کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه
لیکوال: هنري هنډرسن
ژباړه: رحمت شاه فراز
دوولسمه برخه
د کمپیوټري څېړنو لپاره دولتي کومکونه
که یوې خوا ته د معلوماتي عصر مشهورې کیسې د هغو مخترعینو په باره کې دي چې په ګیراجونو کې به یې په یوازې ځان شپې سبا کولې او یا به هغه د راتلونکي تجاران وو چې د پوهنتون د لیلیې په خونو کې به په کار اخته وو، نو بل خوا اکثریت اساسي ټکنالوژي چې د نن ورځې شبکې او کمپیوټرونه پرې رغېدلي دي، د هغو پروژو ثمره ده چې د دولت له خوا تمویل شوې دي.
د ENIAC په نوم سیسټم، چې لومړنی بشپړ برېښنايي، ډیجیټل کمپيوټر وو، د فوځي څېړنیز لابراتوار یوه پروژه وه چې د دوهم نړیوال جنګ په جریان او یو څه وروسته جوړ شو. لومړني کمپیوټرونه هم نظامي او بحري پوځ تمویل کړي او په ګڼو برخو مثلاً د توغندیو په توغولو او د لاس الموس په څېر ملي لابراتوارونو کې کارول شوي دي. په لاس الموس ملي لابراتوار کې هغه مهال هستوي وسلې جوړېدلې (وروسته بیا د اټومي انرژۍ ادارې او د انرژۍ په وزارت کې د نوموړې ادارې فرعي څانګې د کمپیوټرونو په ایجاد کې ورته رول ولوباوه، په تېره بیا د خورا قوي کمپيوټرونو بنیاد يې کېښود.)
د بحري څېړنو ادارې یا ONR بیا د کمپیوټرونو د ارکيټکچر د اساسي تیورۍ او ډیزاین په انکشاف کې رغنده ونډه واخیستله او همدا راز د کمپیوټرپوهنې ګڼ هغه کنفرانسونه یې تمویل کړل چې د یاد علم له ټوکېدو سره يې مرسته وکړه.
سړه جګړه چې پیل شوه، نو د مرستو مخه هغې ټکنالوژۍ ته واوښته چې په پوځ پورې يې اړوند درلود. دا چې کمپیوټرونه د فضايي او وسلوي سیسټمونو او په ځینو نورو برخو کې د مغلقې ټکنالوژۍ د ډیزاین او سمبالښت لپاره مهم وګرځېدل، نو د حیرانۍ وړ به نه وي چې کمپیوټرپوهانو دې د دولتي څېړنو لپاره د تخصیص شویو ډالرو یوه لویه برخه ترلاسه کړې اوسی.
په دې توګه د دولتي سازمانونو او د هغو شرکتونو ترمنځ د همکارۍ او ملاتړ یو پل رامنځته شو چې د کمپیوټري صنعت په جوړولو لګیا وو، مثلاً UNIVAC او په تېره بیا د آی بي ایم په څېر شرکتونه. د Bell AT&T لابراتوار چې د مخابراتي او نیمه هادي ټکنالوژۍ لپاره دولتي ملاتړ ترلاسه کړ، نو په دې اساس هغه څېړنې چې اصلاً د پوځي موخو لپاره تمویل شوې وې، تقریباً پنځه یا لس کاله وروسته ترې د تجارتي محصولاتو نوي نسلونه را وټوکېدل.
سېج (SAGE) یا د اتومات هوايي دفاعي سیسټم پروژه، چې په ۱۹۵۰ کلونو کې پیل شوه، د دفاع وزارت تر ټولو ستره کمپیوټري پروژه وه چې البته ډېر کم بریالیتوب يې په برخه شو. نوموړې پروژه د Whirlwind کمپیوټر په جوړولو پیل شوه، ویرل وینډ هغه لومړنی کمپیوټر وو چې د ملټي ټاسکینګ (ګڼ کاري) او دوامداره او واقعي مهاله (real-time) عملیاتو لپاره ډیزاین شوی وو او د ډیټا د ساتلو لپاره يې له مقناطیسي میموري استفاده کوله. بل خوا د یوزر کنسولونه هم له همدومره ودې او نوښت څخه برخمن وو چې په دې برخه کې د لومړي ځل لپاره د CRT مانیټورونه او ټچ انټرفیسونه رامنځته شول، چې د قلم په استفاده چلېدل.
د دفاع وزارت د تحقیقاتي پروژو اداره یا (DARPA)
د ډارپا بنسټ په ۱۹۵۸ کال کې کېښودل شو. یاده اداره بعضي وختونه د تحقیقاتي پروژو اداره یا ARPA هم بلل کېږي. ډارپا یا ارپا د خپلې معلوماتي ټکنالوژۍ د څانګې په مټ د معلوماتي عصر یو شمېر تر ټولو ارزښتناک ایجادات تمویل کړي او یا يې ونډه پکې لرلې ده، چې په لاندې ډول دي:
- Time-sharing کمپیوټرونه او عامل سیسټمونه (د MIT میک پروژه).
- Packet-switched شبکې یا د نن ورځې انټرنټ (چې لومړی د ARPANET په نوم تطبیق شو)
- NLS، لومړنی hypertext سیسټم.
- د مصنوعي ځیرکتیا موضوعات، مثلاً وینا پېژندنه.
ارپا د مدیریت په طرز کې یوه بې جوړې دولتي اداره وه. د ارپا مدیرانو په دې برخه کې پاموړ خپلواکي لرله چې تر ټولو نوښتګر کمپیوټرپوهان را یو ځای کړي او په ډېره کمه بیوروکراسي کې د ازاد فعالیت اجازه ورکړي.
د علمي تحقیقاتو او کمپیوټرپوهنې تمویل
که څه هم د کمپیوټرپوهنې لپاره د دولتي تمویل تر ټولو زیاته برخه د نظامي څېړنو لپاره وه، خو اکثره نورو دولتي ادارو هم په دې برخه کې مهم رولونه لوبولي دي. د مثال په ډول وانيوار بوش د ملي څېړنو د نوې زېربنا لپاره په نه ستړیا هلې ځلې وکړې او بالاخره د دې زحمتونو ثمره د ملي علومو بنسټ یا NSF په بڼه را وټوکېده. یادې ادارې په ۱۹۶۰مو کلونو کې په کار پیل وکړ او پر دې يې تمرکز درلوده چې کمپیوټرونه د نورو علومو په خدمت کې حاضر کړي، خو ډېر ژر معلومه شوه چې د پوهنتون څېړونکي د دوو شیانو د کمښت له کبله د بې وسۍ په حالت کې دي، یو دا چې کمپیوټرونه يې نه درلودل او بل داسې خلک نه وو چې سافټویرونه ډیزاین کړای شي. په دې حالت کې NSF په مستقیم ډول د پوهنتون لپاره د کمپیوټرونو خریدارۍ او د کمپیوټرپوهنیزو پروګرامونو د جوړونې تمویل ته ملا وتړله. تر ۱۹۷۰مو کلونو پورې NSF د کمپیوټري شبکو تمویل هم په غاړه اخیستی وو تر څو تعلیمي مؤسسې خپلې سرچینې له یو بل سره شریکې کړي. د کمپیوټر پوهنې او نورو مربوطه فعالیتونو لپاره د NSF مالي مرستو له وخت سره پراختیا وموندله او د ۱۹۸۰ کلونو په منځنیو وختونو کې NSF د سوپر کمپیوټرونو ملي مرکز یا NCSA بنسټ کېښود. نوموړي مرکز وروسته ساحوي مراکز رامنځته کړل چې له دې مرکزونو څخه څېړونکو کولی شوی د چټکو شبکو په مټ د سوپر کمپیوټر له ځواک سره ځان وصل کړي.
صنعتي رقابتونه
په ۱۹۸۰ کلونو کې دوو فکتورونو له امریکايي صنعت سره مرسته وکړه چې خپلې تحقیقاتي هڅې سره هم آهنګې او همغږې کړي، لومړی دا چې په دې کلونو کې د امریکې کمپیوټري صنعت له قوي رقابتي ګواښونو سره مخ شو (چې لوی مثال يې جاپان دی) او دوهم فکتور یې دولتي مالي ملاتړ وو. د دې همغږۍ یو مثال SEMATECH ښودلی شو چې په دې هڅه کې د نیمه هادي محصولاتو تولیدي او تحقیقاتي شرکتونه په یو بل کې مدغم شول. (ډارپار هم د VLSI یا [very large-scale integration] سرکټونو په انکشاف کې مهم رول لوبولی دی.)
د دې دور بله هڅه د ستراتیژیکې کمپیوټرپوهنې غورځنګ ښودلی شو. نوموړی غورځنګ هم جاپاني پرمختګونو – د جاپان د پنځم نسل کمپیوټري پروګرام – ته د غبرګون یوه برخه وه. د SCI هدف بیا دا وو چې د مصنوعي ځیرکتیا د سترو پروژو لپاره هارډویر او سافټویر رامنځته کړي، چې د دې پروژو پیل هم په نظامي اړخ تکیه وو، چې مثالونه يې اتومات موټرونه، د پیلوټ لپاره غږیز انټرفیس او د جنګي مدیریت لپاره کارپوه سیسټمونه یادولی شو.
سیاسي لومړیتوبونه که تل د بدلون او بې ثباتۍ په حال کې وي، خو هېڅ داسې دلیل نه لرو چې په دې خبره باور وکړو چې دولتي مرستې به نور په کمپیوټري تحقیقاتو او پرمختګونو کې ارزښتناک رول ونه لوبوي. په دا بل اړخ کې بیا له ټکنالوژۍ څخه د یوه دولت پر استعمالونو به هم تل تاوده بحثونه جاري وي، په تېره بیا د نظامي، استخباراتي او ملي امنیت په څېر ساحو کې.
اضافي لوستونه
1- Defense Advanced Research Projects Agency (DARPA). Available online. URL: http://www.arpa.mil/. Accessed September 22, 2007.
2- National Center for Supercomputing Applications (NCSA). Available online. URL: http://www.ncsa.uiuc.edu/. Accessed September 22, 2007.
3- National Research Council. Funding a Revolution: Government Support for Computing Research. Washington, D.C.: National Academies Press, 1999. Available online. URL: http://www.nap. edu/readingroom /books/far /contents .html. Accessed September 22, 2007.
4- National Science Foundation. “Exploring the Frontiers of Computing.” Available online. URL: http://www.nsf.gov/dir/index.jsp?org=CISE. Accessed September 22, 2007.
5- Redmond, Kent C., and Thomas M. Smith. From Whirlwind to MITRE: The R&D Story of the SAGE Air Defense Computer. Cambridge, Mass.: MIT Press, 2000.
6- Roland, Alex, and Philip Shiman. Strategic Computing: DARPA and the Quest for Machine Intelligence, 1983–1993. Cambridge, Mass.: MIT Press, 2002.