یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد م.م. د سرمنشي مرستیال په یوه کال کې ۸۰۰ افغانان د...

د م.م. د سرمنشي مرستیال په یوه کال کې ۸۰۰ افغانان د ماین قرباني شوي

تاند (سې شنبې، د جوزا لومړۍ) د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال “جان پییر لاکروکس” په افغانستان کې د ناچاودو وسلو د پاکولو لپاره د یوې دوامدارې حل لارې د موندلو د هڅو په ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، تېر کال په افغانستان کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو د چاودنو له امله شاوخوا ۸۰۰ کسان وژل شوي دي.

 لاکروکس پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: «زه تازه له افغانستان څخه راستون شوم، هغه ځای چې پر خلکو د چاودېدونکو موادو د بوږنوونکي اغېز شاهد وم.»

ده همداراز وویل چې تېر کال په افغانستان کې د ماينونو او چاودېدونکو توکو د چاودنې ډېرى قربانيان ماشومان وو او اوس هم په افغانستان کې له جګړو څخه سلګونه زره ټنه ډول ډول ناچاوده توکي پاته دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ (د ثور ۲۶ مه) د جګړې پر مهال د ناچاودو وسلو د خطرونو په اړه د پوهاوي د کچې د لوړولو په هدف کابل ته راغی.

1 COMMENT

  1. دا یې هم بایدې ویل چه دا د غربیانو د جنایاتو او دسیسو کار او د هر یو وژل شوي افغان قاتل غربیان دی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب