سه شنبه, اپریل 23, 2024
Home+څه ولولو؟ څنګه یې ولولو؟

څه ولولو؟ څنګه یې ولولو؟

لیکنه: شمس الحق حیران

مولانا رومي بلخي وايي:” داسې کتابونه ولولئ چې نری شمال پکې ولګېږي.” یعنې داسې کتابونه چې هره پاڼه یې لوستونکي ته خوښي، انګېزه او هيلې بښي. پخوا له یوې خوا معلوماتي او پوهنیزې سرچینې محدودې وې او له بلې خوا به د دغو لږو معلوماتي سرچینو د ساتنې لپاره د انسان له حافظې او یادولو پرته کومه بله اغیزناکه وسیله نه وه. انسان اړ و چې هر څه لولي، باید په یادو یې هم زده کړي. تر څو راتلونکي کې ترې د ځان او نورو وګړو د ستونزو د حل په موخه کار واخلي. همدې ټکي د مطالعې سبک او تدریسي میتودولوژۍسختې اغیزمنې کړې وې او ډېری ښوونکو د خپلو زده کوونکو د خلاق ذهن د تاند الوتونکي مارغه پښو ته د زړو معلوماتو لومې هوارې کړې وې. له همدې کبله به میخانیک یا ټکي په ټکي یادوونکو زده کړیالانو د نوښتګرو هغو په پرتله لوړې نومرې اخیستې، مخکښان وو او نوښت به د مایوسۍ په پڅه چاړه حلالېده. خو نوې ټکنالوژۍ د صعنتي انقلاب سربېره، د علمي انقلاب څپې هم راپورته کړې. اوس نړۍ بدله شوې، اوس خلک پوهېدلي چې انساني حافظه یوازې د یادولو ځای نه؛ بلکې د فکر، تحلیل او شننې ځای هم دی. 

نن خلک د اډيسون د زوکړې په کال او ځای پسې نه ګرځي؛ دا ورته مهم دي چې د اډيسون اختراعاتو د بشر کوم درد دوا کړ؟ نن د تفکر او څېړنې پر مهال د انشټین ګډو وډو وېښتو ته د خلکو نه ورپام کېږي، خو هغه بدلون ته ضرور ګوته په غاښ دي چې د انشټين له څېړنو وروسته په نړۍ کې راغی. نننۍ ژوند په حقیقت کې د نړۍ بدلوونکو انسانانو تږی دی. تاریخ اوس د نېټو، نښتو، واک نیونې او یرغلونو پنډوکی نه دی؛ بلکې نننی نسل تاریخ د فکر پېژندنې، بشري پرمختیا، تمدني روایاتو او علمي – ادبي او هنري پرمختیا د شاخصونو په رڼا کې مطالعه کوي. اوسني تاریخ لوستونکي، د واک په نیلي سپور هر شاه او شاهنشاه ته اتل نه وايي؛ نه هغه جګړه ماران واجب الاحترام بولي چې څو لسیزې یې د اولس په اوږو، د تېرو تورو په زور، د نېزو په څوکو او د خپلو خونړیو فتحو په غبار کې د خپلې باچاهۍ جنازه ګرځولې وي. نن ورځ علمي پرمختګ پخوانیو له کاره لوېدلیو نیمګړو معلوماتو ته د انسان اړتیا له منځه وړې ده او بشر د ډېرو هغو تیوریو په هکله لاپرمختللي ماډلونه او نظامونه ایجاد کړي چې پخوانیو پوهانو یې په هکله له ټول منلي دريځ آخوا فکر کول هم ګناه بلل. نن له خرافاتو او بې روحه تیوريو ډک کتابونه د کتابتونونو د الماريو پر ځای د لرګینو بخاریو په تل او ژبغړاندو لمبو کې سوزي. نن انسان ويښ شوی، د “توتم” او “تابو” په زولنو تړلي افکار د خدای د پراخو کایناتو او ښکارندو د راز په لټون پسې سرګردانه دي. 

نن ورځ بشري نړۍ د پخوا په څېر د معلوماتو له تشې نه ځورېږي. د ګوګل په زړه چې هره کرښه راکاږې، په زرګونو ژبو، لکونه مطالب درته ښيي. له همدې کبله اوس د «علم د خزانې» په ساتلو مکلف نه یوو او د پخوا په څېر باید د معلوماتو ساتنې او راتلونکي نسل ته سینه په سینه لېږدولو غم راسره نه وي؛ بلکې موږ ته بویه چې د زاړه ذهنیت له تورې شپې د څېړنه په راڼه میدان ګام کېږدو. د میان خالي معلوماتو پر ځای داسې مطالب ولولو چې ژوند ته مو نوي څه راوبښي، د ذهن پر نړۍ مو د فکر نوې کړکۍ پرانیزي، لید او تنقید ته مو ژورتیا وبښي، د نفس او روحیاتو تنده مو پرې ماته شي، د زړه ګلبڼ کې مو د خوښۍ پر مړاوو ګلونو کې نوې ساه وپوکي، هیلې مو ورسره وغوړېږې، د زیار او مبارزې هوډ ته مو تکیه شي، د فکري بدلون سېک راکړي او د شخصیتي ښکلا پر ګلپاڼو د غرور پرته نازکه پرخه مو د مهربانۍ په نازکو وړانګو اوبه کړي.

خو پام مو وي، چې یوازې د “څه ولولو؟” پوښتنې ځوابول کافي نه دي؛ په دې هم پوهېدل اړین دي چې څه؟ څنګه ولولو؟ په اروپايي او امریکايي پوهنتونونو کې زده کوونکو ته د (Learning how to learn?) یعنې (د دې زده کول چې یو څه، څنګه زده کړو) اړوند مفاهیم او مضامین هم تدریسېږي. خو ډېری آسیاسي او افریقايي هېوادونه بیا د دغو مهارتونو له زده کړې ځان مستغني ګڼي؛ له نیکونو راپاتې کلیشهيي او تکراري زده کړهییزې میتودولوژۍ کاروي. افغانستان هم له همدې ستونزې کړېږي. هر کال یې زرګونه ځوانان او پېغلې د زدکړو له رسمي دورو بشپړولو وروسته، د کار بازار ته وړاندې کېږي؛ خو دا چې د ښوونځي او پوهنځي پر مهال یې ځان د (څه ولولو؟ او څنګه یې ولولو؟) پوښتنو په ځوابولو نه وي پازاب کړی؛ له بده مرغه د دې پر ځای چې د څېړنیزو او پوهنیزو طرحو په برکت د ټولنې له اوږو د شته ستونزو پېټی واخلي، دوی په خپله د بېکارانو په لالهانده قافله ورګډېږي او د ټولنې د اوږو بار ګرځي. 

افغانستان او نورو جګړه ځپلو هېوادونو کې د ټولنې د هرې بلې برخې په څېر د زده کړې او څېړنې میتودولوژۍ هم خوارې دي. موږ ډېر مطالب ځکه په سختۍ لولو/ زده کوو چې لیکوال له موضوع سره سرسري چلن کړی وي. یا یې ځان ترې خلاص کړی وي، یا یې ځان او د اړوند کتاب بنسټیز مفاهیم له لوستونکي څخه د ژوول شوو، ګونګو او درې سوه کلنو پېچلو اصطلاحاتو د غره تر شا پټ کړي وي. یا لیکوال په متن کې هر ځل د څرخ د آرابو په څېر تاوېږي راتاوېږي، خو په هر ځل نوې تاوېدنه کې هماغه زاړه او سولیدلي مفاهیم وړاندې کوي، هېڅ یې د فکر تکراري بڼه او لیکل کېدونکي مطالب بدلون نه مومي. نو فکر وکړئ، چې د کتاب/ مقالې لیکونکی داسې له ځان سره په جنګ وي؛ لوستونکي ته به څه وړاندې کړای شي؟ 

یوه بله ډېره مهمه مسئله دا ده چې په نوره نړۍ کې کتاب لیکنه د (Writer Responsive) او (Reader Responsive) په دوو ډولونو وېشي. یعنې لومړی ډول (Writer Responsive) لیکنې هغه لیکنې دي، چې لیکوال د کتاب محتوا په ډېره ساده او سلیسه ژبه وړاندې کوي، کلمې د جملو او جملې د پارګراف په تار کې پيي او وروسته پارګرافونه د لیکنې محوري موضوع په ساده ژبه شرحه کوي. ګواکي په دې سبک د لیکل شوي کتاب/ مقالې مسئوولیت لیکوال ته ورترغاړې دی او هغه متن په داسې تلوسه پاروونکې بڼه لیکي چې لوستونکی اړ نه وي، څو د متن ټولې پېچلې غوټې په خوله پرانیزي. خو په دویم ډول لیکنه (Reader Responsive) کې له لیکوال څخه (په خودآګاه یا ناخودآګه) توګه متن پېچلی کېږي، کلمات او جملې یې بې روحه کېږي او لوستونکی یې د لوستلو پر مهال د ستړیا احساس کوي. د دا ډول متن له لوستلو وروسته سړی فکر کوي، چې له بشپړ کتاب یې هېڅ نه دي زده کړي او ډېر کله لوستونکی په خپله پوهه او ادراکي وړتیاو بې باوره کېږي. له بده مرغه زموږ په هېواد کې د ښوونځيو تعلیمي نصاب، د پوهنتونونو چپترونه او ډېری نور لیکل کېدونکي تخصصي او د آفاقي مطالعې کتابونه همدا بڼه لري. 

پورتنیو او نورو ستونزو ته په پام سره باید، د لوستونکي په توګه موږ هم د خیر په غونډۍ کېنه نو. د ننني خلاق، ځیرک او زیارکښ نسل په توګه باید هر څه په تدبر، غور او تعمق ولولو. انتقادي تفکر وکاروو، د اغیزناکې مطالعې ستراتیژۍ زده کړو، فعالانه مطالعه وکړو. مطالعې ته د یو داسې فعالیت په سترګه ونه ګورو چې له نورو فعالیتونو او مسئوولیتونو د ځان خلاصونې په موخه لاس پرې پورې کړو. مطالعه په خپله یو لوی او ارزښتناک فعالیت او مسئوولیت دی. دقت، برداشت او سرعت د مطالعې درې ګوني عناصر دي. یوازې په دې باید خوشحال نه شوو چې دا دي په یو ساعت کې مې له ۱۰۰ صفحه ییز کتاب دوړه پورته کړه‎؛ مهمه دا ده چې وپوهېږې، د دغه کتاب/ مطلب یا مقالې له لوستلو وروسته د ژوند او نړۍ په هکله ستا په لیدلوري کې څومره بدلون راغی؟ کوم نوي مهارتونه دې زده کړل؟ په کومو باورونو دې بې باوره شوې؟ کوم پخواني عادتونه به دې له دې وروسته پرېږدې؟ او کوم نوي عادتونه به خپل کړې؟ زموږ ژوند د کمیت نه؛ بلکې د کیفیت په تله تلل کېږي. کتاب هر څوک لولي؛ خو هر کس ښه لوستونکی کېدای نه شي. ښه لوستونکی هر څه نه لولي؛ د ځانګړو معیارونو له مخې د لوستلو لپاره کتاب/ مقاله او مطالب ټاکي، وروسته د لوستلو/ مطالعې اغیزناکه لار انتخابوي او له زده کړو مطالبو څخه د خپل ژوند د بهبود او ښه والي لپاره کار اخلي. په یاد ولرئ، هغه مطالعه بې ګټې ده چې زموږ په ژوند کې د بدلون زېری رانه وړي، ځان پرې ښاد او نړۍ پرې آباده نه کړو. 

په دې هیله چې ښه لوستونکي شوو.

پای

۱۴۰۰ کال د غبرګولي (جوزا) ۵مه نېټه

کابل – افغانستان

1 COMMENT

  1. هغه وروڼه چي غواړی ښې او ګټورې لیکنې وکړی که یو کامنټ وی که یوه مقاله؛ بهتره به دا وی چي
    دا پورتنۍ لیکنه د محترم حیران صاحب په غور او دقت سره ولولی.
    ما مخکی د د.صاحب شینواری د یوی لیکنې په باب لنډه تبصره درلوده چي مقبوله واقع نشوه؛ خو زما مقصد دا وو چي اول ښه لوستل بیا ښه لیکل چي ګران ورور حیران صاحب ورته ښه لار ښوونه
    کړیده او ښه لوستونکی، ښه لیکوال هم کیدی شی او هم ښه محقق او دانشمند ، نو بیا بار د مسئولیت هم ښه وړی شی .
    نو که هر څوک خپل د مسئولیت بار په کورنۍ ،ټولنه او حکومت کی سم یوړی شی او یا سم اداء شی
    نو بیابه موږ څښتن د ښې ټولنې او ښه حکومت شو او د غیر مسئول واجب الاحترام ، صاحب الامتیازات له شر او مصیبت نه ټولنه ، ملت او امت به په امان وی او د عدم اهلیت ټغر به مخ په ټولیدو روان او آدمیت او اهلیت به حاکم شی او ټول غیر مجاز روابط به ځای اهلیت ته سپاری.
    د ګران ورور حیران صاحب د نورو لیکنو په هیله .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب