چهارشنبه, جولای 3, 2024
Home+په مازغو کې نصب شوي چیپ ته ستونزې

په مازغو کې نصب شوي چیپ ته ستونزې

تاند- د انسان په مازغو کې د نورالینک لومړنی نصب شوی ایمپلینټ له ستونزو سره مخامخ شو ځکه چې د عصبي فعالیتونو د ثبت څو رشتې یې له مازغو جلا شوې.

د هیل ورځپاڼې د راپور له مخې، نورالینک کمپنۍ د روان کال د جنورۍ په وروستیو کې د نولنډ اربګ په نوم د یوه ۲۹ کلن فلج شوي سړي په مازغو کې چیپ کېښود، په پیل کې یې ښه نتیجه ورکړه خو څو اوونۍ وروسته چیپ له مارغو جلا شو.

د امریکايي میلیاردر ایلن مسک نورالینک کمپنۍ پر خپل ویبلاګ ولیکل چې له مازغو څخه د چیپ د جلا کېدو په خاطر دوی د عصبي فعالیت د ثبت الکوریتمونه اصلاح کړل چې د سیګنالونو په وړاندې حساس وي او په کمپیوټر کې د فلج شوي انسان په دهن کې تېرېدونکې خبرې وښودل شي.

نورالینک شرکت ویلي چې دا اصلاحات به مرسته وکړي چې له مازغو څخه پیغامونه چټک او دقیق د کمپیوټر سکرین ته ولېږدول شي.

دوی وايي، که څه هم د اربګ لپاره کوم خطر نه شته، خو نورالینک شرکت د ایمپلینټ د لېرې کولو په فکر کې دی.

دې کمپنۍ د امریکا د خوړو او درملو ادارې ته ویلي چې د پېښې شوې ستونزې حللار لري.

د اربګ په مازغو کې ۱۰۰ ورځې پخوا ایمپلینټ اېښودل شوی و. نورالینک ویلي و چې اربګ د دغه ایمپلینټ په وسیله کمپیوټر کنټرولولی شي او حتي انلاین کمپیوټري لوبې هم کولی شی.

دغه فلج کس په پیل کې په انترنیټ کې لټون یا سرچ کاوه او له نورو اپلیکشنونو څخه یې هم کار اخیست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب