یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکار او ټولنيزو چارو وزارت: تېر کال ۴۳میلیونه افغانۍ عوايد لرو

کار او ټولنيزو چارو وزارت: تېر کال ۴۳میلیونه افغانۍ عوايد لرو

تاند( سې شنبه ، د اسد ۱۸ مه) ‏‏د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت چارواکي وايي،چې د څه باندې ۳۸ زره کاري جوازونو توزېع او د ۴۳ میلیونه افغانۍ عوایدو راټولول، په وروستي یوه کال کې د دوی عمده لاسته راوړنې دي

‏د دغه وزارت د طالب مسئولینو په خبره، د کاري جوازونو توزېع، د روزنتونونو رامنځته کول، په بېلابېلو برخو کې د لسو طرحو چمتو کول، د تفاهم لیکونو لاسلیکول، د حقوقي اسنادو بیاکتنه، یتیمو ماشومانو او بې بضاعته کورنیو ته ‏د خدمتونو وړاندې کول او د فني او حرفوي زده کړو برنامو دایرول، په وروستي یوه کال کې د دغه وزارت له عمده لاسته راوړنو څخه دي.

‏د کار او ټولنیزو چارو وزارت لپاره د طالبانو د کار مرستیال، مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، په یوه خبري کنفرانس کې وویل: د طالبانو د پالېسۍ په رڼا کې د بېوزلۍ او بې کارۍ کمولو او ښو خدمتونو وړاندې کولو په منظور، وروستي یوه کال کې ۳۷۳۲۳ کاري جوازونه کورنیو اتباعو او ‏۱۲۹۷ کاري جوازونه بهرنیو اتباعو ته توزېع شوي او دغه وزارت له بېلابېلو منابعو نه ۴۳ میلیونه او ۴۰۱ زره او ۷۹۰ افغانۍ عواید راټول کړي دي.

‏ښاغلي سعادت زیاته کړه: طالبانو په وروستي یوه کال کې ګڼې ملي او زېربنایي پروژې لکه د قوش تېپې کانال، د سرپل د نفتو او ګازو او د نوي کابل پروژوې افتتاح کړي، چې له دې لارې شاوخوا ۷۰ نه تر ۸۰ زره کسانو ته مساعد کاري فرصتونه برابرېږي.

‏د دغه طالب مقام په خبره، په بېلابېلو برخو کې د لسو طرحو جوړول لکه د سوالګرو د ستونزو حلولو طرحه، د کاري جواز د ورکړې څرنګوالي طرحه، د روږدو کسانو د درملنې طرحه، د فني او حرفوي زده کړو ورکولو طرحه، له سختو کارونو نه د ماشومانو د مخنیوي طرحه، د ‏همکاریو راجلبولو طرحه او د ظرفیت لوړونې طرحه، په وروستي یوه کال کې د دغه وزارت له نورو لاسته راوړنو څخه دي.

‏د راپور له مخې په وروستي یوه کال کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په ټولیز ډول په مرکز او ولایتونو کې د ۴۰ زره او ۴۰۲ ماشومانو او بې بضاعته کورنیو لپاره د مرستو زمینه برابره کړې او دغه راز په مرکز او ولایتونو کې یې له خطر سره د مخ ماشومانو ۸۴۷۲ قضیې څېړلي دي.

‏د ښاغلي سعادت، د وروستي یوه کال پر مهال په مختلفو برخو کې ۸۵۹۷ تنو ته د حرفوي او فني زده کړو زمینه برابره شوې، د ۴۷۸ وړکتونونو له لارې په هېواد کې ۳۵۰۰ ماشومانو ته د ښوونې او روزنې زمینه برابره شوې او دغه راز ۷۵۰۰ یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته اړین خدمات وړاندې شوي دي.

‏د معلوماتو له مخې دغه وزارت د ۱۵ روزنتونونو کار پیل کړی چې له دې جملې په لوګر ولایت کې د یوه روزنتون ودانیزې چارې بشپړې او په نورستان، ډایکنډی، جوزجان او تخار ولایتونو کې د ۴ نورو روزنتونونو ودانیزې چارې به هم ډېر ژر بشپړې شي.

‏د کلني راپور معلوماتو پر بنسټ، د کړنو ښه والي، همکاریو جلبولو او کاري پروسو ساده کولو په موخه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې، مرسي کورپس، نوف انلیس، هاجر او د ‏عدالت څار موسسو سره تفاهم لیکونه لاسلیک کړي او د ۳۷ حقوقي سندونو بیاکتنه یې هم تر سره کړې ده.

‏د راپور پر اساس، ۵۵۰۰ تنو ته د فني زده کړو ورکړه، د څه باندې ۶۰ زره کاري جوازونو صادرول، د حقوقي اسنادو تعدیل او بیاکتنه، د عامه پوهاوي برنامو په لار اچول، خدمتونو ته د یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو او بې بضاعته کورنیو د لاسرسي زمینه برابرول، د ‏بشردوستانه مرستو اسانتیا او د روزنتونونو د جوړولو چارو څارل، په روان کال کې د دغه وزارت له عمده برنامو څخه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب