ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد
د امریکا هژمونيکي ځانګړتیاوې، استخباراتي پيچلتياوې، بشر دښمني تګلارې دوه مخي سياستونه انسان وژونکي شاليد او د کمزورو هيوادونو د هضمولو ماضي په خپل ځاى کې هغه حقائق دي چې انکار ورڅخه نشي کيداى. موږ د امریکا او ناتو د شل کاله ژمنو او امنیتې تړونونو سره سره تير کال له افغانستان څخه د امریکا او ناتو د وتلو په مهال د هغوى د شرموونکي تېښتې د نندارې په مهال هر څه وليدل.
مګر داهم واقعيت دى چې په اوس وخت کې نړيواله ټولنه نه غواړي له موږ سره د دښمن په څېر چلن وکړي. لامل يې دا نه دى چې هغوى زموږ نزدې ملګري دوستان او خپلوان جوړ شوي دي. يا هم هغوى د تېرکال په کړنو پښېمانه دي، بلکې د خپلو تيرو سهوو په تناظر کې په ځانګړي ډول د يولسم سيپټمبر د پېښې د تکرار د مخنیوي لپاره د هغوى ملي ګټې ايجابوي چې افغانستان د هېرولو پرځاى د خپلې توجه په محراق کې وساتي.
له افغانستان سره د نغدي مرستو له څرنګوالي څخه معلوميږي چې نړيوال د خپلو ګټو له امله قطعاً نه غواړي د افغانستان اقتصاد، په ځانګړي ډول بانکي سیستم هم لکه د تير نظام په شان سقوط وکړي. په همدغه منظور د يوه ميکانيزم په ډول په منظمه توګه افغانستان ته د مليونو ډالرو کڅوړې را استوي. د خصوصي سکتور يو بانک يې د ويشلو دنده ترسره کوي. که زموږ سلګونو زرو بانکي حساب لرونکو افغانانو ته په اونئ کې له پنځه شپږ ساعته انتظار وروسته دوه سوه ډالر يا شل زره افغانۍ له خپل حساب څخه ترلاسه کوي نو لامل يې د نړيوالو نغدي مرستو منظم تسلسل او تداوم دى.
له لمر څخه روښانه ده چې موږ په ژمنو باندي د وفا کولو خورا تياره شاليد لرو. د بين الافغاني مذاکراتو ماتول د ټول شموله حکومت هيرول، ټکنى ټول بښنه بشري حقونه په ځانګړي ډول د انجونو په وړاندې د فرض زده کړو په برخه کي د ښونځيو د پرانستلو د وعدو هيرول زموږ د پام وړ تخلفاتو په کتار کې ځاى لري.
د جولاى په ٣١ نېټه سهار شپږ بجې او اتلس دقيقې د القاعدې ٧١ کلن مشر، ددغې ډلې متفکر مغز او د نړۍ تر ټولو مطلوب شخصيت ایمن الظواهري په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. دغه پېښه افغانستان ته د امریکا د توجه منفي اړخ وو. د القاعده او امریکا ترمنځ دښمني جدا خبره ده خو په افغانستان باندې د دغې پېښې له منفي اغېزو څخه د هيواد ژغورل د اوسني حکومت په کاري وړتیا او انډوليزه ديپلوماسي پورې اړه لري.
د کابل په شيرپور سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې لخوا د شوي بريد په تړاو د امریکایي ولسمشر بايډن په لهجه کې په افغانستان کې د لسګونه زره بېګناه افغانانو په وژلو د پښېمانه کيدو څرک او د تيرکال د شرموونکې تيښتې اثار نه ښکاريدل، بلکې یو مغرورانه پیغام يې درلوده. هغه دا چې: که څوک هم د هغوى ګټو ته ګواښ جوړوي، دا مهمه نده چې څومره وخت ونیسي، دښمن چيرته پټ دى، امریکا به هغه پيدا کړي او و به يې وژني.
دلته څو اساسي مهم اړخونه رابرسيره شول:
١- اوسنى حکومت په تشکيلاتي کشفي او استخباراتي برخو کې سترې تشې لري. د راپورونو له مخې نوموړى شل کاله په ډيورنډ کرښې ته څېرمه وساتل شو خو اسلامي امارت له لوړو او هسکو دعوو سره سره د ارګ په درې سوه متري کې هم يو کال ونشو ساتلى.
٢- امریکا له افغانستان څخه تير کال له وتلو وروسته اوس هم هر وخت چې وغواړي له هيڅ ډول اخلاقي او قانوني جواز پرته هر ډول پيچلي عملیات پلان کولاى او د بې پيلوټه الوتکې په کارولو اجرا کولاى شي. دا په داسې حال چې موږ له خپل ارګ څخه هم هيڅ ډول د دفاع نظام نه لرو.
٣- امریکا او د امارت مشران د دوحې په تړون کې د شويو ژمنو په عملي کولو نه تنها پاتې راغلل بلکې اصلاً ورته متعهد نه دي. دغه نيمګړتيا زموږ هېواد ته ژورې ستونځې را ولاړولاى شي. شونې ده چې له اوس څخه وروسته د پردې تر شا معاملاتو کې کوم پردى هيواد د افغانستان لخوا نړئ ته ټټر ووهي او امتیازات واخلي.
٤- موږ يو کمزورى نظام او اسيب منونکى ملت لرو. يو ځل بيا په پردئ جګړه د پرديو د ګټو لپاره د قرباني ګډورى جوړ شو. امريکا د خپلې هژموني له امله که نړيوالو قوانينو او اخلاقي معيارونو ته ژمنتيا نه لري خو موږ ولې د بې باوري هغې کچې ته ورسيدو چې پړه هم يو او مړه هم يو.
دغه پېښه يقيناً په زرګونو پوښتنې را پورته کوي او ځوابول يې هم خورا ستونځمن کار دى يا هم زيات وخت ته اړتیا لري او ځینې پوښتنې د موضوع له امله د حساسیت او د ملي ګټو پربنسټ د پوښتلو نه دي.
البته دا پوښتنې باید ځواب شي چې ډاکټر الظواهري له کومه ځایه افغانستان ته راغى؟ د چا په نوښت، د چا تر نظارت لاندې او څنګه کابل ته راورسېده؟ په کابل کې د نوموړي د امنيت او مصئونيت دنده چا پرمخ وړه؟ دلته په شتون يې څوک خبر وو؟ له پېښې وروسته سملاسي څوک دغه کور ته ننوتل؟ د څیړنو د مخنیوي په موخه په دغه کور کې پرتې نښې نښانې حکومت او که د کوم بل مرموز اړخ لخوا له منځه يوړل شوې؟ وژل يې د معاملې پايله وه چې که استخباراتي تشه؟
په پېښه کې د بهرني اړخ د ککړتیا او يا هم په بشپړ ډول د بهرني لوري لخوا له پيل څخه ترپایه د پېښې ابتکار او مديريت هم له پامه نشو غورځولى. په دغه تړاو باید په دقيق ډول او د باوري بې پرې مسلکي افرادو لخوا پراخې څيړنې وشي چې ايمن الظواهري څنګه شل کاله خوندي وو، خو افغانستان ته له راتلو وروسته په يو کال کې د ننه د امریکا لخوا په نښه شو؟ د څیړنو هغه برخه چې زموږ ملي امنیت ته ګواښ نه وي باید د رسنيو په اختیار کې ورکړل شي. د بهرني اړخ د ښکېلتيا او ککړتیا ستونځه به يقيناً افغانستان ته له بدنامي شرمندګي او اوږدمهاله زيان پرته هيڅ بل شى ونلري.
موږ په هرحال د تر سره شوي عمل په مجرا کې قرار لرو. هغه څه چې موږ يې کولاى شو په افغانستان باندې د منفي اغيزو کمول دي. شک نشته چې موږ سترې تشې لرو او د يوه باوقاره، خپلواک او په خپلو مټو د ولاړ هيواد په شان په ستونځو او پېښو باندي د کنترول ظرفیت مو بايللى دي. په داسې حال کې چې موږ بهرنیو مرستو ته اړتیا لرو نو ښه به داوي چې د کمزوري هيواد مرستې ته د کچکول نيولو پر ځاى په هر لحاظ پياوړي هيواد سره د ستونځو د شريک په توګه خپلې اړتياوې مطرح او د مشترکاتو پربنسټ هوکړې ته د رسيدو چل او هنر زده کړو.
د حکومت د تأسيس کال پوره شو خو موږ د موجوده حکومت لخوا په تير يو کال کې د داسې حکومتي نوښت شاهدان نه يو چې د خپل ولس د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره يې ترسره کړى وي. اساسي قانون شتون نه لرى د نظام نوعيت معلوم نه دى. ټول حکومت سرپرست دى. بنسټونه په ټپه ولاړ حالت کې قرار لري. امریکایي ډرون الوتکې د ارګ له پاسه ګرزي او چارواکي لاهم په واک پورې نښتې دي.