Homeخبرونهد پکتیکا له زلزله ځپلیو سره د بحرین یو میلیون ډالري مرسته

د پکتیکا له زلزله ځپلیو سره د بحرین یو میلیون ډالري مرسته

د بحرین سلطنتي بشري بنسټ افغان زلزله ځپلیو ته د مرستې لپاره د ملګروملتو د کډوالو له لویې کمیشنرۍ سره موافقه لاسلیک کړه.

أه دې موافقې سره سم، بحرین د کډوالو لویې کمیشنرۍ ته یو میلیون ډالره ورکوي چې د پکتیکا زلزله ځپلیو ته پرې مرستې ورسوي.

د جون په ۲۲ مه په پکتیکا او خوست ولایتونو کې شدیدې زلزلې تر زرو ډېر افغانان مړه او لږترلږه ۳ زره نور ټپیان کړل.

د کډوالو لویې کمیشنرۍ د بحرین د مرستې هرکلی کړی  او ویلي یې دي چې په دې پیسو به د پکتیکا د ګیانې او برمل او د خوست د سپېرې ولسوالۍ له بې کوره شویو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي.

د بحرین د سلطنتي بشري بنسټ مشر ډاکتر مصطفی السید هم ویلي چې دا مالي مرسته په ټوله نړۍ کې د سلطنتي بشري بنسټ د هڅو په دوام کې کیږي.

افغانستان چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له اقتصادي بحران سره مخامخ شوی، وروستیو زلزلو او سیلونو یې ستنزې لا ډېرې کړي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې د دوی د معلوماتو په اساس ۲۴ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...