د دې لپاره چې د خپل تولید مؤثریت لوړ کړي، یو شمېر شرکتونو په نه ستړې کېدونکو هلو ځلو دې ستونزې ته ځواب ویلی دی (مثلاً Dell شرکت در وګورئ)؛ بل خوا ځینو شرکتونو بیا د سټایل او نوښت له کبله په بازار کې خپل شهرت خوندي کړی (مثلاً Apple شرکت در وګورئ)؛ خو په دې سربېره هم مصرفوونکي تل د تخنیکي ملاتړ له خارجي کارکوونکو سره په معاملاتو کې له ستونزو نه سر ټکوي.
که څه هم انټرنټ د ټولې نړۍ په کچه تر بالقوه مشتریانو پورې د رسېدنې ګڼې لارې پرانیستي، خو له نړیوال بازار له ځان سره یو لړ پېچلتیاوې هم لري، لکه (د اروپايي اتحادیې په څېر) له مختلفو قانوني سیسټمونو سره تعامل کول او داسې نور. بل لور ته، په یو شمېر سیمو (په تېره اسیا) کې بیا د سافټویر او نورو رسنیزو تولیداتو د ناقانونه کاپي کولو پرابلم هم وجود لري.
د کار کولو نوې لارې
نړیوال او تړلی اقتصاد یوازې په دې کې بدلون نه پېښوي چې کار چېرته ترسره کېږي، بلکې دا هم تغیروي چې کار څنګه ترسره کېږي. مثلاً که سافټویر جوړوونکی په متحده ایالتونو، اروپا، هند او چین کې فعالیتونه ولري، نو یو نه یو ځای به د ورځې په کومه برخه کې پر دغه سافټویر کار روان وي. د فعالیتونو د پېچلتیا او چټکتیا له امله د متحده ایالتونو مدیران ممکن د دې لپاره چې له خپل بهرني سیال سره نېغ په نېغه اړیکه ونیسي، د اوږدې مودې او په غیرعادي ساعتونو کې هم په کاري چاپېریال کې پاتې شي. دغه اړیکه د ډول، ډول ټکنالوژیو په مرسته شونتیا مومي، چې له هغې ډلې انټرنټي ټلیفون او ویډیويي کنفرانسونه او برېښنالیک یادولو شو، مګر په دې کې یو هم له اضافي فشار څخه خالي نه دي. دغه راز، د سافټویر عمومي فعالیتونه ممکن د وخت د ساحوي توپیرونو په استفاده رغښت ومومي او هغه کوډ او لارښود سندونه چې په بنګلور کې لیکل شوي وي، ممکن په هماغه ورځ په سیلیکان دره کې پرې بیاکتنه او ارزیابي شي.
د کمپیوټري او معلوماتي صنعت وده چې په نړۍ کې تر څو دوام کوي، تر هغو به نړیوال تمایلات هم دوام مومي او ان کېدلی شي چې لا ډېر زور ونیسي. که یوې خوا ته ټکنالوژۍ له موږ سره د ځینو ننګونو په ځوابولو کې مرسته کولی شي، نو بل خوا ځینې لوی اقتصادي او سیاسي مسایل هم له ځان سره لري، او دا چې دا مسایل به په مطمئنه توګه هوار شي او که نه، شاید په پای کې په نوموړي صنعت باندې هم بې ساری اغېز وښندي.
اضافي لوستونه
1- Blinder, Alan E. “Offshoring: The Next Industrial Revolution?” Foreign Affairs 85 (March/April 2006): 113–128.
2- Carmel, Erran, and Paul Tjia. Offshoring Information Technology: Sourcing and Outsourcing to a Global Workforce. New York: Cambridge University Press, 2005.
3- Currie, Wendy. The Global Information Society. New York: Wiley, 2000.
4- Friedman, Thomas L. The World Is Flat: A Brief History of the Twenty-First Century. 2nd rev. ed. New York: Picador, 2007.
5- Quinn, Michelle. “Working Around the Clock.” Los Angeles Times, June 19, 2007. Available online. URL: http://www.latimes.com/news/la-fi-timezone19jun19,1,7843626.story?ctrack=1& cset=true. Accessed September 21, 2007.
6- Samii, Massood, and Gerald D. Karush, eds. International Business & Information Technology. New York: Routledge, 2004.
7- Sood, Robin. IT, Software, and Services: Outsourcing and Offshoring: The Strategic Plan with a Practical Viewpoint. Austin, Tex.: AiAiYo Books, 2005.
8- Steger, Manfred B. Globalization: A Very Short Introduction. New York: Oxford University Press, 2003.