یکشنبه, مې 19, 2024
Home+په ننګرهار کې د فضل ولي ناګار په وياړ مشاعره

په ننګرهار کې د فضل ولي ناګار په وياړ مشاعره

راپور: عادله ستانکزۍ (دوشنبه، د ثور17 مه) د بټي کوټ ولسوالۍ د ځوانانو شورا د بټي کوټ تر سرليک لاندې په مشاعره کې د هيواد کې نامتو اديب، شاعر پوهاند استاد فضل ولي ناګار ته ځانګړې کړه. په دې مشاعره کې د لر او بر شاعرانو، ليکوالانو او فرهنګپالو ګډون کړی وو.

په مشاعره کې د ادب ګڼو مينوالو، ولسي مشرانو او ځوانانو ګډون درلود چې خپلې تندې يې د شعرونو په زمزمو او اوريدو خړوبې کړې.

ياده غونډه د ادبپالانو او ولس له خوا وستايل شوه او په دې خوښي څرګنده شوه چې ځوانان په يو ټغر راټوليږي، تر څنګ يې له ځوانانو او د ادب له مينوالو هم مننه وشوه چې د هيواد د هستيو او د قدر وړشخصيتونو په ژوندون قدر کوي او هغوى هم د ولس مينه او درناوی په سترګو ويني.

دوی په راتلونکي کې هم د داسې غونډو او مشاعرو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

(زنداني) عزت الله ځواب ته هم بلنه وکړل شوې وه چې په مشاعره کې ګډون وکړي.

د بټې کوټ ځوانانو له چارواکو څخه هيله وکړه چې ښاغلی ځواب دې له بنده خوشي کړي.

په پاى کې پوهاند ناګار ته شمله ورپه سر کړل شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب