جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعمران خان پوځ سره د خبرو غوښتنه وکړه

عمران خان پوځ سره د خبرو غوښتنه وکړه

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۰ مه) د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان چې لا هم د خیانت او قانون ماتولو په تور زندان کې بندي دی، د پاکستان پوځ سره د خبرو چمتووالی ښودلی او ترې غوښتي چې دغو خبرو ته پلاوی وټاکي.

هغه نه دي ویلي، چې پوځ سره په کومه اړه څنګه خبرې کول غواړي؟

د پاکستان حکومت چې د نوموړي له مخالفو ګوندونو جوړ شوی، د عمران خان لخوا پوځ ته د مذاکراتو وړاندیز ته سخت غبرګون ښودلی او د اطلاعاتو مرکزي وزیر یې عطاء تارړ ویلي حکومت د یو سازش له مخې پوځ په سیاست کې رالړل غواړي.

عمران خان ویلي هغه کله هم په پوځ تورونه نه دي لګولي بلکې یوازې نیوکې یې پرې کړې دي.

عمران خان چې له خپل حکومت ختمېدو وروسته په یو شمیر مقدمو کې د تېرکال راهسې په زندان کې پروت دی، وخت نا وخت په پوځ نیوکي کوي او ملکي سیاست کې يې په لاسوهنه تورنوي خو پوځ پرله پسې په سیاست کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب