جمعه, اپریل 19, 2024
Homeمقالېپه کابو نیمه پیړۍ اړدوړ کې د تلویزیون برخلیک

په کابو نیمه پیړۍ اړدوړ کې د تلویزیون برخلیک

شیرالله پامیر

هسې روایت کا اهل خبر و اخبار چې د تلویزیون خوارکي زموږ په ملک او دیار کې ډیر عمر نه کیږي، هغه مهال چې مرحوم سردارداود خان لاره په ملک اقتدار له کوم خارجي ملک نه د تلویزیون مور یا دستګاه را واده کړه. نو ورسره سم  په ملک کې را والوتلي دوړې او غُبار چې ورسره د تلویزیون خوارکي مور یا دستګاه اکه پکه کیناسته، خدای خبر له ښه مرغه ووایم او که له بده مرغه ووایم چې د هغوو دوړواو بدلونونو لړۍ لا هم روانه ده او نه تمامیږي. نه دي تمامیږي خو نو خلک به يي نه تماموي، زما هم پرې نشته کوم کاراو که قرآن هم ورته ونیسم، دوئ يي نه مني چې دا دوړې پای ته ورسوي په کرار. دا نو د دوئ خپل کار.

خبره رانه اوږده نه سي، چې په دا کابو نیمه پیړۍ کې چې د جګړې دوړې را الوتلي دي د تلویزیون کورنۍ هم خورا ربړاو کړاو ولید. ټیک په ۱۳۵۷ کال کې چې دې مبارکې ناوې د کابل په زړه کې په نڅاوو او سندرو پیل وکړ. بیا تر ۱۳۷۱ کاله پوري، د دوئ د نڅاوو او اتڼونو ګروپونه څو نور ولایتونو ته هم ورسیدل، ډیری وخت به دا نڅاوې د شمالي ګانډوې د نڅاوو په رنګ کې رنګ شوې وې.

خو دا د تلویزیون د مستۍ، ناویتوب، او عسل میاشتي وي. ډیروځوانانو، پیغلو او سپین ږیرو په کې اټنونه او سندرې زده کړي. کله کله به یوه نیم د اټن په منځ په ښکنځلوهم خوله خلاصه کړه. ډیری ښکنځلې به بیا جنوبي ګاونډي ته کیدې، خو جنوبي ګاونډی به د تلویزیون له ښکنځلو ډیر نه په تنګیده د ده خور رادیو به یو څه سرخوږی ورته پیدا کاوۍ، د خدای کارونه دي شپې، ورځې، میاشتې او کلونه تیر شول شول، زما صاحبه بیا نو هغه زموږ د کلي د جانواکا خبره ده ( پورته يي لالا کو خو را پریي یوست عسکر) نورې دوړې راغلي داسې تیزې او په مستۍ تا به ویل چې د غرونو د نړولو اراده هم لري. لکه چې وايي:(اسمان چې څنګه غوریږي بیا هغسې نه اورې) څه موده وروسته دا دوړې ګردۍ شوې په خپلو کې سره را تاویدې، تاویدې، تاویدې ډډ را واوښتې، په دغه ګردش کې یو یو داسې سړی پیدا کیده چې د تلویزیون په ګیډه کې به يي لغته ورکړه.

 تفریح او نڅا ګانې يي ور ورکې کړي. په ولایتونو کې خو ډیرو درنو وروڼو چې نوی له کښته راغلي وو. تلویزیونه په ونو پورې راوځړول او کولمې به يي باد وهلي. خو کابل کې لا حال داسې حد ته نه و رسیدلی، ترڅوچې یوه ښاغلي يي دستګاه ته ګوته وروړه او د ډیر وخت له پاره يي خوله ور سړه کړه. یوازي خور يي رادیو له چونګ چونګه ونه لویده. دوړو زور وینو او ښه زور يي وینو کابل هم په دوړو کې پټ شو. ناڅاپه د تلویزیون په کورنۍ بریدونه ډیر شول. اوس نو ډوهل، ارمونیه، رباب، فیتې، سیتار او ګیتار هم د ونو په ښاخونو، او د بریښنا په ماتو ستنو را وځړول شول، په سلګونو زره يي ملا ماتي او سر ماتي شول.

د رسمی شمیرو له مخې په ۱۳۷۵ کال کې یوازې په کابل ښار کې اته سوه زره درۍ سوه دولس تلویزیونونه، شپږ نیم میلیونه فیتې، څلورنیم زره لوي ډوهلونه، نوي زره تبلي یا ډولکونه، اویا زره ګیتارونه، پینځه څلویښت زره ارمونيي، اته اتیا زره دوه سوه یولس ربابونه او تمبورونه، اوه نوي زره دولس دمبوري، شپږشپیته زره سیتارونه او د موسیقي نورسامان الات له منځه ولاړل. چې د ماتو شویو تلویزیونو شمیرد ټول هیواد په کچه تر میلیونونو واوښت هغه وخت ځکه تلویزیونونه په تیره توره تر تیغ تیریدل چې لیدل اوریدل يي ناروا وو. خو اوس نه دي ناروا. له دې ټولو تلفاتو سره سره يې لا هم لاس او پښې وهل، (دنیا په امید خوړله کیږي) تلویزیون لارې څارلې چې ناڅاپه بیا دوړې تیزې شوې. او د تلویزیون پخواني غلیمان له ښارونو ولاړل، ګر سره ولاړل.

د تلویزیون هیله پوره شوه، هر چا ته به يي خوله جینګه جینګه کوله او ویل به يي زما خبره رښتیا شوه چې ویل به مې د نیا په امید خوړله کیږي. دا ځل نو تلویزیون داسې سندرې او نڅاوې پیل کړي چې د کلونو کلونو غچ يي واخیست، آن له هغه څایه يي را پیل کړه چې ( زماني خشو هم عروس بود) یو مهال خواښي هم ناوې وه. اوس نو تلویزیون کابو تر هره کوره پوري ځان ورساوه. ډیر وارې خو داسې هم وشول چې تولسي خاله به په کې په خندا او ژړا راغله  د کورنیو غړي به ورته لاس تر زني ناست و. او غلو به خپل کار وکړ. دوئ به سهار خبر شول، اوس پکې نڅاوې، سندرې، رقص او دانس، رنګه ملي اټن او قرصک ټول په کې په پریمانه هرچا تر سره کولای شوای.

ډیر زاړه یاران به چې یو وخت يي ناروا باله اوس ورته ناست او پکې اټنونه ګوري، اوس نو په کې هر چاغ، ډنګر، لوړ، او لنډی جوړ او ناجوړ، هوښیار او لیونی، توری مخی او سپین مخی د چارو شنونکی و. په دې موده کې تلویزیون داسې په کش کې و. چې د چینلونواو دستګاه وو شمیر تردوه سوه واوښت. زموږ د کلي ډوپه ځوان هم  د تلویزیونې چینل خاوند شو. هلکان او نجونې يي په کې کینولي وي.

ساړه او جوش بحثونه په کې روان وو ساعتیرې وه. درب غومبر و. ما دې خدای له شیطانته وساتي که څوک يي مني او که يي نه مني په دغه وخت نو له تلویزیون سره زموږ جنوبی ګاونډی چندانی خوشحاله نه و… کله کله به یې هالته خپرونې ور بندې کړي. دوړې پسې تیزې شوې یو وار بیا يې هغه پخواني غلیمان را ښکاره شول.

په لومړنیو ورځو کې خويي ورته څه نه ویل او چل يي ورسره کاوه، خو زړه يي ورته ډک ډک کیده ځکه له هغه وخته چې معروف کاکا راغلی، تلویزیون او رادیو د خوشحالي ورځ نه ده لیدلي. اومعروف کاکا خو ټولو ته معلوم دی چې چیرې اوسیدلی. معروف کاکا پرون شمش الدین کاکا ته ویلې و. چې ټولو ته ووایه وروسته له ده به مو خولې تړلي وي. بیا به خبرې کوئ. باید ستراو حجاب مراعات شي. کنه نو…

2 COMMENTS

  1. دا لیکنه به څومره واقعیت ته نژدې وي ، زه نه پوهېږم . خو د ساک یا سهاک یوه قبیله چې اساسا غلجي پښتانه دي ، له غور ، غزني ، زابل ، لوګر ، پکتیا ، میدان وردک ، کابل ، کندوز ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې مېشت دي . دوی له ساکزیو یا اسحق زیو سره کومه خپلوي نه لري . ساکانو پخوا په غور کې لویه امپراتوري درلوده چې سلطاه جلال الدین او شهاب الدین غوریان یې ډېر مشهور دي . د دغې قبیلې مشهور ښاخونه : توتاخېل ، اوریا خېل ، ابراهیم خېل ، ګداخېل ، خدرخېل ، حسین خېل ، تره خېل او … دي.

  2. په بښنې سره زما پورته تبصره په بله موضوع پورې اړه لري. دلته سهوا اضافه شوېده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب