عاطفه يوه عربي کلمه ده، چي د مهربانۍ او زړه سوي مانا ښندي. خو په شعري اصطلاحاتو کي ټول هغه سلوکونه چي له يو چا څخه د خوښۍ او غم په وخت کي صادريږي لامل ئې عطفه ده.
ژړل، خندل، خوشاله کېدل، خوابدی کېدل، هيښتيا، اميد او نا اميدي هغه حالتونه دي، چي د غم او خوښۍ په وخت کي انسان ته ور پيدا کيږي چي د دې ټولو سرچينه عاطفه ده.
دا چي موږ د شعر په تعريف کي وويل چي عاطفه د شعر له بنسټيزو توکو څخه ده نو له هغه ځايه او د عاطفې د تعريف په نظر کي نيولو سره ويلاى سو، چي په هر شعر کي حتماً يا خوښي نغښتې ده يا غم يا اميد پکښې دى يا نا اميدي او … شعر د عاطفې په زور هغه تجربې چي پر ده تيري سوي د شعر په کالو ملبس کوي، لوستونکي او اورېدونکي د خپلي شاعرانه لفاظۍ په زور دې ته اړباسي چي د ده په عواطفو (غم او خوښي) کي ور سره شريک سي او دا چي ټولنيز روابط او انساني سلوک تر ډېره يو شان دي، نو په دې اساس د شاعر، لوستونکو او اورېدونکو تجربې حتماً که ډېري نه وي لږ خو ئې يو شان دي، نو په دې اساس که په شعر کي عاطفه وجود و لري، نو لوستونکي او اوريدونکي ځانونه د هغه شعر برخه بولي.
ځيني ادبپوهانو خو آن عاطفه د شعر تر ټولو اړين توکی څه چي شعر له عاطفې پيدا بولي او وايي، که چيري يو شاعر غواړي چي د هغه شعر شاهکار سي، نو د هغه عاطفي اړخ دي دونه پياوړى کړي چي هر څوک په هغه کي خپل داستان و ويني او دا خبره تر ډېره ځايه ځکه مثبته ګڼل کيږي، چي شعر د ټولني ږغ دى، نو يو ږغ هغه وخت د يوې ټولني خپل ږغ بلل کيږي، چي د هغې ټولني د دردونو، کړاونو، خوښيو او خوشاليو ريښتنى انځور وړاندي کړي.مثلاً:
بيا به ته شاهد ئې چي ازاد به دا دښتونـــــــــــــــــــــــــــه وي
بيابه ته شاهد ئې چي خپل کړي مو دا غرونــــــــــــــــه وي
شپون به وي، شپېلۍ به وي،رمې به وي شنېلۍ به وي
پلني به کېږدۍ وي پکښي بل به زموږ اورونـــــــه وي[1]
دلته موږ وينو چي شاعر په لومړي بيت کي د هيواد له بلواکۍ ژاړي او په نورو وروستو مسرو کي د اميد خبره کوي او لوستونکو او اورېدونکو ته د خوښى د زيري تر څنګ پخوانۍ خوښۍ ور يادوي، او د افغاني ټولني د خپلواکۍ د پياوړي روحې ريښتني انځور ګري وړاندي کوي او خلګو ته د دې ډاډ ورکوي چي دا يوه داسي ټولنه ده چي هيڅ بچۍ ئې غلام نه مري، نو دا په حقيقت کي د افغاني ټولني له زړه راوتلى ږغ دى او هر افغان دا ږغ خپل ږغ بولي، نو په دې اساس دلته په دې شعر کي د شعر عاطفي اړخ ځکه ډېر زور دى چي غم، خوښي، اميد، ژړا او خندا ټول پکښي موجود دي.