جمعه, اپریل 19, 2024
Home+اروتیک او پورنوګرافیک ادبیات/ دوه جلا مفاهیم

اروتیک او پورنوګرافیک ادبیات/ دوه جلا مفاهیم

تمهید سیلانی
تېره ورځ مې د خوشحال د پورنورګرافيکو اشعارو پۀ هکله د یو لیکوال لیکنه ولوسته، لیکوال پخپله لیکنه کې ډېری پورنو ګرافيکې بېلګې د اروتیکي ادبیاتو لپاره کارولې وې، و مې غوښتل د « اروتیک او پورنوګرافیک » ادبیاتو او لیکنو پۀ هکله یو څۀ ولیکم، چې ستاسو ملتیا، نظریاتو  او تنقیدونو ته هم اړتیا لرم.
ميرزا آقا عسکري، ایرانی لیکوال او شاعر وايي چې د نړۍ پر مخ د خلکو تر منځ څلور ډوله لیدلوري د مینې/عشقونه پۀ هکله موجود دي:
لومړی: افلاطوني مینه:
دا هغه  مینه ده چې معمولآ د خلکو ترمنځ کارول کیږي یا هم کۀ پۀ ساده ژبه یې ووایو دا هغه مینه ده چې خلک يې خپلو ورځني ژوند کې کاروي؛ شاعران او لیکوال هم همدا مینه پۀ خپلو لیکنو کې پالي. پۀدې مینه کې عاطفه، احساس، علایق، رنګ، ښکلا او داسې نورې ځانګړنو ته پاملرنه کيږي. پۀ پای کې بايد ووايم دا مینه د ولس پۀ هره طبقه کې کارنده او معمولۀ ده او عاشق و معشوق یې دواړه د ځمکې پرمخ موجود وي.
دویم: عرفاني مینه: دا هغه مینه ده چې د خلکو پۀ منځ کې د خاصو اشخاصو لخوا پالل کيږي او معشوقه یې د ځمکې پر مخ نه لیدل کيږي، یا هم دلیدلو وړ نۀ وي. پۀ دې مينه رږدو کسانو ته عارفان یا متصوفين وايي. دوی پخپله مينه کې انساني غرایض، جسم یا وجود، احساسات او علایقو ته ارزښت نۀ ورکوي؛ دوی خپله مینه د معنویت او روحاني نړۍ لۀ مخې سره ټينګوي او پالي يې. پۀ عرفاني مینه کې عارف هڅه کوي چې د تصوفي او عرفاني مدارجو او منازولو لۀ تېرېدو وروسته  خپل معشوق ته ورسيږي او ځان فنا فی الله کړي. پۀ حقيقت کې دا مینه د خالق او مخلوق یا د ځمکې او آسمان تر منځ معنوي تړون دی.
درېيم: بل ډول عاشقانه لیدلوري ته پورنو ګرافیک وايي. پۀ دې عاشفانه لیدلوري کې د انسان شعور، عقل او معنویت ته ارزښت نۀ ورکول کيږي، برعکس دا لیدلوری یوازې د انسان پر جسم، غرایضو او احساساتو متمرکز وي.
څلورم: اروتیکي عاشقانه لیدلوری: دا پۀ حقیقت کې یو ډول عاشقانه لیدلوری دی، چې د عرفاني او ځمکني مينې تر منځ واقع کيږي. شاعر او لیکوال پورنوګرافيک عشق ته یو ډول انسانی او هنري رنګ ورکوي او د دغو ډواړو عشقونو لۀ ګډون څخه څلورمه برخه چې اروتیکي ادبیات بلل کيږي، را منځته کوي.
د اروتیک او پورنو ګرافیک کلمې لۀ یوناني ژبې څخه انګلیسي ژبې ته را دننه شوي دي. تر ډېرې مودې دا  کلمې د ليکوالو لخوا پۀ یو معنا کارول کېدې، خو د هنري ادبیاتو پۀ را منځته راتګ سره یادو کلمو د کارونې ځایونه سره جلا او بېلې معناووې وړاندې کړې.
اروتیک یوه انګلیسي کلمه ده او ريښه یې پۀ لرغوني یونان کې د “ایروس”  لۀ کلمې څخه ده. د فلسفې او تصوف ځینې پوهان ایروس او اګاپ د ګډ مفهوم او معنا پۀ توګه کاروي، مګر ځينې نور یې دواړه د معنی لۀ مخې جلا ګڼي. اګاپ یو ډول معنوي او الهي مینه بولي  یا پۀ بل عبارت دا د غیر مشروطې مینې څرګندونه ګني، مګر ایروس یوه مشروطه او ځمکنۍ مینه ده چې هنرمند یې د یو هنري بیان سره چې د عاشق او معشوق ترمنځ واقع کيږي، انځوروي.
يا پۀ بله وینا پۀ اروتیکي ادبیاتو کې یو لیکوال، هنرمند او شاعر لوڅې او لغړې ويناوې، کلام یا لیکنې، عکس، مجسمې، فلمي صحنو او رسمامۍ ته هنري بڼه ورکوي چې لۀ یوې خوا د لوستونکي، لیدونکي او اورېدونکي جلب توجه، احساسات، علایق او غرایض را و پاروي، لۀ بله اړخه یې هنري او ادبي تومنه دومره بارزه وي چې مینه او عواطف پرې غلبه وکړي.
پۀ اروتیکي ادبیاتو کې شاعر، لیکوال او هنرمند لۀ درېيو اړخونو یوه لیکنه، شعر او هنري تابلو یا لاسوند تخلیق تر پوښښ لاندې نیسي؛ لومړی اړخ یې عرفاني مينه وي، دویمه برخه یې هنر او هنري ادبیات وي او درېمه برخه یې د پورنوګرافیک اړخ دی. ددغو درېيو اړخونو پۀ اغږلو سره یوه اروتیکه لیکنه، شعر او هنري توليد رامنځته کوي. یعنې هم خلاقیت لري، هم هنريت لري او هم جذابیت.
اروتیکي ادبیات او هنر یوازې پۀ شعر او لیکنو کې نه کارول کیږي، بلکې د سینما، رسامۍ، مجسمه سازۍ، تابلو جوړونې او پۀ ټوله کې باید ووایم چې پۀ ګرده هنري، ادبي او سینمایی برخو کې رغنده رول لوبوي.
د پورنوګرافي کلمه هم  یوناني ریښه لري او لۀ  دوه کلمو  څخه ترکیب  شوې ده: پۀ یوناني کې : πόρνη او انګلیسي کې: pornē  چې د فاحشې معنا وړاندې کوي او د ګرافو کلمه چې پۀ یوناني کې γράφω او انګلیسي کې graphō  دی، د لیکلو او فحشا معنا وړاندې کوي. همدارنګه د لوڅ معنا هم ورکوي.
پورنوگرافي هم د اروتیک پۀ شان پۀ ادبیاتو، سینما او نورو برخو کې کارول کیږي، خو توپير يې پۀ دې کې دی چې پورنورافیکي لیکنې، فلمونه او شاعري هنري او ادبي تومنه نلري یوازې دجنسي غرایضو او احساساتو د پارولو لۀ پاره کارول کيږي. پۀ دغه ډول لیکنو، شعرونو، عکسونو او سینمایی فلمونو کې د انسان د جنسي غړو او اندامونو یادونه او تصویر برداري له لفافې پرته کيږي، د لوستونکو، لیدونکو او اورېدونکو جنسي غرایض پاروي.
د پښتو ادبیاتو پۀ کلاسیکه شاعرۍ کې د پورنو ګرافیکو ادبیاتو او لیکنو بېلګې ډېرې دي. د خوشحال خان خټک، حمید مومند او ځینو نورو شاعرانو اشعار د اروتیکو ادبیاتو تر څنګ پورنوګرافیک اړخ هم لري. مګر ځينې لیکوال او څېړونکي د خوشحال خان پورنو ګرافيک اشعارو اروتيک اشعار بولي، چې دا کار د تامل او تنقید وړ دی.

1 COMMENT

  1. السلام عليکم ورحمة الله
    محترم سيلاني صاحب د موضوع په اړه مو ماخذونه نه دي ښوول سوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب