Homeخبرونهتاجکستان ته به د څارویو زر ټنه خواړه له افغانستانه صادر شي

تاجکستان ته به د څارویو زر ټنه خواړه له افغانستانه صادر شي

تاند (۵ شنبه، د اسد ۱۱ مه) د بلخ سوداګرۍ او صنایعو ریاست چارواکي وایي ؛ په پام کې ده چې سږ کال له دغه ولایت څخه تاجکستان ته څه باندې ۱۰۰۰ ټنه د څارویو خواړه صادر شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه بار ۲۵ ټنه وزن لري، چې د څرنګوالي له بهیر اوډاډ وروسته تاجکستان ته ولېږدول شول.

د څارویو خوړو تولیدوونکي شرکت چارواکي محمدافضل افضلي ويلي، چې د څارویو خواړه نورو هېوادونو ته هم صادر شوي دي.

ویل کیږي، چې د څارويو د خوراکي توکو پر توليد سربېره د غوړيو، کبانو او چرګانو د خوراکي توکو د توليد په برخه کې هم فعاليت لري او له دې مخکې د افغانستان اړوند محصولات د ګاونډ هېوادونو ترڅنګ اروپايي هېوادونو او امریکا ته صادرکړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...