ترجمه، تلخیص او څېړنه
نهمه برخه
که په افغانستان کي سړی د متحده ایالاتو او ناټو په څېر پوځي طاقت ماتي او بالاخره د امریکا د پوځي طاقت وارخطايي او پر ګونډو کېدلو ته وګوري نو دا د تاریخ یوه معجزه ښکاري. خو له بلي خوا، که د جنګ له لومړۍ ورځي بیا تر پایه پوري، د امریکا بېځایه غرور او پرله پسې بې حسابیو او اشتباهاتو ته وکتل سي او دغه راز د افغانستان د حکومت اداري او مالي فساد، د جنګ سالارانو جنایتونه، په حکومت کي دننه د عالي رتبه مقاماتو ترمنځ شخصي، قومي او ژبنیو مخالفتونو، د پراخ اداري فساد په نتیجه کي د عسکرو او پولیسو د جنګي روحیاتو پرله پسې کمزوري کېدلو ته وکتل سي نو، په دې اوږده تقریباً شل کلن جنګ کي، د امریکا او ناټو شکست د حالاتو منطقی نتیجه وه.
تر ۲۰۱۸ کال پوري، د اکثرو منابعو په قول، طالبانو د افغانستان ۷۵ فیصده خاوره لاندي کړې وه او پر مهمو او لویو ښارونو برسېره پخپله کابل عملاً د محاصرې په حال کي وو. امنیتی وضع دونه خرابه سوې وه چي د افغانستان ټولو خلکو د سولي نارې وهلې. ملکازیان لیکي چي نور نو د متحده ایالاتو جنرالان او د دفاع وزارت هم دې ته راغلي وه چي امریکا باید له طالبانو سره د سولي خبرو ته کښيني او جنګ ته خاتمه ورکړي کنه نو تر نامعلوم وخت پوري به په هغه هیواد کي په جنګ لګیاوي. طالبانو هم د سولي غوښتنه کوله او د خبرو اساسي شرط یې د سولي د ټینګېدلو په نتیجه کي د امریکا د قواوو بشپړ وتل وه.
ملکازیان لیکي: د ۲۰۱۸ کال د فبروري پر څوارلسمه طالبانو د امریکا د خلکو په نوم یو پرانیستی لیک واستاوه او په هغه کي یې لیکلي وه چي دوی له امریکا سره د سولي خبرو ته حاضر دي خو په دې شرط چي د افغانستان حکومت به برخه نه پکښی لري. دوې هفتې وروسته اشرف غني هم له طالبانو سره د سولي د خبرو غوښتنه وکړه مګر د کوټي شورا هیڅ جواب ورنه کړ. متحده ایالاتو د خپلو منځګړو له لاري له طالبانو سره تماسونه ټینګ کړل او د طالبانو سیاسي کمېسیون هم هغوی ته وویل چي دوی یوازي له امریکا سره خبري کول غواړي او په خبرو کي اساسي شرط له افغانستان کي د متحده ایالاتو د ټولو قواوو وتل دي. خبري پیل نه سوې مګر د امریکا د خلکو په نوم د طالبانو لیک او د غني وینا د سولي په لاره کي لومړنی ګام وو.
ملکازیان لیکي چي د ۲۰۱۸ کال په منځ کي یوه حیرانوونکې پېښه وسوه او دې پېښي د سولي د جریان له روانولو سره مرسته وکړه. طالبانو د کوچني اختر په ورځو کي د غني له خوا د اوربند پېشنهاد ومانه. د جون له شپاړسمي څخه تر اته لسمي پوري، د مولوي هبت الله له امر سره سم هیڅ حمله ونه سوه. ملا هبت الله په خپل پیغام کي ویلی وه چي د مسلمانانو لپاره ښه نه ده چي د اختر په ورځو کي یو بل سره ووژني….
درې ورځي طالبانو او عسکرو خپل سنګرونه پرې ایښي وه. یو له بله یې په غېږ کي نیول، ګډي ډوډۍ یې سره خوړلې او یوه طالب نارې وهلې چي موږ سوله غواړو زه اته کاله جنګېدلی یم. یوه بل طالب ویل دا زما لپاره بل اختر دی. زه دا څو کاله خپل کلي ته نه یم تللی او اوس به له خپلي کورنۍ سره ووینم. ص ص ۶۳۹-۶۴۰
البته د اوربند عمر ډېر لنډ وو او طالبانو ویل چي له اختر څخه وروسته به بیرته جنګ پیلوي او تر څو چي امریکایان وتلي نه وي جنګ به دوام لري. د جمهورریس ترمپ لپاره د افغانستان جنګ یو بې ګټي او بې نتیجې کار وو. هغه د کال په جریان کي څو ځله د امریکا کاروباریانو ته وویل چي موږ باید له منځني ختیځ او افغانستان څخه را ووزو او اصلاً له لویه سره باید ورغلي نه وای. له سپيني ماڼۍ څخه داسي آوازې را ووتلې چي ویل یې ټرمپ پر خپلو سلاکارانو او مقاماتو باندي چیغي وهلی وې چي تاسي څه وکړه؟ ولي تر اوسه پوری هیڅ شی سوي نه دي؟
سپیني ماڼي د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر په میاشت کي خلیل زاد ته وظیفه ورکړه چي له طالبانو سره خبري وکړي. خلیل زاد، چي هم یې د جمهورریس ترمپ، هم د خارجه وزیر پومپیو او هم یې د دفاع د وزارت ملاتړ ورسره درلود سمدستي په فعالیت پیل وکړ او د طالبانو له مقاماتو، افغان حکومت او افغان سیاسیونو سره یې وکتل او ټولو ته یې دا ویل چي یو نوی نظم باید جوړ سي او د بن د کنفرانس څخه وروسته اساسی قانون پر ځای باید یو نوی قانون رامنځته سي. خلیل زاد په دې فکر کی وو چي یو انتقالي حکومت باید جوړ سي او غني باید له کاره لاس واخلي. ده فکر کاوه چي باید لومړی یو سیاسي حل را منځته سي او بیا نو د امریکا پوځیان په وتلو پیل وکړي ځکه چي که د امریکا پوځیان له سیاسي حل څخه مخکي ووزي بیا نو په طالبانو باور نه سي کېدلای او هغوی ښايی له کړو موافقو څخه سرغړونه وکړي. طالبانو ویل چي د امریکا بوځیان باید په بشپړه توګه ووزي بیا نو سیاسي حل ترلاسه کېدلای سي. ملا هبت الله تر ملا منصور سخت دریځی وو او د هر ډول خبرو او سیاسي حل لپاره یې د امریکا د قواوو د وتلو شرط ایښود. پرته له دې چي د القاعده نوم دي واخلي ویل یې چي طالبان به اجازه ورنه کړي چي د دوی له خاوري څخه پر نورو هیواداونو باندي حمله وسي. ص ص ۶۴۰-۶۴۴
طالبانو ولیدل چي اوباما خپل پوځیان ډېر زیات کړل او څه باندي ۲۰ رزه اضافه عسکر یې را وستل مګر څه وخت وروسته یې خپل قوتونه کرار کرار بیرته کم کړل او ډېر زیات مرکزونه یې، چي امریکايی پوځیان پکښی اوسېد ل بیرته تخلیه کړل او هغه مرکزونه د ډيرو وسلو وسایلو او وسایطو سره د طالبانو لاسته ورغلل. دوی پوهېدل چي امریکایان تر قیامته ځانونه نه سي ټینګولای او یوه ورځ به له افغانستانه وزي. د هغوی افراد په دې عقیده وه چي له امریکایانو او د هغوی د کښېنولي حکومت سره جنګېدل جهاد دی او جهاد پر مسلمانانو باندي فرض دی. ملکازیان لیکي کله چي د افغانستان یوه حکومتی مقام د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په میاشت کي د طالبانو له سیاسي کمیسیون سره وکتل هغوی ورته وویل چي ټرمپ به خامخا یوه ورځ وزي. دوی د هغې ورځي په انتظار دي. دوی به کابل ونیسي. دوی یقین لري چي د شمال اتحاد به حتماً تسلیمیږي او داخلي جنګ نه پیښیږي. دوی ویل چي د شمال د اتحاد والاوو ستوني به د چرګانو په څېر ونیسي او سرونه به یې ورڅخه غوڅ کړي. د کوټي شورا څو ولایتونو ته هیاتونه واستول او له خپلو قوماندانانو څخه یې د سولي په باره کي پوښتني وکړې. په سلو کي پنځوسو وویل چي سوله باید وسی او نیمايی نورو ویل چي دوی به د سولي په باره کي امر ونه مني؛ او د دې معنی دا ده چي د هغوی جنګي روحیه بیا هم لوړه وه. داسي ښکارېدله چي آینده به د طالبانو وي. ص ۶۴۴
ملکازیان لیکي چي طالبانو په دغه وخت کي بې سابقې بین المللی ملاتړ ترلاسه کړ. ایران د دوی مهم مرستیال سو او پا کستان د نفوذ سره یې رقابت کاوه. ایران طالبانو ته په کال کي ۱۰۰ میلیونه ډالره ورکول. طالبانو ته یې پېشنهاد کړی وو چي په مشهد کي دفتر پرانیزی. په تیاره کي د لیدلو وسایل، ډرون الوتکي او نور عصري وسایل یې ورکړل او د هغوی د روزلو لپاره یې د انقلاب د ساتونکو صاحب منصبان ورولېږل.
ملکازیان وايی ایران خپله لوبه پرمخ بېوله. هم یې له طالبانو سره مرستي کولې څو امریکا او د کابل حکومت ته ستونزي پیښي کړي او هم یې له هزاره او تاجیکو مشرانو سره مرستي کولې. ځکه دوی نه غوښتل چي په افغانستان کي د طالبانو نظام ټینګ سي.
ملکازیان لیکي چي روسیې خپلي ګټي درلودلې او هغوی د خپلو ګټو لپاره له طالبانو سره مرستي کولې او ښايی وسلې به یې لا هم ورکولې. دوی هم د ایرانیانو په څېر په افغانستان کي د امریکا له حضور څخه اندېښنه درلوده او هغه یې ځانته یو ستراتیژیک تهدید باله.
روسیې په دغه سلسله کي د ۲۰۱۸ کال د نومبر پر نهمه د هغه هیواد د خارجه وزیر سرګی لاوروف په وسیله د سولی یو کنفرانس جوړ کړ او د طالبانو سیاسي کمېسیون ته یې بلنه ورکړه او هغوی هم دا غوښتنه ومنله. په دې کنفرانس کي ایران او پاکستان هم برخه واخیستله او د غنی حکومت د کښتي رتبې یو هیات ور واستاوه. ص ۶۴۷
افغانستان په داسي حال کي د قدرتونو تر منځ د لوبي میدان سو چي امریکا له ډېره وخته د افغانستان په جګړه کي خپله کمزورتیا او ستړتیا ښودلې وه. امریکا د ایران، روسیې او چین په څېر رقیبانو سره مخامخ سوه. دا هغه قدرتونه وه چي د جنګ په لومړیو کلونو کي یې له طالبانو سره څرګنده علاقه نه وه ښودلې. غني په دغه وخت کي د، پاکستان په مقابل کي، هند ته پناه یووړه او له هند سره یې پوځي او تجارتي قراردادونه لاسلیک کړل. خو د ا وخت له یوې خوا طالبانو د افغانستان ډېره زیاته خاوره تر کنټرول لاندي کړې او، د کابل په شمول یې، تقریباً ټول ښارونه محاصره کړي ول او له بلي خوا پاکستان په افغانستان کي داسي منګولي ښخي کړي وې چي خپل بری یې څرګند او حتمي باله. ټرمپ په دغه وخت کي پر پاکستان باندي مخ را واړاوه او هغه یې په اقتصادي او پوځي فشارونو تهدید کړ. دا هغه فشارونه وه چي کرزي یې لس کاله مخکي، له امریکا څخه، غوښتنه کړې وه او جوبایډن منفي او ستغ جواب ورکړی وو. ملکازیان لیکي:
ټرمپ له پاکستان څخه وغوښتل چي د سولي د مذاکراتو ملاتړ وکړي، له طالبانو سره اړیکي وشلوي او له هند سره خپل اړیکي بهتر کړي. ټرمپ د ۲۰۱۸ کال د جنوري په میاشت کي اعلان وکړ چي که پاکستان د امریکا غوښتني ونه مني نو امنیتي مرستي به ورسره قطع کړي، کانګریس فیصله وکړه چي پر پاکستان باندي دي ۵۰۰ میلیونه ډالره امنیتي مرستي بندي سي. خارجه وزیر پومپیو له پاکستان څخه وغوښتل چي که غواړي دغه مرستي ورسره وسي نو باید چي هغه هیواد طالبانو ته په خپله خاوره کي ځای ورنه کړي او هغوی سیاسي حل ته مجبور کړي. پر پاکستان باندي د متحده ایالاتو مرستي په داسی وخت کي بندېدلې چي هغه هیواد په پورونو کي غرق وو او دغو مرستو ته یې د خپل پوځي لګښت او اقتصادي پروګرامونو د عملي کولو لپاره ضرورت درلود….
پاکستان پر خپل دریځ ټینګ ودرېدی. پاکستان له طالبانو سره د اړیکو شلولو ته تیار نه وو. د پاکستان لوی درستیز جنرال باجوه باوري وو چي طالبان به میدان وګټي او که امریکا مرستي ورسره بندي کړي نو چین له هغه هیواد سره مرستو ته حاضر دی. پاکستاني جنرالانو به هر وخت د امریکا جنرالانو او ډیپلوماټانو ته لاپي کولې چي طالبان له هغوی څخه حتماً جنګ ګټي. ص ۶۴۷
کله چي خلیلزاد او د امریکا خارجه وزیر پومپیو او امریکایی جنرالانو پاکستان ته سفر وکړ نو پاکستان لا هم په غوره کي سو او له امریکا څخه یې وغوښتل چي له طالبانو سره مستقیمی خبري وکړي او کېدلای سي چي طالبان د هغوی ډېر ښه دوستان سي. او له امریکایانو څخه یې وغوښتل چي خپل پوځونه په بشپړه توګه وباسي. پاکستان دا وخت دوه لوی قدرتونه، چین او امریکا، تر شا درلودل او جیو ستراتیژیک اهمیت یې څو چنده سوی وو. هغه نه غوښتل چي د یوه قدرت دوستي هم له لاسه ورکړي او یا د امریکا له فشار سره مستقیماً مخامخ سي. هغه مخ
خلیل زاد د اکټوبر څخه د ډسمبر تر پایه پوري درې ځله د طالبانو له سیاسي کمېسیون سره وکتل مګر له خبرو څخه څه جوړ نه سول. خلیل زاد د امریکا د ټولو قواوو ایستل نه منل او طالبانو د افغان حکومت سره خبري کول او له القاعده سره د اړیکو شلولو ته غاړه نه ایښودله. د سیاسي هیات مشر عباس ستانګزي ویل چی طالبان له القاعده سره د اړیکو شلولو ته ضرورت نه لري. ده وویل چي القاعده د هغوی د تنظیم یوه برخه ده او هغوی د طالبانو اوامر مني او د افغانستان له خاوري څخه به عملیات نه کوي. ده دغه راز وویل چي تر څو پوري د امریکا وروستی عسکر له افغانستان څخه وتلی نه وي طالبان به تر هغه وخته پوری خپلو حملو ته دوام ورکوي. ص ۶۴۸
دا هغه طالبان ول چي پر افغانستان باندي د امریکا او ناټو د قواوو د یرغل په پیل کي یې له امریکایانو څخه غوښتل چی دوی ته په وطن کي په سوله کي د ژوند کولو اجازه ورکړي او د امریکا د دفاع وزیر رمزفیلد په جواب کي ورته ویل چي نورو خبرو ته حاجت نسته؛ دوی باید وسلې پر مځکه کښیږدی او تسلیم سي. ما( جهاني) د ۲۰۰۳ کال په اوړي کي د طالبانو له پخواني خارجه وزیر وکیل احمد متوکل په کورکي د غرمنۍ ډوډۍ په ترڅ کي له هغه څخه پوښتنه وکړه چي که طالبان بیا قدرت ته ورسیږي دوی به بیرته خپل هغه توندرو پروګرامونه تعقیبوي؟ هغه راته وویل چي طالبان خو بیا قدرت ته نه رسیږي او که قدرت ته ورسیږي خپل پخواني پروګرامونه تعقیبولای نه سي. متوکل ماته وویل چي د طالبانو مشران له ده څخه غواړي چي د حکومتي مقاماتو سره خبري وکړي او هغوی ته په سوله کي د ژوند کولو اجازه ورڅخه واخلي. مګر د ۲۰۱۸ کال په پای کي خبره دې ځای ته رسېدلې وه چي طالبانو نه یوازي له جنګ څخه لاس نه اخیست بلکه امریکایانو ته یې ویل چي له القاعده سره د اړیکو شلولو ته حاضر نه دي.
طالبان په خپل قول کي صادق ول. د جولای د میاشتي پر یودېرشمه د امریکا ډرون الوتکي د کابل د شیرپور په سیمه کي د القاعده مشر ایمن الظواهری وویشت. ویل کیږي چي هغه د اپریل د میاشتي راهیسي له پاکستان څخه افغانستان ته تللی وو او له خپلو ماشومانو سره یې په یوه شانداره بنګله کي ژوند کاوه. امریکا اخطار ورکړ چی طالبان به د خپل دې عمل عواقب وویني. دا چي عواقب به څه وي وخت به فیصله کوي.
ملکازیان لیکي چي د ټرمپ حوصله ختمه سوه او د خلیلزاد په مخکي یې د دفاع وزیر جیمزمېټیس James Mattis ته وویل چي خلیلزاد نهه میاشتي وخت لري. که تر هغه وخته پوري نتیجه ترلاسه نه کړي زه پخپله د عسکرو د راایستلو فیصله کوم. کله چي ټرمب ته خپلو سلاکارانو وویل چي د تروریزم تهدید موجود دی، دی وغورېدی او وې ویل چي دا خبره ټول کوي. ټرمپ د نومبر پر اتمه د ملي امنیت په شورا کي خپلو سلاکارانو ته وویل چي د افغانستان په برخه کي ستراتیژي غلطه ده او هغه څه چی زه یې غواړم هغه نسته. موږ هر څه له لاسه ورکړي دي. دا مطلقه ناکامي وه د هر څه ضایع کېدل او شرم وو. کله چي ټرمپ له سوریې څخه، چي امریکا له داعش سره پکښي جنګېدل، د پوځونو د ایستلو اعلان وکړ او د لوی درستیز جوزف ډنفورډ Joseph Dunford او د دفاع وزیر میټیس خبرداریو ته یې اهمیت ورنه کړ نو میټیس هم، د ټرمپ پر يالیسیو باندي د اعتراض په نامه، استعفی وکړه. ترمپ بیا هم پر خپله خبره ولاړ وو او ویل چي له افغانستان څخه د پوځونو د بشپړ ایستلو نیت لري.
پومپیو خلیلزاد ته وویل چي دا ځل باید له دوحې څخه بې نتیجې راونه ګرځي. خلیل زاد غوښتل چي طالبانو ته ووایی چي امریکا خپل پوځونه کرار کرار باسي خو دوی باید د متحده ایالاتو اندېښنې په نظر کي ونیسي. مګر خارجه وزیر پومپیو خلیلزاد ته اجازه ورکړه چي د امریکا د ټولو قواوو د وتلو په باره کي له طالبانو سره خبري وکړي.
خلیلزاد د ۲۰۱۹ کال د جنوري پر یوویشتمه د طالبانو د سیاسی کمېسیون له مشر عباس ستانکزي سره د امریکا د ټولو قواوو وتل مطرح کړل او ټول طالبان یې حیران کړل. خلیلزاد وویل چي په عوض کي باید یو افغاني سیاسي حل منځته راسي او عمومي اوربند اعلان سي. طالبانو ونه منله او ورته وې ویل چي دوی صرف دونه تعهد کوي چي د افغانستان له خاوري څخه به پر بل هیواد باندي حمله نه کیږي.
جمهورریس اشرف غني د خلیلزاد له پېشنهاد سره مخالف وو او ویل یې چي طالبان باید د افغانستان له منتخب او قانوني حکومت سره خبري وکړي او د افغانستان اساسي قانون باید ومني. کله چي ده ته اطلاع ورسېده چي امریکا خپل ټول پوځیان باسي ده څو میاشتي باور نه سوای کولای. په مقابل کي کرزي سوله غوښته او خلیلزاد له هغه سره پرله پسې په تماس کی وواو حتی طالبانو هم کرزي ته ځکه غوږ نیوی چي هغه پر امریکا باندي پرله پسې انتقادونه کړي وه. کرزي د غني په خلاف پر دې خبري ټینګارکاوه چي د متحده ایالاتو قواوي دي له افغانستان څخه ووزي او ویل به یې چي خارجي قواوي په افغانستان پوری اړه نه لري. کرزي د انتقالي حکومت له جوړېدلو سره هم علاقه درلوده او هیله یې درلوده چي په هغه صورت کي به یو ځل بیا د دولت د رییس په حیث وټاکل سي. ده خپل ځان ته د ملت د پلار په سترګه کتل. ص ص ۶۴۸-۶۵۴
یوه خبره چي ټول افغانان زوروي هغه له القاعده سره د طالبانو اړیکي او د هغوی سره پر اړیکو باندي ټینګار وو. ظاهراً القاعده د هغوی د رژیم د پرزېدلو او د ټول افغانستان د تباهی او سل هاوو زره افغانانو د وژل کېدلو سبب سوې وه مګر طالبانو بیاهم له هغوی سره پر اړیکو باندي ټینګار کاوه او د سولي په مذاکراتو کي د پرمختګ یو مهم خنډ وو. که طالبانو له پاکستان سره پر اړیکو باندي ټینګار کاوه خو پاکستان هغوی ته په خپله خاوره کي ځای ورکړی وو مګر القاعده ولي؟
ملکازیان لیکي چي طالبانو د مذاکراتو په جریان کي له القاعده سره د اړیکو د ختمولو ژمني ته نه حاضرېدل. دی د ملګرو ملتونو له قوله وايي چي د کوټي د شورا غړو د القاعده له لویو مشرانو سره پټي خبري کولې او هغوی ته یې اطمینان ورکاوه چي له القاعده سره به اړیکي ونه شلوي. ښايی د القاعده مشر ایمن الظواهري پخپله د حقاني له کورنۍ سره په تماس کي وو. ص ۶۵۸
د خلیلزاد او طالبانو خبري نتیجې ته نیژدې سوي وې چي په کابل کي څو پرله پسې حملې وسوې او ټرمپ دونه په غوسه سو چي له افغانستان څخه د پوځیانو پر ایستلو باندي پښېمانه سو او له طالبانو سره یې د سولي خبري قطع کړې.
دوې میاشتي وروسته خلیلزاد په اسلام آباد کي له طالبانو سره د بندیانو پر تبادله باندي خبري وکړې او په نتیجه کي موافقه وسوه چي طالبان به دوه تنه امریکایی بندیان خوشی کوي او امریکا په بدل کي انس حقاني خوشی کوي. خلیل زاد د همدغه خبرو په جریان کي د طالبانو له سیاسی کمېسیون سره د خبرو د بیرته پیل کولو خبره را پورته کړه. طالبانو د امریکا له دې غوښتني سره موافقه وکړه چي د اوو ورځو لپاره به په ښارونو کي، د ولایاتو په مرکزونو کي، پر لویو لارو، د افغان حکومت پر عسکري پوستو او پر امریکایانو باندي حملې بندیږي. په مقابل کي به امریکا او د افغانستان حکومت تعرضي عملیات بندوي او یوازي دفاعی عملیات به کوي.
د سولي او د حملو د بندېدلو خبري ټول خلک خوشاله کړل خو ملایعقوب خپلو ټولو طالبانو ته امر وکړ چي نه به ښارونو ته ځی او نه به د حکومت له عسکرو او پولیسو سره د غیږي روغبړونه کوی. طالبان باید د دښمن سیمو ته ولاړ نه سي. هیڅ چاته اجازه نه ورکوله کیږي چي د امر په خلاف کار وکړي او هیڅ څوک کابل ته د تللو اجازه نه لري.
ټرمپ هم خوښه کړه چي موافقه ومني او د دې لپاره چي مستقیمه برخه پکښی وانه خلي دا
موافقه د ۲۰۱۹ کال د فبروري پر نهه ویشتمه د دوحې په شریټن هوتل کي په داسی حال کي لاسلیک سوه چي د دېرشوړ هیوادونو او بین المللی موسسو استازو برخه پکښی اخیستې وه. خلیلزاد د متحده ایالاتو په نمایندګي موافقه لاسلیک کړه او له طالبانو له لوري ملابرادر لاسلیک کړه. خارجه وزیر پمپیو د شاهد په حیث حاضر وو او د مارچ پر دریمه ټرمپ له ملا برادر سره په ټلفون کي خبري وکړې او هغه ته یې د موافقې د لاسلیک کېدلو مبارکي وویله. ص ص ۶۶۸-۶۷۲
ملکازیان لیکي چي جنرال میلر خپله پوځي قوه ۸۶۰۰ تنه ته راکمه کړه او ټرمپ لا دا شمېر ۴۵۰۰ ته ورساوه.
طالبانو د امریکايی قواوو د شمېر له کمېدلو څخه سمدستي ګټه واخیسته؛ ځکه دوی پوهېدل چي حکومت په یوازي سره مقاومت نه سي کولای. د اکتوبر پر ۲۷ یې ۱۰۰۰ کسیزي قوې د کندهار په څنډو کي حملې وکړې. د پنجوايی او ژړۍ ډیري برخي یې ونیولې او د ارغنداب اولسوالي یې، چي د کندهار د حکومت ډېر قوي مرکزی وو، لاندي کړه. ملکازیان وايي ماته د دغي سیمي څو تنو وویل چي طالبان دونه ډېر دي چي پولیس یې مخه نه سي نیولای.
د طالبانو قوماندانو په ټول هیواد کي دا ویل چي سوله به هغه وخت راځي چي دوی د حکومت کنټرول واخلي. یوه قوماندان یې یوه امریکايی خبریال ته وویل «موږ ټول پوهیږو چي د اشرف غني حکومت د امریکا په امر چلیږي او چي یو ځل امریکایان ووزي دوی هیځ نه سي کولای. دوی حکومت نه سي چلولای… اسلامي اِمارت ژوندی دی مګر کله چي هغه بشپړ قدرت ونیسي نو بیا به ټول خلک هغه مني او درناوی به یې کوي.» ص ۶۷۵
پاته لري