Homeخبرونهسور صلیب: ۲،۷ میلیون افغانان سخته قحطۍ کې اېسار دي

سور صلیب: ۲،۷ میلیون افغانان سخته قحطۍ کې اېسار دي

تاند: (پنجشنبه، د زمري ۲۶ مه ) د سره صلیب نړیوال سازمان ویلي، چې ۲،۷ میلیون افغانان په سخته قحطۍ کې اېسار او بېړنیو مرستو ته اړ دي.

 دغې ادراې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان اقتصادي ناورین د وچکالۍ له زیاتیدو سره لا شدید شوی او د بدو پایلو وېره یې رامنځته کړې ده.

 د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري بیا نړیوال ګرم کړي، چې په وینا یې د دغه وضعیت د مقابلې لپاره یې اساسي مرستې نه دي کړي.

د طالبانو نور چارواکي په دې اړه ضدو نقیض غږیږي، چې د منتقدانو نیوکو سره مخ شوي.

د تېر لوی اختر د لمانځه پر مهال د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر ادعا وکړه، چې د اقتصادي ناورین په اړه مبالغه کیږي او لویدیز هېوادونه هڅه کوي، چې افغان ځوانان هېواد پرېښودو ته وهڅوي.

د طالبانو نور چارواکي بیا اقتصادي ناورین تاییدوي او له نړیوالو عاجلې مرستې غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...