تاند ( پنجشنبه، د کب ۲۸ ) د افغانستان اوسپنې پټلۍ ملي اداره خبر ورکوي چې دې وروستیو کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې د مالونو لېږد رالېږد ډېر شوی او په ترڅ کې یې تېرو درېیو میاشتو کې یو میلیون او ۴۰۰ زره ټنه توکي لېږدول شوي دي.
له دغې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې لاری د تجارتې مالونو لېږد د نورو وختونو په پرتله زیات شوی او په وروستیو درېیو میاشتو کې ۱ میلیون او ۴۰۰ زره ټنه توکي لېږدول شوي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي اداره وايي، په وروستیو دریو میاشتو کې، ۲۲ زره ۲ سوه واګونونه چې په تجارتې مالونو بار وو، هېواد ته وارد شوي دي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د یادې پټلۍ له لارې له ۱ میلیون او ۳۷۰ زرو زیات ټنه تجارتې توکي، چې عمده برخه يې خوراکي مواد او همداراز نفتي، ساختماني او نور د ارټیا وړ توکي پکې شامل دي انتقال شوي دي.
یاده اداره وایي، یاد توکي چې د مزارشریف- حیرتان، آقینې او تورغندی اوسپنې پټلۍ له تمځایونو څخه بار شوی وو، اوزبکستان، روسیه او قزاقستان هېوادنو ته استول شوي دي.
د اوسپنې پټلۍ ملي اداره دغه راز زیاتوي چې په صادر شویو توکو کې کرنیز محصولات لکه حبوبات، وچې میوې او تازه میوې شاملې دي.
دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د کرونا ناروغۍ له امله د افغانستان په ګډون د ډېر شمېر هېوادونو د مالونو لېږد رالېږد ټکنی شوی وو او خلکو ته یې د تاوانونو تر څنګ ګڼې ستونزې جوړې کړې وې.