یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهايران کې يوه افغان ناروغ د څو ايرانيانو په ګډون ۱۰تنه وژلي

ايران کې يوه افغان ناروغ د څو ايرانيانو په ګډون ۱۰تنه وژلي

تاند( دوشنبه ، د اسد ۱۷ مه) ‏‏ايراني چارواکو په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند له راپورونو سره هم مهاله ادعا کړې،چې يو افغان رواني ناروغ يې د څلورو ايرانيانو په ګډون د ۱۰تنو د وژلو په تور نیولی.

د ایران د رفسنجان د پولیسو مشر حسین رضايي ویلي چې،دا پېښه په يوه باغ کې د شخصي شخړې پر وخت رامنځته شوې ده.

 ايراني چارواکي د نوموړي د کورنۍ د غړو په حواله وايي،چې نيول شوی کس رواني ناروغ دی او د پوليسو له لوري یې د نيول کیدو پر وخت هم د ځان وژنې هڅه کړې وه.

په ايران کې د افغانستان سفارت،چې ایراني چارواکو طالبانو ته سپارلی،په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې له پاکستان،ايران او ترکیې څخه د افغان کډوالو پر وړاندې په پرله پسې ډول د ناوړه چلند خبرونه ورکول کېږي،خو په کابل کې د طالبانو حاکمه اداره ېې پر وړاندې څه نه وايي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب