Homeادبشعرد ارواښاد شپون د مړیني په مناسبت

د ارواښاد شپون د مړیني په مناسبت

استاد محمد معصوم هوتک ||

وای د عــــــــــقل پاچهي د اپلاتون وه

پاچهي د ســـرو او سپینو د قارون وه

دښایست تاج پرسرسوی دیوسف وو

دلیلادعشق جــــــوغه بیا دمجنون وه

پاچهي مو دادب به هــــــــــــــغه کړینه

که ئې ژبه خــــــــړه پـــــــړه د پښتون وه

چلولی چي قلــــــــــــم چا په پښتو وي

ماترجارکـــــړې که د نن که د پرون وه

سرغــــــــنه د نني ادب نن بار ســــــــــــو

په ماتم ئې قلــــــموال سر پر زنگون وه

ډېرالفاظ مي کښته پورته کـــــړل څوپوه سوم

په دې بیت کي ئې نېټه درج د بېلـــــــــــــتون وه

سر او پښې د” زندگۍ” کې پرې سول ،بیاهم

” پاچــــــــــــهي د هـــــــــــنري نــــــثر د شپون وه”

حل : د وروستي نیم بیتي ابجدي ارزښت (۱۴۱۳) کېږي. له دغه عدد څخه چي د(زندگۍ) سر او پښې،یعني (ز،ی = ۱۷) د ” پرې سول” په قرینه منفي سي،د ارواښاد شپون د مړیني کال (۱۳۹۶ش) لاس ته راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواښاد پالوال اثر «معیاري پښتو» بیا چاپ شو

د تکړه ژبپوه ډاکتر عبدالرزاق پالوال مهم علمي اثر «معیاري پښتو» چاپ شو. معياري پښتو؛ د ډاکټر عبدالرازق پالوال له خورا مهمو او علمي آثارو...