چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+د غزل او قصیدې تر منځ توپير| فضل الحق نوری وردګ 

د غزل او قصیدې تر منځ توپير| فضل الحق نوری وردګ 

لومړی غزل او ورپسې قصیده پېژنو.

غزل: په پښـتو شـاعرۍ كـې غـزل يـو لـه هغـو شـعري چوكـاټونو څخـه دى، چې ډېر عام ښایست لـري. د پښـتو اكثـرو شـاعرانو د غـزل پـه فورم كې زيات قلم چلولى دى. په همدې وجه خو غزل په پښتو كې د ځينـو نـورو شـعري ډولونو پـه انـډول زيـات ظرافـت او لطافـت تـه رسېدلى دى. د غزل ښكلا او ظرافت په دې نور هم زيـات شـول، چـې دې شکل تــه د پښــتني چاپېريــال زيــاتې انځــورنې وردننــه شــوې، ځوانو پښتنو شاعرانو ته هم غزل داسې يو د شعر ډول دى، چې د دوى قلم په كې ښه ازمېښت كولاى شي. اكثره ځوان شاعران پـه همـدې شکل كـې خپـل وزن ښـه پـوخ كـړي، پـر قـافيې، رديـف، څپـو او د نظـم پـر ځينو نورو توكو ځان واكمن كړي، نـو بيـا نـورو شـعري ډولونو تـه مخه كړي. پخوا بـه د غـزل پـه فـورم كـې هغـه مسـايل راتلـل، چـې په ټوليز ډول يې غنايي او عشقي مسايل پـه خپلـه غېـږه كـې رانغـاړل، وروسته بيا د غزل ځولۍ د ژوند له نورو رنګارنګ ګلونو ډكـه شـوه او اوس غــزل تــر دې بريــده رســېدلى، چــې پــه يــوه مســره كــې يــې ناخوالې او په بله كې يې د ژوند د خوږو رنګارنګي بيانېدى شي. په پښـتو كـې لـومړنى شـاعر چـې دې شـعري ډول تـه يـې پښـتني شال ور په سر كړ، هغـه لـوى خـان خوشـال بابـا و. غزل معمولاً هغه شعري چوكاټ ته وايي، چې مطلع ولـري، يـعنې د سر بيت يې اكثراً مقفى وي او د بل هر بيت دويمه مسـره يـې قافيـه ولري او د مطلعې قافيه تعقيب كړي، د بيتونو شمېر يې لـه (5-15)بيتونو پورې وي. د څپـو شـمېر يـې معمـولاً سـره برابـر وي . پـه ځينـو خاصو غزلو كې كېدى شي د غزل هغه مسرې چې قافيه نه لري ، يوه څپه تر قافيه والو مسرو څخـه زيـاتې شـي . پـه پښـتو كـې لـه 7 څپيـز څخه نيولې بياتر 15 څپيـزو پـورې غزلونـه شـته. قافيـه پـه غـزل كـې اساسي توك دى، خو رديف اختياري دى. هر كله كه په مطلع كې تر قافيې څخه وروسـته رديـف راوړل شـو، د همغه رديف راوړل پـه ټولـو قافيـه لرونكـو مسـرو كـې حتمـي ګڼـل كېږي. غزل لاندې ډولونه لري, چې عبارت دي له:

۱- بې ردیفه غزل: هغه غزل دى، چې رديف ونه لري او پر قافيه پاى ته رسېدلى وي. 

۲- رديف لرونكى غزل: دا غزل د فورم هغه بڼه ده، چـې د قـافيې ترڅنـګ رديـف هـم ولـري. رديـف هغـه يـوه يـا څـو كلمـې دي چـې تـر قافيې څخه وروسته په يوه شكل او تـر ډېـره زياتـه حـده پـه يـوه مانـا  تكرار راځي، دا غزل وګورئ:

مازدیګر

څه  ښکلی  ښکاري,  هغه  لمر په غرونو

زیړ  مازدیګر,  او  شین  نښتر په غرونو

زه  تنها  ناست  یم, د  جانان  په  طمعه

د یار تر کلي پورې ځمه د نظر په غرونو

لاس  کې  تصویر د ټول میده, میده شو

تویوم ټکی ټکی وینې د ځيګر په غرونو

کله مې زړه درد وکړي, اوښکې توی کړم

چې  راته  یاد  شي, د زړه سر په غرونو

ښه  وم  خوشحاله  چې  روان  شم کله

دواړه  یو ځای  چې کړو  سفر په غرونو

خلکو  ګمان  کړو  چې  ګلان را شنه دي

دواړه چې ناست وو, مازدیګر په غرونو

(فضل الحق نوری وردګ)

په پورتني غزل کې نښتر, نظر, د زړه سر, ځيګر, سفر, او مازدیګر د شعر قافیې دي او د غرونو کلمه د شعر ردیف دی.

۳- دوه قــافيز غــزل: دا هغــه ډول غــزل دى، چــې دوه بېلابېلــې قافيې ولري. مانا دا چې د دوو مسرو د پاى تر قافيې څخه دمخـه او يــا د مســرو پــه مــنځ كــې بلــه قافيــه موجــوده وي. پــه مطلــع كــې دوه بېلابېلې قافيې موجودې وي. د نورو مسـرو قـافيې د مطلعـې خپلـه خپلـه قافيـه تعقيبـوي، كـه چېـرې تـر هـرې قـافيې وروسـته رديفونـه راغلي وي، نـو تـر هـرې تعقيبـوونكي قـافيې څخـه وروسـته د هغـې خپل رديـف هـم پـه همغـه بڼـه تكرارېـږي.

۴- ماته غزل: (ماته غزل) ورته ځكه وايي, چې په منځـه مـلا كـې يې د هرې مسرې په منځ كې د اهنګ يوه وقفه راځي. پـه همـدې مـنځ كې د څپـو د شـمېر لـه مخـې هـر مسـره پـر دوو مسـاوي برخـو وېشـل  كېږي.

۵- بې مطلعې غزل: هغه غـزل دى، چـې يـوازې مطلـع نـه لـري، يعنې د سر لومړى بيت يې مقفـی نـه وي. د لـومړي بيـت دويمـه مسـره يې قافيه لري او د نورو بيتونـو د دويمـو مسـرو قافيـه يـې د لـومړي بيـت د دويمـې مسـرې قافيـه تعقيبـوي. كـه چېـرې د لـومړي بيـت د دويمې مسرې تر قافيې وروسته رديف راغلى وي، نو د نورو قافيه والو مسرو رديفونه هم همدا بڼه لري. په پښتو لرغونې شاعرۍ كې د شـيخ رضـ ى لـودياو نصـر لـودي ترمنځ شوى شعري سوال او ځواب هم له همدې فورم سره ورته والى لري.

قصیده: قصـيدې تـه پـه پښـتو كـې (بوللــه) وايـي. خپلـه قصـيده عربـي كلمه ده. په لغت كې (قصد كړاى شوي) ته وايي. پـه عربـي اصـطلاح كې هغه شعر و چې د بيتونو شمېر به يې تر 16يا 17 كم نه و او دا نوم د قصـد لـه مصـدره جـوړ شـو، چـې معنـا يـې اسـتقامت او اتصـال، سموالى، برابرياو سوچه توب وو(21 ).دا هغه شعريفورم دى، چې د غزل په شان د سـر لـومړى بيـت يـې مقفى وي. د نورو بيتونو د هر بيت دويمه مسره يې قافيه ولـري او د مطلعې قافيه تعقيب كړي. قصيده په شكلي جوړښـت كـې لـه غـزل سـره چنـدان تـوپير نـه لـري، تـوپير يـې دادى، چـې د غـزل د بيتونـو شمېر له 5 څخه تر 15پورېوياو د قصيدېبيـالـه 16 څخـه تـر دوو سوو ياتر دېهم زياتو بيتونو پورې دى. پخوانۍ قصيدې له مـانيز پلوه هره يوه اكثره پر درېو برخو وېشل شوې دي: 

د قصيدې لومړۍ برخې ته تغزل يا تشبيب وايي, چې په هغې كـې شاعر تـر اصـلي موضـوع د مخـه د طبيعـت سـتاينه كـوي .

دويمه برخه د هغې اصلي موضوع ده. دا برخه له تغـزل يـا تشـبيب نـه وروسته پيلېږياو په دېكې شاعر د خپـل ممـدوح سـتاينه كـوي.

د قصيدې درېیمه برخـه د عائيـه بـولي چـې پـه هغـې كـې شـاعر د خپـل ممدوح لپاره د خداى(ج) له دربار نـه د بښـنې او هوسـاينې غوښـتنه كوي. په اوسنيو قصيدو كې پورتني نورمونه چندان په پام كې نه نيول كېږي. د غزل او ځينو نورو شعري ډولونو په شان، پـه قصـيده كـې هـم رديـف اختيـاري دى، خـو كـه مطلـع كـې راوړل شـو، نـو پـه نـورو دويمــو مســرو كــې يــې راوړل حتمــي كېــږي. قصــيدې دوه شــكلونه لري، يـو هغـه ډول دى، چـې رديـف نـه لـرياو بـلهغـه ډول دى، چـې رديف ولري. د پښتو لومړۍ معلومـه لاسـته راغلـې قصـيده پـه هغـه شكل كې راځي چې رديف نه لري. په اوسنيو قصيدو كې پورتني نورمونه چندان په پام كې نه نيول كېږي. د غزل او ځينو نورو شعري فورمونو په شان، پـه قصـيده كـې هـم رديـف اختيـاري دى، خـو كـه مطلـع كـې راوړل شـو، نـو پـه نـورو دويمــو مســرو كــې يــې راوړل حتمــي كېــږي. قصــيدې دوه شــكلونه لري، يـو هغـه ډول دى، چـې رديـف نـه لـري او بـل هغـه ډول دى، چـې رديف ولري. د پښتو لومړۍ معلومـه لاسـته راغلـې قصـيده پـه هغـه شكل كې راځي چې رديف نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب