تاند( دوشنبه ، د اسد ۱۷ مه) د پکتیکا د مرکز ښرنې په ترناب کلي کې د (AHF) په مالي ملاتړ د ۶ میلیونو افغانیو په لګښت ۲۵ څاه ګانې وکېندل شوې.
د طالبانو ځايي چارواکو ويلي،چې د دغو څاه ګانو له کیندلو سره سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.
پکتيکا د افغانستان له ډېرو محرومو ولايتونو څخه دی،چې په تېرو شلو کلونو کې د پام وړ کار ورته نه دی شوی.
د طالبانو له بيا واکمنيدو سره،په دې او ځينو نورو محرومو سيمو کې د رغنیزو چارو د پيل خبرونه ورکړل شوي.
د طالبانو منتقدین بيا دوی ګرموي،چې مخکې د دوی د جنګي فعاليتونو له امله دا سیمې له انکشاف او پروژو څخه محرومې پاتې شوې.