Homeخبرونهکابل کې پر سوالګرۍ بندیز لګول کیږي

کابل کې پر سوالګرۍ بندیز لګول کیږي

تاند( دوشنبه ، د اسد ۱۷ مه) ‏‏‏‏‏‏د طالبانو امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده ته په یوه منسوب شوي امر کې ویل شوي چې په کابل کې به ژر د سوالګرو پر را ټولولو او د هغوی د ستونزو پر حل کولو کار پیل شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ویلي، چې کسبي خلک به بایومیټرک کېږي او له سرپرستانو به یې د سوال نه کولو ژمنه اخیستل کېږي.

‏د سرچینې په وینا، واقعي مسکینانو ته به د معاش زمینه او ماشومانو ته به یې د تعلیم زمینه برابریږي.

طالب چارواکو د خپلې دغې طرحې جزييات نه دي په ډاګه کړي او نه ده معلومه،چې څومره سوالګر به د دوی له لوري په کومو شرايطو د مرستې مستحق وګڼل شي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو ارقام ښیي،چې شاوخوا ۲۵ میلیونه يانې تر نیمايي زیات خلک ېې د طالبانو له واکمنيدو وروسته فقر په سختۍ سره ځپلي دي.

ځينو شنونکو د سوالګرو په اړه د طالبانو نوی امر یو بل استبدادي، غیر عملي او حیرانوونکی کار بللی.

د طالبانو منتقدین باور لري چې دغه ډله حتا له لوږې مړه کيدونکي کسان هم نور شکایت او سوال کولو ته نه پریږدي څو په اصطلاح د دوی د حکومتولۍ په اړه منفي قضاوت ونه شي.

د طالبانو پلویانو بيا د دې طرحې ستاینه کړې او ویلي،چې ډېری سوالګر کسبي او غیر واقعي دي.

1 COMMENT

  1. بندیز نه،خدمت،ترحم،شفقت،احساس د مسئوليت او د ریښتینو مومنانو سیرت راژوندی کول به
    د تقرب الی الله لار وی۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...