دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد جمهوريت د سقوط کلیزه؛کرزی: امریکا په بې عزتۍ ووته،خو زه له...

د جمهوريت د سقوط کلیزه؛کرزی: امریکا په بې عزتۍ ووته،خو زه له هېواده وتلی نه شم

تاند( سې شنبه ، د اسد ۱۸ مه) ‏‏په افغانستان کې د جمهوري نظام د سقوط د يو کلن کیدو په درشل کې پخواني ولسمشر حامد کرزي منلې،چې طالبان له هېواده د وتو اجازه نه ورکوي.

‏ کرزي د امریکایي «ان پي ار» راډیو سره په مرکه کې ویلي:« تیر کال اګسټ میاشت کې کابل ته د طالبانو د ننوتو پر مهال د خپل ژوند لپاره ویره درلودله خو په وینا یې دغه ویره یې له طالبانو نه بلکې له بهرنیو کړیو څخه وه.»

پخواني ولسمشر نه دي ويلي،چې له بهرنيو کړيو څخه ېې هدف څوک دي.

نوموړي مخکې د افغانستان پر بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد پريښودو له کبله نیوکې کړې وې او ويلي وو،چې نه باید یې هېواد پريښی وای.

ښاغلي غني پر کابل د طالبانو له واکمنيدو سره د هېواد پريښودو دلیل د بهرنيو کړيو له لوري د نوموړي د وژل کیدو پلان ګڼلی او ويلي وو،چې نه ېې غوښتل بيا د افغانستان یو ولسمشر په بې عزتۍ ووژل شي او په دار شي.

د ښاغلي غني او ښاغلي کرزي دواړو هدف له بهرنيو کړيو په ډېر ګومان پاکستان دی.

پاکستان تورن دی،چې په ۱۹۹۵کې ېې پر کابل د طالبانو له واکمنيدو سره د افغانستان پخوانی او مشهور پاکستان ضد ولسمشر ډاکټر نجيب الله له خپل ورور شاه پور احمدزي سره د طالبانو په همکارۍ په کابل کې په دار وځړاوه.

پخواني‌ ولسمشر‏حامد کرزي دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د جگړې په پای ته رسیدو او امینت په ښه کیدو خوشحاله دی خو زیاته کړې یې ده چې د یوه ټولشموله حکومت جوړیدلو کار لا هم پاتې دی او نجونې لا هم له ښوونځیو منع دي.

‏نوموړي پر امریکا متحده ایالاتو غږ کړی چې په افغانستان کې خپلې تېروتنې سمې کړي، نوموړي ویلي چې امریکا په تیرو ۲۰ کلونو کې ډیرې تیروتنې کړي او له افغانستان څخه هم په ډېرې بې عزتۍ ووتل.

پخواني ولسمشر په عين حال کې منلې،چې د کابل دننه ازاد دی خو نشي کولای بهر ته سفر وکړي.

طالبانو د کرزي او نورو کابل مېشتو سياسي څېرو د نظربندۍ په اړه څه نه دي ويلي.

2 COMMENTS

  1. ښاغلی پخوانی ولسمشره،
    تاسې له ما هوښيار او تجربه کار ياست. ارواښاد ډاکټر نجيب الله ته جمعيت او شورای نظار يا په بله مانا احمد شاه مسعود او برهان الدين رباني اجازه نه، بلکې پاکستان اجازه نه ورکوله. ان تر دې چې د ملګرو ملتونو له ليارې يې ورته اسلام اباد ته د تداوۍ وړانديز کړی وو، خو هند ته يې نه پرېښوولو. اوس هوبه هو هماغه لوبه له تا سره هم د طالب په لاس کيږي. طالبان نه، بلکې پاکستان تا بهر نه پرېږدي.
    له ډاکټر نجيب الله سره يې دا هر څه د مجاهدينو پر مټ وکړل او له تا سره اوس هماغه هوبه هو لوبه د طالب پر مټ کوي. دا ځکه چې تاسې په هند کې زده کړې کړي دي او پاکستان ويريږي چې هند ته ولاړ نه شي او هند يې زموږ پر ضد ونه کاروي.
    خدای مه کړه که د پاکستان وېره زياته شوه، نو په دې کې شک مه ګڼه چې دوی به هوبهو هماغه لوبه چې له ډاکټر نجيب الله سره کړې وه له تا سره هم کوي، خو دومره ده چې پاکستان اوس ډېر د ځان بدنامول نه غواړي او هر کار پوره سنجول شوی کوي.
    په دې صورت کې مو يو وېښته پر ټوله دنيا نه ورکوو، خو ايکاش چې تاسې ټولو د پاکستان او د خليلزاد پر خولو سخته دوکه وخوړه. د جوبايډن هغه خبره خو دې ياده ده چې تاسې ته يې مخامخ په ارګ کړې وه.

  2. سید حقیقت وایی
    ستاخبره ۱۰۰٪ منم چی باکستان داکتر نجیب شهید کړ. دغنی او کرزی سره به ورته لوبه وکړی خو تاریخی بدرنګه, او دروند پیټی به طالبان پرا وږو وړي.
    کرزي بایډن ته وویل چی له افغان ولس سره نه , بلکی له پاکستان سره جګړه وکړي . بایدن کرزی ته ورغبرګه کړه«امریکا ته پاکستان تر افغانستان ډیرمهم دی» کرزي مجلس پریښود. په هغه مجلس کی زما ډیر نژدې ملګری حضور درلود

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب