پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهد جمهوريت د سقوط لومړۍ کلیزه؛ولسمشر غني له نسبتاً توند دریځ سره...

د جمهوريت د سقوط لومړۍ کلیزه؛ولسمشر غني له نسبتاً توند دریځ سره را څرګندیږي

تاند( دوشنبه ، د اسد ۱۷ مه) ‏په افغانستان کې د جمهوري نظام د سقوط لومړۍ کلیزه په داسې حال کې پوره کيدونکې ده،چې بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني ته نیږدې سرچینو له نسبتاً توند دریځ سره د نوموړي د بیرته څرګندیدو خبر ورکړی.

ښاغلی غني،چې د جمهوري نظام له سقوط او کابل ته د طالبانو له ننوتو سره د تېر کال د اګسټ په پینځلسمه له کابل څخه متحده عربي اماراتو ته تللی،تازه یې له سقوط څخه وروسته لومړنۍ تصویري مرکه کړې ده.

د ښاغلي غني دا مرکه د افغانستان له مشهور ژورناليست ډاکټر داود جنبش سره تر سره شوې ده.

د‌ا مرکه، چی تمه کیږي ژر به له یوې نوې ډیجیټل رسنۍ څخه خپره شي، په ټولنیزو رسنیو کې یې په پراخه کچه افغانانو هرکلی کړی او د ژر لیدو هیله یې ښودلې ده.

د دغې مرکې ترسره کوونکي ډاکټر جنبش د یادې مرکې په اړه لیکلي:« داګست په ۱۵ ریښتیا څه پېښ شول؟ د وتلو پرېکړه تر کومو شرایطو لاندې وشوه؟ دښاغلو کرزي، عبدالله او خلیلزاد ونډه څه وه؟ له بلینکن سره وروستیو تیلیفوني خبرو کې نور څه وویل شول؟ له طالب سره وسله واله مبارزه څنګه بولئ؟
دا او ګڼې نورې پوښتنې له ښاغلي غني سره زما ځانګړې مرکه کې. ژر»

ولسمشر غني ته یوې نیږدې سرچېنې تاند ته وويل،چې په وروستيو کې نوموړي د طالبانو د ادارې، د افغانستان د سقوط په اړه د نړيوالو او په کور دننه سياستوالو د تخریبونکي نقش او نورو اړوندو مسايلو په اړه د منتقدانه رول او دریځ نیولو پلان لري.

سرچينه زياتوي،چې د ښاغلي غني په دغه ژر خپريدونکې مرکه کې هم په دې اړه ښايي توندې خبرې موجودې وي.

د ښاغلي غني یو شمېر منتقدینو بیا د نوموړي د مرکې او بيا څرګندیدو په اړه نیوکې کړي او هغه ېې ناکام رهبر بللی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب