یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد عاشورا مراسم؛ له غزني پرته په ټول هېواد کې په پوره...

د عاشورا مراسم؛ له غزني پرته په ټول هېواد کې په پوره امنيت کې تر سره شول

تاند( دوشنبه ، د اسد ۱۷ مه) ‏‏په افغانستان کې د محرم الحرام لسمه، چې د محرم ورځې په نوم يې مسلمانان او په خاص ډول اهل تشيع هر کال په پراخو ویرجنو مراسمو ياد تازه کوي، سږني مراسم یې نن له ډېرو امنيتي انديښنو سره بیا هم په کابل او نورو ځينو ولايتونو کې له پوره امنيت سره ترسره شول.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د مختلفو شیعه میشتو ولايتونو عکسونه خپاره کړي،چې په پراخه کچه پکې یاد شوي مراسم ترسره کیږي.

له دې سره،له غزني ولايت څخه راپورونه وایي، چې طالبانو ښار ته ورغلې لارې د ویرکوونکو پر مخ تړلې او پر څو تنو یې ډزې کړې او وهلي ټکولي یې دي.

سرچینې زیاتوي، چې د توحیداباد سیمې دوه متنفذین د وهلو ټکولو او د غزني ښار د دویمې امنیتي حوزې د خواجه علي سیمې درې اوسېدونکي د طالبانو د مخامخ ډزو له امله ټپیان شوي او اوس د دغه ولایت په روغتون کې بستر دي.

اخوا، غزني کې د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبان په دغه ولایت کې د حسیني ویرکوونکو د امنیت خوندي کولو پر سر سره نښتي او پر یو بل یې ډزې کړې دي.

طالبانو د دې ترڅنګ په ځینو سیمو کې د امنيتي دلايلو په يادولو د یادو مراسمو د ترسره کیدو ممانعت هم کړی.

دوی په کابل کې د مخابراتي شبکو خدمتونه هم ځنډولي وو،خو رسماً ېې په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده،چې له نننيو مراسمو مخکې په کابل کې په پرله پسې ډول دا څو ورځې پر افغان شیعه ګانو مرګونې چاودنې شوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارې يوناما ويلي، چې په دغو چاودنو کې ۱۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب