سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / راپور (۱۲) راپور / ګلالۍ مومند

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / راپور (۱۲) راپور / ګلالۍ مومند

ځای: انلان

نېټه: د اګست ۱۳ کال ۲۰۲۳

وخت: د ۵:۳۰ تر ۷:۳۰ بجو

د غونډې وړاندې کونکې: سهیلا کامران

راپور لیکونکې: ګلالۍ مومند

د ګډون کونکو شمېر: ۲۲

د غونډې په لومړۍ برخه کې پر دې بحث وشو چې څرنګه د بهیر فعالیتونه لا ښه کولی او څرنګه ټولې بهیروالې فعال ګډون او فعالیت ته هڅولی شو. فیصله دا وشوه چې بهیروالې به د دې موضوع په هکله خپل نظرونه او وړاندیزونه ولیکي.

دوېمه برخه د ملالې کلیوالې د نظم کره کتنه وه چې په خپل ښکلي غږ او خاص طرز سره یې دکلمه کړ. د غونډې ګډونوالو وستایله او مننه یې ترې وکړه چې خپل نظم یې کره کتنې ته وړاندې کړی او ځینو بهیروالو په ترتیب سره د نظم په اړه خپل نقد او نظر شریک کړ.

نظم

شرانه د غره له څوکې رابهېږي

ته وا ستا د مخ شغلې دي چې ځلیږي

او زما له سترګو ورو ورو فنا کیږي

مازدیګره څنګه یخ شمال لګېږي

لکه ونه زېړ خزان وهلې پاڼې

چې رپیږي او وچیږي را غورځیږي

زما ژوند دی چې همداسې تصویریږي

وا زیړیه مازدیګره څه چل کېږي؟

چې د زړه درد مې لا نور پسې زیاتیږي

د چا ستر ګې دي چې سترګو ته مې کیږي

او د زړه درزا مې سات په سات ډېریږي

دچا یاد دی چې له زړه مې چاپیریږي

له ژړا سره مې دوه شهبازې سترګې

څاڅکې څاڅکې لکه شګه راشړېږي

مازدیګره د تندي خال مې ورانېږي

دلته تاندې تاندې هیلې مړاوې کېږي

او د زړه دنیا د هر سړي ورانیږي

راځه لاړ شو د نفرت له ښاره لرې

داسې ځای ته چې د ژوند ډېوې بلیږي

په کېږدۍ کې اوېزاند لاټېن ځلېږي

د سهار پرخې مې دواړه مخه ښکل کړي

په تندې باندې مې تور پیکی رپیږي

لکه تور پیکی د شوخې مستې پېغلې

مړوندو باندې مې شنه بنګړي شرنګیږي

او خبرې مو د جګو غرو سرو ته

د چنار لېونو څانګو کې مستېږي

او د زړه په سور پالنګ کې تنکۍ هیلې

د کبۍ په شان نڅېږې او غوټېږي

 

کره کتنه:

شفیقه خپلواک

له ملالې کلیوالې یې مننه وکړه چې خپل نظم یې کره کتنې ته وړاندې کړ. د ملالې نظم ډېر ښایسته تصویرونه لري. داسې تصویرونه چې هم یې درباندې ویني او هم یې درباندې احساسوي، یو څه درته لکه په ژوندۍ بڼه ترسیموي. د کلماتو انتخاب ځینې ځای کې ډیر ښایسته راغلی. یو څو خبرې د نظم په اړه شته او هڅه به وکړم چې په سمه توګه یې ورسولې شم.

 لومړۍ خبره دا ده، کله چې موږ یو نظم لیکو ډېره مهمه ده چې یو واحد تاثر ولري او تصویرونه او موضوعات د یو بل سره ارتباط ولري. د شاعرې لاس ازاد دی چې هر وخت یادوي، ژمی یادوي، منی یادوي او که پسرلی یادوي، لیکن دغه ټول فصلونه باید بیرته په یو ډول سره ونښلوي چې بېرته یوه واحده موضوع ترسیم کړل شي. د غزل او نظم یو لوی توپیر همدغه دي چې غزل کې په هر بیت کې جلا جلا خبرې کولی شې.

لکه درویش دراني چې وایي:

ما د یار  دغه غوښتـــــنه هم پـوره کړه

نه یی نوم اخلم او نــــــه ورپســې ژاړم

چی تر څو مې وی دا زړه نو یادوم یی

چی تر څو لرم لیمــــــــه ورپسې ژاړم

په دغه غزل کې شاعر خپلواک دی. په نظم کې بیتونه داسې وي لکه د یو واحد ځنځیر کړۍ کړۍ چې وي. د ملالې په نظم کې ما په اسانه هغه واحد تاثر چې یو نظم یې لري، پیدا نه کړ. دا نظم د یو عالي طبیعي تصویر نه پیل کیږي. ما یې په لوستلو ځان د غره مخې ته ولاړ احساس کړ. مازدیګر ده، منی ده او د ونو پاڼې رپیږي، یا زړه مې خوږیږي او مازدیګر سره ربط لري خو بیرته چې ځي “راځه لاړ شو د نفرت له ښاره لرې” دلته زه حیرانه شومه چې ښار ته تګ یو دم راځي. بې له دې چې مخکې یې د ښار په اړه یو څه ترسیم کړې وي، د ښار یادونه شوې ده. په عموم کې يا د اصولو په حساب ډیره مهمه ده چې په نظم کې یو تاثر واوسي.

بله خبره مثلا:

په تندې باندې مې تور پیکی رپیږي

لکه تور پیکی د شوخې مستې پېغلې

 

زما په فکر که په پورتني بیتونو کې دوه وارې د تورپیکی تکرار که نه و شوی، زیات به ښه و. ځکه دواړه یې یوه خبره ده.

یا :

او د زړه په سور پالنګ کې تنکۍ هیلې

د کبۍ په شان نڅېږې او غوټېږي

دا ښکلی تصویر دی او د کبۍ کلمه مې هم د خوښې کلمه ده. زړه مې کېږي یو مکمل شعر یواځې کبۍ ته ولیکم. خو کبۍ هېڅ کله په پالنګ نه نڅیږي. پالنګ کټ دي او کبۍ په اوبو کې وي. دلته تصویر او کلمه ربط سره نه لري. ممکن که داسې ویل شوي وی چې د زړه په دریاب کې یا د زړه په سمندر کې هیلې مې د کبۍ غوندې نڅیدلې، دا به زیات منطقي او ښکلی راغلی وی.

په کېږدۍ کې اوېزاند لاټېن ځلېږي

د سهار پرخې مې دواړه مخه ښکل کړي

له ژړا سره مې دوه شهبازې سترګې

څاڅکې څاڅکې لکه شګه راشړېږي

دغه تصویر زما ډیر خوښ شو او دا چې د چنار لیونیو څانګو سره خبرې کیږي، دا ډیر ښکلی تصویر دی. څانګو ته د لېونیو خطاب کول چې باد وي او هم چې لېونۍ وي په دې مانا چې تیز باد دی او ښوروي یې. دغه ډیر ښایسته تصویر راغلی دی چې د جګو غرو سرو ته به هم زموږ خبرې باد وړي او د چنار څانګې هم مستې لېونۍ شوی دي.

نرګس سهاک

ملالې ته یې مبارکي ورکړه چې ښکلی نظم یې لیکلی او د دکلمې ستاینه یې وکړه.  په نظم کې د تصویرونه سلسله ډېره ښه وه. په عموم کې د خبرو، کلمو او پیغام سلسله ډیره کاریږي خو د تصویرونه سلسله کمه وي. دا چې یو نظم په برخه برخه کې تصویرونه وړاندې کوي، دا ښکلې ځانګړنه ده چې که حتا په یو نظم کې یوه بې خونده کلمه هم کارول شوي وي، دغه تصورونه یې په خپله ښکلا راڅرګندوي. لکه د لومړۍ برخې تصویر د غره د څوکې نه پیل کیږي، بالاخره هغه د اسمان د وجود، د مخ شغلو سره تشبې کېږي. د دې لپاره چې لومړی انځور واضح شي علت یې هم یاد شوی دی.

بله دا چې “مازدیګره څنګه یخ شمال لږیږي” زه فکر کومه د بې ځانه یا بې ساه موجود مخاطب کول او خبرې ورسره کول، دا ډېره شاعرانه خبره ده. چې ته د انسانانو نه لرې یې یا د ټولو موجوداتو نه لرې، د داسې یو څه سره خبرې غواړې وکړې چې هغه په ظاهر کې د خبرو جوګه نه وي، خو ته په خپل هنر باندې د هغو سره خبرې کوې.

 په دغه نظم کې د تشبې برخه عالي ده. لکه شهبازې سترګې. موږ سترګو ته ډیر تشبېهات لرو خو شهبازې سترګې ما ډیر نه دي لوستلي.  لکه څاڅکي څاڅکي شګه راشړیږي، دلته ژړا څومره ښکلې د شګو سره تشبې شوې ده، مانا زما سترګې په ژړا کې دې حد ته راغلې دي. د همدې حالت د بیان لپاره د تندي خال ورانیدل، د هیلو مړاوې کیدل، د زړه د دنیا نه د انسانانو تلل او ورانیدل، دا ټول یواځې د همدغه یوې خبرې لپاره بیان شوی دي.

په پای کې دا خپل نظم ته یو ډول نتیجه ورکوي چې څه کول په کار دي. اکثره وخت خبرې ډېرې کېږي خو عملا حل لاره له ځان سره نه لري. د ملالې وړاندېز په دغه نظم کې دا دي چې:

راځه لاړ شو د نفرت له ښاره لرې

داسې ځای ته چې د ژوند ډېوې بلیږي

لکه د نفرت ښارونه دومره بدرنګه دي چې هلته د ژوند ډیوې اصلا شتون نه لري. د نفرت په تیارو کې ډوب دي او ژوند ته یې خیال نشته.

په کېږدۍ کې اوېزاند لاټېن ځلېږي

د سهار پرخې مې دواړه مخه ښکل کړي

دا بیتونه ډیر ښکلي او هنري تصویرونه وړاندې کوي او نظم په کرار کرار پای ته رسوي، دغه تسلسل مې ډېر خوښ شو.

او د زړه په سور پالنګ کې تنکۍ هیلې

د کبۍ په شان نڅېږې او غوټېږي

لکه زما په زړه کې هیلې د همدې کبۍ په شان نڅېږي، د ژوند لپاره هیلې مې خپل اوج ته رسیدلي او هم دومره شور لري.

هیله پسرلی

په دې نظم کې “مازدیګر” د لوستونکو په ذهن کې زمان ډېر روښانه انځوروي. د مازدیګر بل کمال دا دی چې زموږ د فولکلور او ولسي باورونو له برکته په یو سیمبولیک زمان بدل شوی دی چې فکر او تخیل پاروي. ځینې ځایونه، ځینې وختونه، ځینې اعداد، ځینې شیان د بیا بیا تکرار له وجهې په ځان کې ډېرې کیسې او معناوې لري په مازدیګر کې هم همدا کمال شته.

په نظم کې د “شرانه” کلمه زما لپاره ډېره نااشنا وه که کومه لهجوي کلمه وي ښه ده چې مانا یې د شعر په پای کې ولیکل شي او که داسې نه وي بیا نو باید په شعر کې اصلي او دقیقه کلمه استعمال شي.

په دې نظم کې په ټوله کې مکان روښانه انځور شوی دی مخصوصا د کېږدۍ انځور. نظم په نهایت کې یوه کیسه ده او یو واحد تاثر دی، که څه هم د دې نظم د زمان او مکان له تصویرونو مې ډېر خوند واخیست خو په کیسې یې پوهه نه شوم. په دې نظم کې د احساساتو تیز بدلون له خوشحالي خپګان ته، له مایوسي هیلې ته واحد تاثر کمزوری کړی دی.

په نظم کې یو ځای لولو “چې رپیږي او وچیږي را غورځیږي” دا کلمات څنک په څنک ښایست زېږوي او خوندوره موسیقي جوړوي.

په نظم کې لولو چې “څاڅکې څاڅکې لکه شګه راشړېږي” شګه څاڅکي څاڅکي نه بلکې دانه دانه راشړېږي. البته ممکن څاڅکي څاڅکي شړیدل به شاید د شعر د ژبې د نااشنا کېدو په خاطر لیکل شوې وي.

په دې شعر کې د سړي کلمه کارول شوې ده خوشحال خان بابا په خپله لویه شاعري کې څو ځایه د سړۍ کلیمه کارولې ده چې په پښتو کې ډېره روانه او ښه هم راځي کاش د بابا په تقلید شاعران مخصوصا ښځینه شاعرانې دا کلیمه په خپلو شعرونو کې وکاروي.

دا نظم چې مې لوست داسې احساس مې وکړ لکه کلی چې د ملالې جانې ذهن او زړه ته نږدې انځور وي. فکر کوم د هغو شیانو په هکله شاعري چې زموږ زړه ته نږدې وي په شعر کې صداقت زیاتولی او لوستونکی دغه صداقت احساسولی شي.

ځلا نور

د ملالې کلیوالې نوم همدا بیانوي چې د کلیوال ژوند سره بلده ده او همدا تصویر د دې په نظم کې په لا ښه توګه لیدلی شو. زه فکر کومه چې دا په خپل نظم کې د میین یا یار تمه کوي یا هغه د یو غر سره تشبې کوي. کوم کس چې له دې نه نفرت کوي. ځکه د دې سترګې ورپسې شړیږي او ځکه د پاڼو غوندې راغورځیږي او په اخر کې د دې غوښتنه دا ده چې راځه لاړ شو د نفرت له ښاره لرې. بیا یو ښکلی ژوند انځوروي چې د ژوند ډیوې به بلېږي او په کېږدۍ کې به اوېزان لاټېن ځلېږي. د دې نظم یو کمال دا دی چې انځورونه یې عالي دي او لوستونکي هماغه صحنې ته بېولی شي.

 پیغام یې ډېر زیات دقیق شوی نه دی. لکه څنګه چې شفیقې جانې او هیله جانې هم د دې یادونه وکړله. زما په فکر لکه څنګه چې د تور پیکي یاد زیات شوی دی، همداسې د چنار یادونه هم په تکرار سره شوې ده. که د چنار پر ځای د کومې بلې ونې یادونه شوې وای لا به ښه تشبې شوې وه ځکه چې چنار یو ډول کلیشه شوی دی.

” د زړه دنیا د هر سړی ورانېږي” ښځینه شاعرانو ته د شعر لیکل یو څه سخت وي ځکه چې خپل غږ په ازاده توګه نه شي رسولی او د نورو نارینه شاعرانو د تاثر کلمات یې په لیکنو کې ځای لري. په دغه بیت کې ولې سړی یاد شوی دی؟ د زړه دنیا خو ستا ورانه ده. که په دغه بیت کې د سړي پر ځای د هر چا کلمه کارول شوې وی نو لا به ښه و.

نعیمه غني:

‎ نقد کول یو ښه فرصت چې د خپل کار په اړه زده کړه وکړو، په نواقصو او ښیګڼو یې پوه شو او ګټه ترې پورته کړو. زما په فکر شعر تر ډیره حده یو قافیه داره نظم دی چې یو یا دوه ځایه یې قافیه نه ده مراعات شوې. لکه دغه بیت چې “راځه لاړ شو د نفرت له ښاره لرې” که دلته دغه بیت پسې راغلی وی چې “د زړه دنیا د هر سړي ورانیږي” نو نظم به د قافې له نظره بهتره شوی وی. په ټوله کې بیا هم قافیه داره نظم دی او د نظم ښکلا هم په قافیو راجوړ دي. لکه دغه کلمات ځلېږي، بلیږي، غورځېږي، رژېږي، رپېږي چاپېرږي او غوټېږي ډیر ښکلې په کې ځای شوی دي.

 دوستانو وویل چې دغه نظم درې برخې لري او دا چې تصویر یا تاثر نه دی واضح شوی. زه وایم چې دا نظم څلور برخې لري. لومړۍ برخه یې دا ده چې “شرانه د غره له څوکې رابهېږي”. د شرانه کلمې ته هیله جانې اشاره وکړله، دغه کلمه زما لپاره هم نوې ده. خدای دې وکړي چې لهجوي کلمه وي او موږ سره ثبت پاتې شي.

” ته وا ستا د مخ شغلې دي چې ځلیږي” او “زما له سترګو ورو ورو فنا کیږي“ مطلب دا چې دغه ابشار یا اوبه چې د غره له څوکې رابهېږی، ماته داسې ښکاري لکه ستا مخ او دا زما له سترګو فنا کېږي. دلته یو مخاطب ته خطاب دی.  لکه ته چې له مانه فنا کېږې همدغسې دغه صحنه هم له دې فنا کېږي. وروسته بیا ټول نظم هم د همدغې ګیلمن حالت دوام دی. د مازدیګر مخاطب کول دوه ځایه راغلی دی او دا زما ډیر خوښ شو. لکه څنګه چې ټولو وویل مازدیګر ډیر زیات زموږ په ادبیاتو کې کاریدلې کلمه ده او د مازدیګر د افغانستان جغرافیایي جوړښت له نظر ډیر ښکلی وي. زه دلته په بهر کې مازدیګر هغسې نه شم احساس کولی لکه څرنګه چې مې په وطن کې حس کوو.

وایي:

‎مازدیګره څنګه یخ شمال لګېږي

‎لکه ونه زېړ خزان وهلې پاڼې

‎چې رپیږي او وچیږي را غورځیږي

‎زما ژوند دی چې همداسې تصویریږي

‎وا زیړیه مازدیګره څه چل کېږي؟

‎د شرانه د بیت نه وروسته چې د ځای ښکلا یې انځور کړې ده، نور ټول هغه څه دي چې دا یې ګېله کوي.

‎چې د زړه درد مې لا نور پسې زیاتیږي

‎د چا ستر ګې دي چې سترګو ته مې کیږي

‎او د زړه درزا مې سات په سات ډېریږي

‎دچا یاد دی چې له زړه مې چاپیریږي

‎له ژړا سره مې دوه شهبازې سترګې

‎څاڅکې څاڅکې لکه شګه راشړېږي

‎مازدیګره د تندي خال مې ورانېږي

‎ دلته تاندې تاندې هیلې مړاوې کېږي

‎او د زړه دنیا د هر سړي ورانیږي

‎ګورئ کله چې تاسو یو ځای کې د شګو بند وتړئ، په دغه ځای چې اوبه زیاتې راشي نو هغه شګې راشړیږي.

‎دغه خبره دلته په نظم کې ډیر ښکلی تصویر جوړوي. په دغه نظم کې تر اخره یو ډول وحدت ساتل شوی دی. ځکه چې دا وایي چې هر څه خراب دي او حالت خرابې خواته ځي، زه خفه کېږمه او حال مې ورځ په ورځ خرابېږي او دلته د هر سړی د زړه دنیا، یعنې یواځې زه نه یمه، دغه سېمه، دغه منطقه او ښار دلته د هر چا د زړه سره همداسې چل کېږي. دلته د سړي نه د هر انسان مراد دی. البته که دغلته د هر سړی پر ځای د هر انسان کلمه کارول شوې وای نو هدف به نور هم ښه واضح وو.

زړه مې د کبۍ په شان نڅیږي، دلته یې منظور د زړه د درزا یا ټوپونو نه دي چې لکه کبۍ دغسې حالت لري. زما په فکر چې د نظم په پیل کې په دوېم بیت کې مخاطب ښوول شوی خو دومره واضح شوی نه دی نو ځکه خلک په دې فکر کې لوېږي چې مخاطب مازدیګر دی که یو کس دی. که په همدغه لومړیو دوو بیتونو کې په مخاطب لږ کار شوی وی نو د نظم تسلسل به لا ښه راغلی وی. د دغه نظم د لوستلو نه داسې اخیستنه کیږي لکه دا چې له یو چا بېله شوې ده او نور ټول نظم همدغه حالت بیانوي. ملالې ته مبارکي وایم او لا نورې بریاوې ورته غواړم.

عابده سپوږمۍ :

ملالې ته مبارکي وایم چې ښکلی نظم یې لیکلی او ډیر ښکلی یې دکلمه کړ. د ټولو دوستانو نظریات ډیر عالي وو. ما خپله هم ستاستو د نظریاتو په اوریدلو سره نور ډیر څه هم په دغه نظم کې پیدا کړل. ما چې کوم فکر له دغه نظمه واخیست هغه د یو واحد فکر شتون دی. شاعره په لومړي بند کې په طبعیت کې ده، د طبعیت ښکلا ستایي او وروسته دا په خپل فکر کې ښار ته ځي. ځکه چې خیال یې په ښار کې دی. شاعره غواړي لوستونکو ته دا پیغام ورسوي چې په دغه ښار کې نفرت دی او کومې ښکلاوې چې په کلیوال ژوند کې دي، هغه په ښار کې نشته. نو هڅه کوي چې له دغه ژونده د خپل معشوق سره راوتښتي او د کليوال ژوند چې له ښاره ډیر ریښتنی او رنګین دی، میشت شي. زه فکر کوم چې لیکواله پخپله په کلي کې ده او خیال یې په ښار کې دی. په دغه شعر کې د یوې میینې نجلۍ احساسات ډیر لوړ دي او د تشبېهاتو په اړه دوستانو خبرې وکړلې، ریښتیا هم ښکلې تشبېهات کارول شوی دي. لکه څنګه چې وویل شول، زه هم د دې خبرې سره همنظره یمه، زما په فکر هم چې په دغه نظم کې ځینې ځایونو کې تکراري او کلیشه یي کلمات هم کارول شوی دي.

د کره کتنې په پاې کې ملالې کلیوالې ځینو پوښتونو او خبرو ته له خپل اړخه داسې وویل:

ملاله کلیواله

له خوږ خبرو او عالي نقد نه مو ډېره زیاته مننه کوم. ځینې خبرې چې تاسو ته ګونګې وې، هڅه به وکړم چې روښانه یې کړم او خپل فکر به هم وړاندې کړم چې زه د خپلې شاعرۍ په اړه څه فکر لرمه . زما شاعري زما د خیال فکر او عواطفو نه د  زېږیدلي کیفیت تصویر دی.

 شفیقې جانې وویل چې په دغه نظم کې مطلب یو څه ګونګ دی. لکه څنګه “ته اول کلي کې وې او بیا وروسته یو دم ښار ته تللې یې”  نه پوهېږمه ولې دغه تصویر څنګه چې باید وړاندې شوی وی، نه دی وړاندې شوی او ګونګ راغلی. په هر صورت زما په فکر د شعر فضا سل سلنه د بیدارۍ په منطق نه برابریږي د خوب غوندې له ابهام او ګونګوالي ډکه وي.

کومه عاطفه چې زه حس کوم او تر شاه یې ژور انساني دردونه او فکرونه وي په هماغه ډول یې د خلکو مخته ږدم څنګه چې ما حس کړي وي. البته د تشبې په مټ لیدلي د حس وړ شیان په ذهن او نا تجربه شوي تصویرونو باید بدل نشي. لکه ځینې شعرونه چې لیکل کیږي د تشبې په مټ د حس وړ شیان په نا تجربه شوي تصویرونو بدلوي او وړاندې کوي یې چې دا خپله شعر پيکه کوي.

نو د شرانې کلمه شرشرې ته ویل کیږي. شرانه د ابشار په مانا هم ده، داسې نورې کلمې هم ورته لرو. هیله جانې وویل چې په یوه بیت کې د سړی کلمه ولې کارول شوې ده؟ زما هدف همدغه د سړی نه د ټولو انسانانو دی، لکه خوشحال خان اکثره وخت ټولو خلکو ته د سړی یا د بنی ادمانو خطاب کړی ده. شفیقې جانې وویل چې لکه تور پیکی د شوخې مستې پېغلې په بیت کې د پیکی تکرار اضافه ښکاري. دلته ما هڅه کړې چې واضع کړمه چې د یوې شوخې پیغلې پیکی هم په هماغسې شوخ انداز په تندي خور پروت وي او خوشحاله ښکاري.

 دوستانو دا پوښتنه هم وکړه چې دا شعر یا نظم ما چیرته لیکلې ده. داسې درې کاله وړاندې، زه لا محصله وم چې ما دا نظم ولیکلو. زه کلي ته تللې ومه او هغه وخت زموږ په کلي کې د جنګونو او نا امنیو له امله بد وضعیت و.

هیله جانې وویل چې چې نوم دې ملاله کلیواله اېښی ده نو حتما دې د کلي سره تماس زیات ده. بالکل زما تماس د کلي سره بیخي ډیر زیات دی. پخوا هم ډېره تلم راتلمه او اوس هم کلي ته ډیره ځم. کله چې کلي ته ولاړمه نو ما خپله د کلي عواطف، صمیمت، مینه او د مني ښکلې موسم حس کړل. د مني موسم له یوې خوا ډیر ښکلی وي راته خو ماته یو ډول خفګان راکوي، نه پوهېږم ولې خو هر څه راته لکه د مني موسم په څیر ریژيدونکي ښکاریږي.

 کله کله موږ ټولې دنیا ته هم کلی وایو. په دغه بیت کې مې د ښار نه هدف د ټولې دنیا دي “راځه لاړ شو د نفرت له ښاره لرې “ . زما هدف په دغه نظم کې دغه ده چې همدا کېږدۍ، همدا اوېزان لاټېن، همدا ښایست، همدا کلی، همدا شرانه وای، خو چې یو بل چیرته وی، زه له حالاتو او جنګونو نه نوره ستړې ومه. دغه نظم ټول په کلي کې تصویر شوی دی. زه په نظم کې ډیره تجربه نه لرم. ځکه ځان راته په نظم باندې برلاسې نه ښکاریږي او ښه مې وګڼله چې کره کتنې ته یې وړاندې کړم. ځلا جانه پوښتنه وکړه چې ولې تل د ښځينه شاعرانو په شاعرۍ کې ښځه مظلومه ښودل شوې ده؟

زما په اند شعر داسې څه نه دی چې شاعر دې یې د  ټولنې د اصلاح په پار ولیکي. له شعر څخه د نصیحت تمه باید و نه لرو. زه هېڅکله هم مخکې له مخکې تیاره جوړه شوې مفکوره د شعر لپاره په ذهن کې نلرم چې هغه دې بیا یوازې د شعر په قالب کې واچوم او شعر یې کړم که چیرته داسې وشي زما په اند په شعر کې به تر عاطفي فکر ډېر شي او یوازې وچ الفاظ به د شعر په چوکاټ کې ځای په ځای شوي وي.

د ځلا جانې بله پوښتنه د تجربې په هکله وه. ما مخکې هم وویل چې د شعر فضا د بیدارۍ په منطق نه برابریږي د خوب اود ابهام غوندې یو څه ګونګه وي زه دا نشم ویلی چې دا حالات حتما ما تجربه کړي.  ممکن ما باندې د کوم بل چا د مینې یا بیلتون اغیز کړی وي. زه تر ډېره بریده شخصي عواطفو ته ډېر پام نکوم مشترکو انساني ټولنیز عواطف په پام کې نیسم لکه که څه هم حسن نسبي دی خو د حسن پر وړاندې مینه مشترکه عاطفه ده او ورته نور مشترک عواطف.

 ماته اکثره یو دم خیال راځي او په لږ وخت کې یو څه لیکلو باندې بریالۍ کیږم. یو عادت لرم څه چې ولیکم هغه بیرته څو څو وارې نه شم لوستلی چې تراش یې کړم او سمون پکې راولم. نقد کول ډیرې ګټي لری خو یوه ګټه یې دا هم ده چې لیکواله خپلو خامیو ته متوجه کوی. ما ډیر څه ستاسو له نقد نه زده کړل او اوس ویلې شم چې د شعر تر څنګ نظم هم لیکلی شم. له ټولو ډیره زیاته مننه کوم چې زما نظم ته مو وخت ورکړې و.

درېمه او وروستۍ برخه د مشاعرې وه. په دغه برخه کې شفیقې خپلواک خپل نوی نظم ولوست. ورپسې میمونې کامران د ملالې کلیوالې یو ښکلی غزل دکلمه کړ. عابدې سپوږمۍ ، نعیمې غني، ځولۍ لمن او کاملې عزیزي هم خپل شعرونه واورول.

له همدې سره د غونډې وخت هم پای ته ورسید!

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب