پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپه پکتیکا کې د ټي ټي پي ۳ قوماندانان ووژل شول

په پکتیکا کې د ټي ټي پي ۳ قوماندانان ووژل شول

تاند(دوشنبه، د اسد ۱۷ مه) د افغانستان په پکتیکا ولایت کې په یوه چاودنه کې د پاکستاني طالبانو درې مهم قوماندانان وژل شوي دي.

له موضوع خبرو سرچینو ویلي چې په وژل شویو قوماندانانو کې یو هم  عبدالولي دی، چې په خالد خراساني مشهور و.

خراساني په خټه مومند دی او د باجوړ او دیر د طالبانو مشري په غاړه لري.

د دوو نورو نومونه حافظ دولت او مفتي حسن ښودل شوي دي.

د سرچینې پر اساس، د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي ټي پي دغو قوماندانان پرون (یکشنبه) ماښام د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې په موټر کې سفر کاوه چې د پاکستان د استخباراتي اجنټانو له لوري اېښودل شوی ماین یې په لاره کې وچاودېده.

د دوی په اړه ویل کېږي چې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې اوسېدل خو د پکتیکا برمل ولسالۍ ته د سلامشورو لپاره تلل.

پاکستان له ټي ټي پي سره د سولې لپاره خبرې هم کوي خو په عین حال کې د هغی د وژلو هڅو ته هم دوام ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...