یکشنبه, مې 19, 2024
Homeداسې هم شتهچک سلواکیه کې پر بیزوګانو او مارغانو هم قرنطین وضع شوی

چک سلواکیه کې پر بیزوګانو او مارغانو هم قرنطین وضع شوی

تاند ( پنجشنبه، د کب ۲۸ ) راپورونه وایي، په چک سلواکیه هېواد کې د انسانانو سربېره پر بېزوګانو او مارغانو هم دې هېواد قرنطین وضع کړی او نه شي کولی له یوه بل سره نږدې و اوسي.

د قرنطین پر مهال ډیری خلکو انلاین سیسټمونو ته مخه کړه او د زده کړو درسونو ویلو تر څنګ به یې له خپلو خپلوانو سره هم د انټرنټ له لارې انلاین خبرې کولې.

خو د چک سلواکیه هیواد بیا د بیزو ګانو لپاره هم انلاین لیدنې برابرې کړې وې او نه پریښودل کیدل چې یو بل سره نژدې شي.

د سلواکیا رسنیو د معلوماتو له مخې، د یوه دولتي تفریح ځای کې د کرونا وبا مخنیوي لپاره ډیر اړینې اسانتیاوې په نظر کې نیول شوې وې چې پکې د مرغیو او بیزوګانو لپاره د فاصلې مراعت کولو لپاره انلاین لیدلو کتلو سیتم فعال شوی و.

د راپورونو په حواله، د دې لیدنو تر څنګ د ځینو تفریحي لوبو او حیواناتو جالبې صحنې هم برابرې شوې وې چې د فلم په څیر حیواناتو ته ښودل کېدې.

دې سحنو کې داسې هم لیدل شوي چې ځینې د خوښیو شیبو سره یې خوښي ښودل کېده لکه انسانانو کې چې د لوبو پر مهال د کرکټ مخالفې لوبډلې د لوبغاړي په سوځیدو یا د خپل لوبغاړي په شپږېزې وهلو چې ښودل کیږي.

د معلوماتو له مخې، دا پروګرامونه د مرغانو او بیزوګانو لپاره د مارچ تر وروستیو په نظر کې نیول شوي، که چیرې د کرونا وبا علامې ختمې نشوې ښایي دوام هم وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب