پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهط-انو کابل او پاکستان خپلو ډېرو ښارونو کې مخابراتي شبکې نن تړلي

ط-انو کابل او پاکستان خپلو ډېرو ښارونو کې مخابراتي شبکې نن تړلي

تاند( دوشنبه ، د اسد ۱۷ مه) په پاکستان کې د دغه هېواد حکومت او د افغانستان په پلازمېنه کابل کې طالبانو نن د مخابراتي شبکو خدمتونه ځنډولي دي.

 ‏‏د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، له نن (دوشنبه) سهار راهیسې د کابل ښار په ډېری سیمو کې د مخابراتي شبکو خدمات پرې شوي دي.

دوی زیاتوي، دې چارې دوی له ستونزو سره مخ کړي.

په کابل کې د طالبانو حاکمې ادارې په‌ دې اړه څه‌ نه‌ دي ویلي.

په ورته وخت کې د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد څخه تاند ته په رسيدلو معلوماتو کې ويل شوي،چې هلته هم نن مخابراتي خدمتونه ځنډول شوي.

پاکستاني چارواکو هم د‌ دغه کار دلیل نه دی روښانه کړی.

معلومه نه ده،چې دا ځنډ له څه وجې رامنځته شوی او تر کله به دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...