کلیوال ژوند دی، دېرې ته مېلمانه راځي، د هر چا خپل نظر وي، که هر څه ووايي، یو دلیل به لري.
تر ټولو ستر دلیل به یې دا وي چې زموږ په لېرو پرتو سیمو کې د پوهې او مطالعې سطحه ډېره ټيټه ده.
له هر چا دا تمه نه شي کېدای چې خپلې خبرې ته دې یو علمي دلیل ولري، یا دې پخپلې خبرې هر اورېدونکی قانع کړي.
خو په لویو ښارونو کې بیا حالات، چاپېریال او د پوهې سطحه توپیر کوي، دلته له ډېرو خلکو تمه کېدای شي چې خبره به یې سمه وي، خبره به یې په علمي دلیل ولاړه وي او خپل اورېدونکي ته باید قناعت ورکړي.
په ښارونو کې له داسې ډېرو کسانو سره مخ کېږو، چې په بېلابېلو مساېلو بېلابېل نظرونه راکوي.
د بېلګې په ډول، د ښار په نظم او نظافت به ډېر اوسیدونکي ګرموي، هغه خلک به پړ ګني چې له سرک څخه تېریږي، خو له هوايي پل څخه ګټه نه اخلي.
دا کار پخپل ځای ناسم دی؛ خو آیا دا به سمه وي چې همدا ستا مخاطب کس دې درته په یوه بند ځای کې سګرېټ څکوي او یا دې خبرې درته کوي؟
دا عمل خپله د ټولنیز نزاکت خلاف دی، د روشنګرۍ په یوه لکچر کې مې برخه اخستې وه، لکچر د مثبت فکر په اړه و، د استاد یوه خبره مې په ذهن کې ډېره ښه ناسته چې وېل یې:
« ته که عالم يې، ته که اهل نظر یې، ته که ښه فصیحه ژبه ولرې، ته که د وینا په ټولو اصولو سمبال یې، ته که په یوې موضوع ډېر ښه مالومات وړاندې کوې؛ خو چې له کالو لاندې اغوستی بنیان دې خیرن وي او خلک یې ګوري، نو خبره دې په هېچا تاثیر نه کوي.»
د استاد له خبرې مې دا تاثیر واخست، چې انسان دوه څېزونه لري، یو نظر او بل عمل.
دا دواړه په انساني ژوند کې موجود وي، که یې یو نه وي پر بل اغېزه کوي، که یې یو نه وي د انسان شخصیت او کېدای شي ټول ژوند تر پوښتنې لاندې راشي.
دا دواړه تر ډېره سره تړلي دي او انسان هغه وخت اغېزمن ثابتېدای شي چې پدې دواړه ځانګړنو مشتمل ژوند ولري.
که یو څوک خلک سمې لارې ته رادعوت کوي او خپله په عین حال کې یوه بده ظاهري ځانګړنه ولري، نو پدې مانا شوه چې دا انسان خپله په خپلو خبرو نه پوهېږي، یا یې خپل تر اوسه خپل ځان پدې ندی قانع کړی چې خبره یې سمه ده.
ډېر ملګري داسې شته چې هڅه کوي خپل (نظر) په تا تحمیل کړي، خو که یې عملي ژوند او شخصیت ولولې نو له خپل نظر سره به قطعاً خلاف مسیر ولري.
په صحابه کرامو کې د تبلیغ د بریا یو مهم لامل دا و، چې مخاطب ته به یې د خپل نظر بېلګې پخپل عملي ژوند کې ښودله، یا دا چې دوی به اول د یوه نظر په ښه والي خپله قانع شوي، نو وروسته به یې هڅه کوله چې نور خلک ورته راوبلي.
پدې برخې که څه هم ډېر کار شوی او حتې تر متلونو پورې ډېر څه پرې لرو، خو زه یې د ټولنیز ژوند له اړخه وایم.
که په یو چا نیوکه کوو چې ولې داسې کوي یا یې نه کوي؟ نو مخکې یې پکار ده یاده پوښتنه له خپل ځان نه مطرح کړو، چې زه یې ولې کوم یا یې نه کوم؟
که د خپلو افکارو لږه عملي برخه پخپل ژوند کې ولرو، دا به پدې مانا وي چې خپله هم له خپلو افکارو سره موافق یو او یوه اندازه هغه مو عملي کړي چې موږ یې په ارزښت ځان قانع کړی دی.
بیا به نورو خلکو ته په دریغه خپل نظر ویلی شو، او د نظر تر څنګ به یې د ښه قانع کولو لپاره پخپل وجود او عملي ژوند کې د ترسره کولو ګټې هم ور په ګوته کولی شو.
که داسې ونکړو، نو دا حقیقت باید ومنو، موږ پردې نه یو توانیدلي چې خپل ځان پخپلو افکارو قانع کړو او که ځان نشو قانع کولی، بل به مو څنګه ومني؟!