یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد ولسي جرګې پخوانۍ غړې مریم کوفي د پاکستان له لارې کابل...

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مریم کوفي د پاکستان له لارې کابل ته تللې

تاند (دوشنبه، د اسد ۱۷مه) باوري سرچینې وايي چې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مریم کوفي، چې د تېر کال د اګست په پنځلسمه یې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته بریتانیا ته پناه وړې وه، په پټه پاکستان او له هغه ځایه کابل ته تللې ده.

مریم کوفي په داسې حال کې کابل ته تللې چې دې او د کورنۍ غړیو یې په بریتانیا کې په دې نوم پناه اخیستې چې طالبان یې ژوند ګواښي.

باوري سرچینو د نوم د نه څرګندېدو په شرط تاند ته وویل، مریم کوفي کابل ته ظاهراً د دې لپاره تللې چې له بانکونو خپلې پیسې وباسي او جایدادونه وپلوري.

دې پرون غوښتل چې د بهرنیو چارو وزارت ته لاړه شي خو د وزارت امنیتي ساتونکو ودانۍ ته د ننوتو اجازه ورنه کړه.

څرګنده نه ده چې دا د بهرنیو چارو وزارت ته د څه لپاره تله.

د بریتانیا او نورو هیوادونو له قوانینو سره سم، پناه غوښتونکي خپل اصلي هیواد ته د بېرته تلو اجازه نه لري.

مریم کوفي د بدخشان ولایت په کوف آب کې زېږېدلې او د ولسي جرګې په شپاړسمه دوره کې د بدخشان د استازې او په دې حرګه کې د ښځو، مدني ټولنې او بشري حقونو د کمیسیون غړې وه.

د کوفي کورنۍ ځو ځلې د مخدروموادو په کاروبار تورنه شوې خو هغوی دا ډول تورونه رد کړي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب