یکشنبه, دسمبر 21, 2025
Homeخبرونهيوناما: کابل کې وروستيو چاودنو ۱۲۰تنو ته مرګ ژوبله اړولې

يوناما: کابل کې وروستيو چاودنو ۱۲۰تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند(دوشنبه ، د اسد ۱۷ مه) ‏‏‏‏‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازیتوب ځانګړی دفتر (یوناما) په کابل کې د وروستیو چاودنو پر مهال د ۱۲۰ تنو د مرګ‌ ژوبلې خبر ورکوي.

دغه اداره په دې اړه له زیاتو جزییاتو پرته غوښتنه کوي،چې د عاشورا په ورځو کې د چاودنو د مخنیوي لپاره دې د هېوادوالو امنیت ساتلو پاملرنه وشي.‎

دا په داسې حال کې ده،چې له تېرو څو ورځو راهیسې د عاشورا نمانځلو پر اړوندو مراسمو په پرله پسې ډول د چاودنو خبرونه خپریږي.

د طالبانو يو شمېر مخالفو سياسي او جنګي ډلو د دغو پېښو د غندلو ترڅنګ پر دوی تور پورې کړی،چې یاد شوي بریدونه خپله دوی تر سره کوي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي،خو په ټوله کې داسې تورونه بې بنسټه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کابل تاریخي نښه، «آریانا سینما» د سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ونړول شوه

تاند (پنحشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۷ مه) سرچینې وایي چې د کابل ښار په مرکزي برخه کې د تاریخي آریانا سینما د نړولو لړۍ...