شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهاروپايي اتحادیې د افغانستان د شمال له سیل ځپلیو سره ۴۰۰۰۰۰ یورو...

اروپايي اتحادیې د افغانستان د شمال له سیل ځپلیو سره ۴۰۰۰۰۰ یورو مرسته اعلان کړه

تاند (سې شنبه، د جوزا لومړۍ) اروپايي اتحادیې په افغانستان کې د وروستیو سختو سیلونو له زیانمن شویو سره د مرستې لپاره ۴ سوه زره یورو مرسته اعلان کړه.

په دې پیسو به د بغلان، بدخشان او تخار سیل ځپلیو ته فوري او بیړنۍ مرستې برابرې شي.

دا مرسته به د اروپايي اتحادیې د (ACTED) او(DACAAR) موسسو له لوري سیل ځپلیو ته وړاندې شي.

اروپايي اتحادیې په خپله رسمي ویبپاڼه کې لیکلي چې د دوی همکارې موسسې به سیل ځپلیو ته د څښاک پاکې اوبه، د تشنابونو اسانتیا او د نظافت نور وسایل برابر کړي.

اروپايي اتحادیه له ۱۹۹۴ م کال راهیسي په افغانستان کې بشري مرستې کوي او تراوسه پورې یې د یو میلیارد او ۸۰۰ میلیون یورو مرسته کړې ده.

تېر کال اروپايي اتحادیې افغانستان ته د ۱۵۹ میلیون یورو بشري مرسته وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب