جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهکابل کې یو بېوزله سړی د سړک په سر د خپل ماشوم...

کابل کې یو بېوزله سړی د سړک په سر د خپل ماشوم زوی مخکې له لوږې ومړ

تاند( دوشنبه ، د اسد ۱۷ مه) د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالانو د ځينو عکسونو له خپرولو سره لیکلي،چې د کابل دهبوري څلور لاري ته نیږدې پرون یو بېوزله سړی د سړک په سر له لوږې په داسې حال کې ومړ،چې ماشوم زوی یې چېغې وهلې او خلک ېې د پلار مرستې ته وربلل.

د فعالانو په وینا، دغه ماشوم مصور نوميږي،خو د کورنۍ او نورو جزيياتو په اړه ېې څه نه دي ويل شوي.

د ټولنیزو رسنیو د فعالانو په حواله،دغه ماشوم له خلکو غوښتل چې پلار یې روغتون ته يوسي،خو چا مرسته ورسره نه ده کړې.

رسمي سرچينو او د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده،چې نن ‏‏‏‏‏‏د طالبانو ادعا شوي امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده ته په یوه منسوب شوي امر کې ویل شوي،چې په کابل کې به ژر د سوالګرو پر را ټولولو او د هغوی د ستونزو پر حل کولو کار پیل شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ویلي، چې کسبي خلک به بایومیټرک کېږي او له سرپرستانو به یې د سوال نه کولو ژمنه اخیستل کېږي.

‏د سرچینې په وینا، واقعي مسکینانو ته به د معاش زمینه او ماشومانو ته به یې د تعلیم زمینه برابریږي.

طالب چارواکو د خپلې دغې طرحې جزييات نه دي په ډاګه کړي او نه ده معلومه،چې څومره سوالګر به د دوی له لوري په کومو شرايطو د مرستې مستحق وګڼل شي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو ارقام ښیي،چې شاوخوا ۲۵ میلیونه يانې تر نیمايي زیات خلک ېې د طالبانو له واکمنيدو وروسته فقر په سختۍ سره ځپلي دي.

ځينو شنونکو د سوالګرو په اړه د طالبانو نوی امر یو بل استبدادي، غیر عملي او حیرانوونکی کار بللی.

د طالبانو منتقدین باور لري،چې دغه ډله حتا له لوږې مړه کيدونکي کسان هم نور شکایت او سوال کولو ته نه پریږدي،څو په اصطلاح د دوی د حکومتولۍ په اړه منفي قضاوت ونه شي.

د طالبانو پلویانو بيا د دې طرحې ستاینه کړې او ویلي،چې ډېری سوالګر کسبي او غیر واقعي دي.

6 COMMENTS

  1. طالبه رب العالمین دې په خپل درنه څپیړه ووهه ! رب دې هلاک کړه چې هلاک شې ! رب دې داسې ذلیله کړه لکه نن چې درنه دا افغان ملت توري دی او ته په کې د یو نامنل شوي نظام او باچا په توګه راج کوې، او ډیر ژر به نسکوریږې، افغانانو دې په ډیر تدبیر سره د زغم نه کار واخیست. خو ته د پنجاب غلام یې او غلام ابن غلام یې !! هلاکیږې به ان شاء الله.

  2. بلی دا خیټور غلامان سربیره ددوی بادارانو فریبیو سره د افغان ملت له خوا هلاک کیدونکی دی او ددی وحشیانو پر ځای باید ددوی ګډو بادارانو په هدایت تښتیدلی وحشیان دوباره د ملت په اوږو سپاره نکړۍ شی ترڅو چی افغان ملت ددی خرڅ شوو قاتلو وحشیانو څخه نجات پیدا نکړی نو افغان ملت به د مثبتو امیدواریو اینده ونلری او نه به د اجنبیو حکمرانی څخه افغان ملت نجات ومومی او د افغانستان خاوری تمامیت او استقلال به له مینځه تلوونکۍ وی پس ملی منور افغانانی او افغانان متحد د افغان ملت ازادی او د افغانستان خاوری تمامیت اواستقلال ساتل د ځانو ایمانی او وجدانی وظیفه په اوږو واخلی او کوشش وکړۍ شی چی په صادقت سره افغان بی سواده غیرتی ملت دداسی تربیه شوو د اسلام او دیموکراتی منافقینو خائینی څیری ژر وپیژنی او د دی بدبختیو خلاصون لپاره د ملی منورینو متحد فعالیت په وسیله بی سواده افغانان د غفلت خوب څخه رابیداره کړی !!!!!!

  3. دا د اشباحی هومانیزم یوه وړوکې نمونه او ننداره ده.
    دا ډول ښکلی! صحنې د هغه چا د تلبیس او شیطنت برکت دئ کوم چی ” لاس وګاس ” او د ” پورنو صنعت ” د بشری تمدن نښه بولی، په بیولوژیکی لابراتراتوارونو کی د ویروسونو تولید د علم د پرمختګ نښه بولی، د خپلو اروپائی انډیوالانو په لمن کی د څلورو میلونو اوکرائینی پناه وړونکو خوشی کول د دیکتاورانو سره د مبارزې نښه بولی
    او
    د خپلی پلیدی ستراتژۍ د تاکتیک د بدلون په موخه ئې د تورو لښکرو او جندالشیطان ( طالب ) په غاړه کی د جعلی اتلوالۍ پلید مډال ور ځوړند کړ.
    ولی به د حساب او کتاب او معاد ورځ شتون ونلری؟

  4. امیرالمومنین خو هغه وو چې د خپل قلمرو په ساحه کی یی د حیوان په مقابل کی هم احساس د
    مسئولیت درلود،ڼن په پایتخت کی کوم جرم ، جنایت او بی مسئولیتی ده چې نه تر سره کیږی ؛دا نوم او القاب ،ارمانی او یا هم غولونکی دی ،دسالم فهم او سالم تربیت فقر ،ملت تباه کوی۰

  5. که څوک ایمان لري او مسبمان يي ددې بیوزله غریب چي د لوږي يي د سړک پر سر ساه ورکړه، الله پاک به هرو مرو سوال ځني کوي…

  6. من لا یٙرحم لا یُرحم حدیث شریف
    ایا پدی لاره کوم بینا سړی نه تیریده ؟
    کوم ملا،کوم باډی ګارډ والا،کوم غنی،کوم د سړی زوی ،کوم ایماندار نه وو پیښ شوی چې د ایمان یا
    انسان په سترګو یی ورته کتلی وای ؟
    دومره سړیتوب فرارکړی ؟
    دومره پستی او درندګی غالبه شوی ؟
    یو سالم انسانی اوریدونکی غوږ پیدا نشو د ماشوم چیغی واوری ؟
    مسلمانی ،امارت،مجاهدین خو پریږده ؛عادی انسانیت هم ،فرار کړی بیا پدی لار نه راځی ؟
    قساوت قلبی ،وحشت او درندګی کوم حد ته رسیدلی ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب