Homeخبرونهبرېښنا شرکت: خپل ټول پورونه مو ادا کړل

برېښنا شرکت: خپل ټول پورونه مو ادا کړل

تاند (۴ شنبه، د ثور ۱۹ مه) د افغانستان د برېښنا شرکت لپاره د طالبانو چارواکو ویلي، چې په تېر یوه کال کې له ګاونډیو هېوادونو د وارداتي برېښنا او د برېښنا تولید داخلي شرکتونو ته د برېښنا د پېر له درکه ټول پورونه ورکړي دي.

د یاد شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: ازبکستان ته ۱۰۵.۳ میلیونه، تاجیکستان ته ۷۱.۲ میلیونه، ترکمنستان ته ۶۴.۲ میلیونه او ایران ته ۴۸.۱ میلیونه امریکايي ډالر، دغه راز د برېښنا تولید داخلي شرکتونو ته ۳۶.۵ میلیونه امریکايي ډالر ورکړل شوي دي.

د نوموړي په خبره، تېر کال کې د ۳ میلیارده ۳۴۱میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا د ۱۰۴ پروژو تړونونه لاسلیک شوي، د یو میلیارد او ۱۷۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اجناسو ۲۶ پروژې او د ۶۵.۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۹ ساختماني پروژې پلې شوې دي.

د برېښنا شرکت د عملیاتي چارو رئیس عبدالرحمن رحماني د کابل ولایت د تره خېلو د ۴۰ میګاواټو په ظرفیت او د ننګرهار ولایت حصار شاهي د ۴۰ میګاواټو په ظرفیت د سولري برېښنا تولید طرحې وروستي کول، په کندهار کې د سولري برېښنا ۸۰ میګاواټه په ظرفیت د دستګاه جوړولو، هرات کې د بادي برېښنا ۲۰۰ میګاواټه دستګاه جوړولو، بغلان کې د ‌ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید دستګاه جوړولو، هرات، پنجشېر، کونړ او بادغیس ولایتونو کې د نیمه کاره پروژو بشپړولو ته د پانګوالو لیوالتیا، د یاد شرکت له نورې مهمې لاسته راوړنې وبللې.

د برېښنا شرکت چارواکو همدارنګه ویلي، چې له یو شمېر پخوانيو زوراکو او سیاسیونو څخه چې د دغه شرکت پوروړي وو کابو ۱۸۶ میلیونه افغانۍ راټولې کړي او د پاتي پورونو د راټولولو په موخه طرحه جوړه شوې، چې د طالبانو د عمومي مشر له کتنې او تائید وروسته به یې په اړه پرېکړه وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...