یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهوزيرستان کې بيا پر پاکستاني پوځيانو ځانمرګی برید شوی

وزيرستان کې بيا پر پاکستاني پوځيانو ځانمرګی برید شوی

تاند( دوشنبه ، د اسد ۱۷ مه) د پاکستان تر کنټرول لاندې د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې نن پر پاکستاني ځواکونو ځانمرګی برید شوی.

د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې،په دغه برید کې۴پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۸نور ټپيان دي.

ویل شوي،چې دغه برید له يوې ريکشې څخه په استفادې ترسره شوی او د پاکستاني ځواکونو موټر ېې په نښه کړی دی.

د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

مخکې د ورته زياتو بریدونو مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان لخوا منل کیده.

پاکستاني چارواکو په دې برید کې پر کومې ډلې د لاس لرلو تور نه دی لګولی.

د یو بل خبر له مخې،د بلوچستان ایالت په څو سیمو کې د مختلفو بریدونو پر مهال د بلوچستان د ازادي غوښتونکي پوځ له لوري د ۴پاکستاني ځواکونو د وژل کیدو او ۴نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی.

په ورته وخت کې راپورونه ښيي،چې د افغانستان په پکتيکا ولايت کې د تحریک پاکستان طالبان د مشر عمر خالد په ګډون د دغه تحريک څو مشران وژل شوي.

په کابل کې د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب