شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهپه ١٧ مياشتو کې له پاکستان څخه ننګرهار ته ٥٦ زره کورنۍ...

په ١٧ مياشتو کې له پاکستان څخه ننګرهار ته ٥٦ زره کورنۍ راستنې شوي

تاند (سې شنبه، د جوزا لومړۍ)د  ننګرهار لپاره د طالبانو د والي مرستیال مولوي سعيد احمد بنوري وایي له پاکستانه د راستنو شویو کډوالو کورنیو ٧٥ سلنه ننګرهار کې پاتې شوي، چې بايد اړتياوو پوره کولو کې يې همکاري وشي.

نوموړي د راستنېدنې پرمهال د مرستندويه ادارو له مرستې او همکارۍ مننه وکړه او غوښتنه يې وکړه، چې اوسمهال بايد مېشته شويو کورنيو ته د سرپناه، تعليم، روغتيا، پاکو اوبو، کاروبار او ګڼ شمېر نورو برخو کې مرستې وشي.

په دې اړه جوړې شوې مباحثوي غونډې ته د ننګرهار د کډوالو رئيس حاجي باز محمد عبدالرحمن وویل؛ د ۲۰۲۳ ميلادي کال د جنورۍ له لومړۍ څخه تر دې دمه شاوخوا ١٧ مياشتې کېږي له پاکستان څخه ننګرهار ته ٥٦ زره ٢٣٤ کورنۍ راستنې شوي، چې نهه ٣٩ او ۳۶۴ يې ننګرهار کې او ١٦ زره ٨٧٠ کورنۍ د هېواد نورو سيمو کې ځای پرځای شوی دي.

د طالبانو د ولایتي ادارې د اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې د مرستندويه ادارو مسوولینو په استازيتوب په ختيځ کې د اکبر موسسې مسوول ډاکتر اېمل نړيوال، د اوچا ادارې استازي او نورو د خپلو ترسره کړيو مرستو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې او په وړانديز شویو برخو کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب