شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد ترکیې هوايي شرکت له څو کلونو وروسته نن کابل ته الوتنې...

د ترکیې هوايي شرکت له څو کلونو وروسته نن کابل ته الوتنې پیلوي

تاند (سې شنبه، د جوزا لومړۍ) د افغانستان د ترانسپورت وزارت وايي چې د ترکیې د هوايي شرکت یوه الوتکه به نن (سې شنبې) د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې کښېني.

د ترکیې هوايي شرکت (ترکش ایرلاین) د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د نورو بهرنیو هوايي شرکتونو په شان افغانستان ته الوتنې ودرولې.

دا هوايي شرکت به د کابل او استانبول ترمنځ هره اوونۍ څلور الوتنې ترسره کوي.

د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت پرون (دوشنبې) اعلان وکړ: “سبا به ترکش ایرلاین د کابل نړیوال هوايي ډګر ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي. د کابل او استانبول ترمنځ به په اوونۍ کې څلور الوتنې وي. دا د افغان مسافرو لپاره ښه خبر دی. د هغو افغانانو لپاره چې اروپايي هېوادونو ته سفر کوي، کولای شي د ترکیې له لارې په اسانه تګ راتګ وکړي.»

که څه هم کابل ته د متحده عربي اماراتو د هوايی شرکتونو د الوتنو له بیا پیلولو وروسته د ترکش ایرلاین د الوتنو بیا پیلېدا د ډېرو لپاره ښه خبر دی خو د دې لپاره چې افغانان په تېره بیا سوداګر د وېزو ستونزې لري، د بهرنیو هوايي شرکتونو د الوتنو بیا پیل ډېره مرسته نه کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ټینګار کوي چې سوداګرو او هېوادوالو ته باید ویزې ورکړل شي، که نه نو شرکتونه به یې تر ټولو ډېره ګټه وکړي، نه افغان اتباع او سوداګر.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب