یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد پراختیایي او بشري معاونیت موسسه ۲ زلزله ځپلو ته کورونه جوړوي

د پراختیایي او بشري معاونیت موسسه ۲ زلزله ځپلو ته کورونه جوړوي

تاند( يکشنبه ، د اسد ۱۶ مه) ‏‏د‌ طالبانو د واکمنۍ چارواکي وايي، چې يوې موسسې د پکتیکا ۲زره زلزله ځپلو ته د کور جوړولو وعده ورسره کړې ده.

د طالبانو د اعلاميې له مخې، مولوي شرف الدین مسلم پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دوی د وزارت مرستیال نن د افغانستان لپاره د پراختیایي او بشري معاونیت موسسې (AHDAA) مسوول له سید شفیق الطاف سره د زلزله ځپلو لپاره د کورونو جوړولو په اړه لیدنه او خبرې کړي دي.

په دې ليدنه کې مولوي شرف الدین مسلم ویلي: ګیان، برمل، سپیرې او ژورکې ولسوالیو ته د کورونو د بیا رغونې د څېړنې په پار د ویجاړ شویو کورونو د سروې ټیمونه او د انجنیرانو تخنیکي ټیم لېږل شوي او د زلزلې پېژندنې تخنیکي ټیم له نظریاتو څخه وروسته به په ګیان ولسوالۍ کې د بیا رغونې چارو اجازه ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه چې په برمل، سپیرې او ژورکې ولسوالیو کې موسسو د بیا رغونې چارې پیل کړي او دغه لړۍ روانه ده.

خبرپاڼه د یادې موسسې د مسوول له قوله ويلي:« موږ په پام کې لرو ترڅو په پکتیکا او خوست کې د وروستۍ زلزلې ځپلو لپاره ۲۰۰۰ کورونه د ۱۲،۸۰۰،۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت ورغوو.»

سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

پرون د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نړيوال اتل راشد خان هم د پکتيکا ۲۵ زلزله ځپلو ته د کورونو د جوړولو اعلان وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب