شنبه, مې 18, 2024
Home+ګرانو دنیا والو، زموږ تعلیم مه هیروئ

ګرانو دنیا والو، زموږ تعلیم مه هیروئ

لیکنه: @ChristinaLamb

ژباړه: حضرت ساحل

يوه ډله نجونو، چې کابل کی په پټه په ټولګیو کې زده کړې کوي، يو زړه راښکونکی لیک لیکلی او له خلکو یې غوښتي چې ښوونځي ته د تګ له منع کیدو یو کال وروسته د دوی حالت هیر نه کړي.

دوی لیکلي: “ګرانو نړيوالو, د ځمکې په سر يوازینی هیواد زموږ دی، چیرته چی نجونې نه شي کولی ښوونځي ته لاړې شي، لږ تر لږه په دې اړه فکر وکړئ.”

 مريم، چې ۱۶ کلنه ده، ليکلي: “ما غوښتل چې د خپل هېواد ولسمشره شم، د مقام، شتمنۍ او شهرت لپاره نه، بلکې د خپل هېواد د جوړولو او کابل ته د پاريس په څېر ښکلا ورکولو لپاره.  لیکن زه اوس خپله هم ښوونځي ته نه شم تللی.”

هغې زیاته کړې: “شاید تاسو داسي فکر وکړئ چې  افغان نجونې پرته له امیدونو ژوند کولای شي، مګر زموږ په مینځ کې داسې نجونې شته چې غواړي ډاکټرانې، انجینرانې او فضانوردانې شي… او بل دا چی په تیرو شلو کلونو کې  ستاسو سرتیري دلته زموږ په هیواد کې وو، تاسو وئ چې موږ مو وهڅولو تر څو فکر وکړو چې موږ یې کولی شو.”

دا لیک، چې د نجونو مختلف بیانونه یې رانغښتي دي،  په انفرادي ډول د نجونو لخوا لیکل شوی. ما ته د یوې هغي ښوونکي لخوا د بریښنالیک په ذریعه لیږل شوی و چې په خپل کور کې په پټه یو ښوونځی پرمخ وړي، او په دوامداره توګه د نیول کیدو ویره کې ژوند کوي.

دغه ښوونکې چې د پرستو په مستعار نوم پيژندل شوې، وایی: “موږ په یو داسي مملکت کې ژوند ‌کوو چې د ظالبانو د ولکې لاندې دی او هغوی باور لري چی نجونی یوازې او يوازې تر پخلنځي پورې محدودې دي، د دوی ځانونه باید له سره تر پښو پورې پټ وي، او حتی له نارینه محرم پرته  بهر نه شي وتلی.

نجونو دا غوښتنه د اګست په ۱۵ مه د طالبانو د واک ته رسيدو د لومړۍ کلیزې په درشل کې کړې ده.

په هغه وخت کې ژمنې داسی وشوې چی نجونې به وشي کولای خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، په داسی حال کې چې د تیر کال په سپټمبر میاشت کې ټولګيو ته د نجونو په راستنیدو بندیز ولګول شو او لا تر اوسه هم دوام لري، چې په‌ نتیجه کې یې ډیری نجونې اړ کړل شوې چې په پټه زده کړې وکړي.

۱۵ کلنه شکیبا لیکي: “زما تر ټولو لویه هیله دا ده چې طالبان باید موږ نجونو ته د زده کړې حق او ښځو ته د کار کولو حق ورکړي. که موږ ښوونځي ونه وایو نو پوهنتون ته به څنګه لاړې شو. زه غواړم ډاکتره شم.  طالبان وايي چې د ښځو درملنه باید د ښځینه ډاکټرانو له خوا وشي، خو که موږ لوستي نه شو، دا څنګه کېدای شي؟”

۱۲ کلنې یلدا، چې غواړي ښوونکې شي، لیکلي: “موږ له طالبانو نه وېرېږو. په افغانستان کې هره افغانه نجلۍ په زړه کې لوی امیدونه لري، خو موږ مرستې ته اړتیا لرو تر څو له دې تیارو څخه چې موږ په کې ډوب شوي يو راووځو.”

شریفه چې ۱۳ کلنه ده، لیکي: ” د نورو کورنيو په شان زما کورنی هم له ډیرو سختیو سره لاس او ګريوان ده، د ډیرې قربانې په ورکولو یې موږ ښوونځیو ته لیږلو تر څو یو څه زده کړو او خپل هیواد ته خدمت وکړو، خو د طالبانو په‌ راتګ سره دوی هر څه له مینځه یووړل.”

“افغان نجونی زياته مبارزه کوي او هیڅکله به تسلیم نه شي، ځکه چې د ‌افغانیستان دا نسل ډیر پياوړی دی.”

بل پیغام د 17 کلنې حمیرا دی، چې مور او پلار به یې د خطر له امله پټو ښوونځیو ته پرې نږدي.

 هغې لیکلي: “موږ یو کال دمخه هیڅکله فکر نه کاوه چې زموږ ژوند به له مینځه لاړ شي او هرڅه به تیاره شي.”  هغه زیاتوي: “موږ هره ورځ ژاړو. مګر موږ لا هم تلیفونونه لرو او د فوټبال په ډګر کې د انګلستان د لیونیسز په اړه لوستل کوو، تاسی څومره خوشبخته یاست.  موږ د نجونو د فوټبال ټیمونه هم درلودل، تاسو حتی دلته موږ ته د زده کړې لپاره خلک رالیږلي وو، مګر اوس دا ټول له منځه تللي، حتی موږ ته یې لیدل هم ستونزمن دي.”

 “موږ پوهیږو چې تاسو ټول په خپل ژوند کې بوخت یاست، مګر ایا افغان نجونې دومره بې ارزښته دي؟  ایا موږ د يوې ښې راتلونکي مستحق هم نه یو؟”

 “هره ورځ موږ خبرونه تعقیبوو، دعا کوو چې دوی (طالبان) اعلان وکړي چې نجونې کوی شی سبا ښوونځي ته لاړې شي. خو د طالبانو له مشر پرته بل هيڅوک په دې نه پوهیږي چې دا «سبا» به کله راځي.

وروستی پیغام د نرګس له خوا و: “ما امید درلود چې لومړنۍ افغانه ښځه به شم چې فضا ته سفر وکړم.” هغه زیاتو‎ي “ما غوښتل چې فضانورده شم، سپوږمۍ او د الله تعالی ټول قدرتونه ووینم. ما غوښتل چې په مریخ کې د ژوند کولو لپاره لارې چارې ولټوم او خپل خلک هلته له جنګ څخه لیري ویسم.”

 هغې له نړيوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه وکړه او ويې ويل: “موږ، د افغانستان مايوسه شوې نجونې له طالبانو، د افغانستان له خلکو، د نړۍ له ټولو افغان نارينه او ښځینه، سياستوالو، د نړۍ له مشرانو، نړيوالې ټولنې او نړۍ څخه غوښتنه کوو څو موږ ته یو ځل بیا د تیر په څیر موقع برابره کړي.

“زموږ په اند دا یوه کوچنۍ هیله ده او نه پوهیږو چې تاسې ولې چوپ یاست. موږ پوهیږو چې تاسو دلته ډیرې پیسې مصرف کړې او ستاسو خپل خلک وژل شوي – ایا تاسې په دومره اسانه پریږدئ چې ستاسی ټولې قربانیانۍ عبث شی؟  موږ تاسي سره ژمنه کوو چې زموږ سره په مرسته کولو به پښیمانه نه شئ.”

1 COMMENT

  1. دا خبری اوریدل،اول عقل بیا دینداری او ویښتابه غواړی ،خادم امرا باید د خدمت زمینه او شرایط برابر کړی ،دلته د تعلیم مسئله کی شرعی ممانعت قطعاََ نشته ،امارت باید خنډونه لری کړی،په معصیت کی د هیچا اطاعت نشته؛بلکی حرام دی ،او دا ډول ممانعتونه زموږ مسلمانی ،استقلال ،
    افغانیت او حتی انسانیت تر سوال لاندی راولی او دا ظلم دی،رسول الله فرمایی؛
    من مشی مع الظالم لیقویه و هو یعلم انه ظالمُُ فقد خرج من الاسلام۰
    نو و لو که د طالبانو امیرالمومنین امر وی،څوک مکلف په اطاعت نشی کولی۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب