پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د سرپرست حکومت د ۱۴۰۱ کال بودجې ته کتنه  

د سرپرست حکومت د ۱۴۰۱ کال بودجې ته کتنه  

سمیع الله عزيزي 

عموماً بودجه د یوه کال لپاره د دولت عوايد او مصارف پېشبیني کوي، ځيني وخت مصارف پیشبیني کیږي او د تمويل لپاره یې سرچينې او عواید پلټل کيږي، اما ځيني وخت بیا د سږ کال عواید تثبیتیږي او پر اساس یې مصارف تخمین کيږي،

اوسنۍ بودجه هم عوایدو ته په کتو سره ترتیب سوې ده..

#سرچینې:

  د سرپرست حکومت د اوسنۍ بودجې سرچينې مالیات، ګمرکي تعرفې، عشر او زکات دي، ښه خبره داده چي ټوله بودجه د داخلي عوايدو څخه جوړه ده…

د اوسنۍ بودجې نيمګړتياوي! 

تر ټولو لویه نيمګړتيا په اوسنۍ بودجه کي د پیسو کموالی دی بالخصوص په انکشافي بودجه کي، د اوسنۍ بودجې د ټولټال ۲۳۱ میلیارده افغانیو څخه تقريباً ۲۸ میلیارده یې د انکشافي پروژو لپاره ځانګړي سوي دي چي یاد رقم د تیر کال د انکشافي بودجې نيمايي رقم ته هم نه رسيږي،

اوسنۍ بودجه کي ډیر تمرکز پر عادي بودجه سوی دئ چي تقریباً ۲۰۳ میلیارده افغانۍ کيږي، چي دا هم د تیر کال په پرتله ډیر کم دئ خو بیا هم تر ډیره حده بسنه کوي.

#دوهمه لویه نيمګړتيا په اوسنۍ بودجه کي د بودجې کسر دئ، چي تقریباً ۴۴ میلیارده افغانۍ ښودل سوی دئ،خو دا کسر له اوس څخه نه دئ ځکه په مخکنيو بودجو کي هم دا مشکل موجود وو، چي د بهرنیو مرستو په اساس به تر یوه حده کنټرولېدئ خو اوس بهرنۍ مرستي مطلق بندي او یا د تعليق سره مخ دي….

#حللاره:

د بودجوي کسر د له منځه وړلو لپاره مختلفي لاري سته، چي کیدلای سي د کال په جریان کي د بودجې کسر له منځه يوسي:

 #لومړی

 باید په هيواد کي دننه پانګوني ته زمینه مساعده سي او هم باید د داخلي پانګوالو ترڅنګ بهرني پانګوال تشویق سي ترڅو په افغانستان کي پانګونه وکړي چي د اقتصاد په اصطلاح دې پانګوني ته FDI ویل کيږي،

د دې لاري کیدلای سي چي هيواد ته د بهر څخه د پیسو د راتګ ترڅنګ داخلي کارګر هم ورسره پر کار سي او د بیکارۍ کچه ورسره راټیټه سي.

په اوس وخت کي افغانستان زیات فرصتونه په مخ کي لري ترڅو ورڅخه اعظمي استفاده وسي، لکه د ټاپې، کاسا زر او نوري فایبر ملي او منطقوي پروژې چي له لاري یې حکومت کولای سي چي د داخلي عوایدو د زياتوالي ترڅنګ د بيکارۍ کچه هم ورسره راټيټه کړي …

د عوایدو په زیاتوالي سره حکومت کولای سي ترڅو په کلنۍ بودجه کي تعديلات راولي او د پيسو په اندازه کي یې زياتوالى راولي …

#دوهم 

باید د تجارت منفي  بیلانس له منځه یوړل سي چي متاسفانه د ډیرو کلونو راهيسي پر دې حصه کار نه دئ سوی ځکه د افغانستان واردات تر صادراتو شپږ چنده بالا دي، افغانستان تقریباً یو بيليون ډالر صادرات لري اما واردات یې د اووه بیلیونه ډالرو په اندازه دي،

یاد بیلانس باید په هیواد کي دننه د پانګوني او نوري نړۍ سره د دوه اړخیزه اقتصادي تړونونو په اساس له منځه یوړل سي.

#دریم 

مهم شی د outflow او inflow پياوړي کول دي، outflow هغه پیسې دي کوم چي د بهر څخه د هيواد و داخل ته را استول کيږي، هغه که د ویسټرن يونين له لاري وي، د مني ګرام له لاري وي او یا هم نوري بهرنۍ مرستي وي ،خو ګټه یې ټوله افغانستان ته رسيږي ځکه پيسې د خارج څخه د افغانستان داخلي بازارونو ته راوړل کيږي او داخل د هیواد کي ترې ګټه اخيستل کيږي،

او inflow هغه پيسې دي کوم چي د هيواد د داخل څخه و خارج ته انتقاليږي،چي دا هم د یو هیواد لپاره خورا مهم دئ ترڅو وکولای سئ د همدې لاري نورو هيوادونو ته TT او يا هم LOC وکړي او د همدې طریقه له نورو هيوادونو څخه اموال رانيسي او داخل د هيواد ته یې را وارد کړي. 

#خوشبیني:  

د اوسني حکومت کارونو ته په کتو سره تر ډیره بریده د فساد کمبله ټوله سوې ده ،خيالي بستونه او امتيازات یې له منځه تللي دي د  پارلمان او نورو اضافي تشکيلاتو مصارف له منځه تللی دي او هم یې ګزاف مصارف حکومت ته بچت پاته سوي دي چي دا پخپل ذات کي ښه خبر دئ، ځکه تیرو کلونو کي اکثریت بودجه حیف و میل کېدله،اما اوس اميد لرو چي يادي پیسې به پر خپلو ځایونو لګيږي.

#لکه څنګه چي د سږ کال لپاره د عوایدو ټارګيټ یا هدف ۱۸۶ میلیارده افغانۍ اټکل سوی دئ ، امید سته چي د کال تر وروستيو به یاد هدف پوره کيږي (په هغه صورت کي چي د نړيوالو سره ښه سياسي او اقتصادي ارتباطات ټینګ کړل سي) ان شاءالله، اما آسانه نه ده،

#د مخکنيو کلونو د بودجې څخه تقریباً ۴۰% یې پر امنيتي او دفاعي چارو لګیدلې خو سږ کال الحمدلله جګړه نسته او يادي پيسې به هم له دې وروسته پر معارف،صحت او زیربنايي چارو لګيږي. 

# د کانونو د استخراج په برخه کي هم هڅي ګړندۍ سوي دي، ترڅو وکولای سي بهرني پانګوال دې ته تشویق کړي چي په افغانستان کي د کانونو د استخراج په برخه کي پانګونه وکړي لله الحمد اوس څه اندازه عوايد هم لدې طريقه د دولت خزانې ته جمع سوي دي. 

چي د تیري یوې مياشتي عوايد یې تقریباً ۴۲۵،۳۱۲،۳۴۷ افغانۍ ښودل سوي دي …

#حکومت ته څه پکار دي؟

حکومت باید په لومړيو کي د رسمیت پیژندلو لپاره هڅي چټکي کړي او نړيوالو منل سويو قوانينو ته غاړه کښېږدي. او هم باید د کوچنیو موضوعاتو څخه تیر سي او د هیواد پر سرنوشت سازه موضوعاتو تمرکز ډیر کړي، د انجونو مکتبونه خلاص کړي(د مکتبونو په پرانيستلو سره د افغانستان اکثریت پروژې له تعليق څخه خلاصيږي او د نړیوالو لخوا یې د بودجې انتقال هم ګړندی کيږي)، د نړيوالو سره د تعامل او مفاهمې له لاري مخته ولاړ سي،

د انکشافي بودجې د مصرف په بخش کي حکومت باید زیرک واوسې او د یادو پيسو څخه باید اعظمي استفاده وکړي او د اولیت بندۍ پر اساس یې پر اهمو پروژو ولګوي ..

 او هم بايد د مسلکي اشخاصو څخه پخپل مسلک کي استفاده وکړي، د نا اهلو اشخاصو پرځای بايد اهل لرونکي اشخاص په کار وګمارل سي . 

کورني او بهرني پانګوالو ته باید د پانګوني زمینه برابره کړل سي. 

د یو آباد او پرځان بسیا افغانستان په هیله! 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب