شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهملاعبدالغني برادر د ایران د ولسمشر د جنازې په مراسمو کې ګډون...

ملاعبدالغني برادر د ایران د ولسمشر د جنازې په مراسمو کې ګډون کوي

تاند(سې شنبه، د جوزا لومړۍ) ایراني سرچینې وايي چې د طالبانو د اسلامي امارت د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي به د ایران د وژل شوي ولسمشر د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته سفر وکړي.

د دغو سرچینو پر اساس، د طالبانو د ريیس الوزرا د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر ترڅنګ به د افغانستان یو جګپوړی پلاوی هم د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي. طالب چارواکو د ابراهیم رييسي په مړینه د ایران له حکومت او ملت سره غمرازي څرګنده کړه خو د پاکستان او هند په شان ویر اعلان نه کړ.

د ابراهیم ريیسي او په څرخکه کې له نوموړي سره د ۸ وژل شویو کسانو مړي له تبریز ښاره نن تهران ته ولېږدول شول.

ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې یې په تهران کې د جنازې مراسم په ځای شي.

ځینو ایراني چارواکو ویلي چې د رييسي جنازه به په مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.

د ابراهیم رييسي څرخکه د یکشنبې په ورځ (د ثور ۳۰ مه) د ختیځ اذربایجان ولایت په یوه غرنۍ سیمه کې ولوېده.

ځینې ایراني چارواکي وايي چې رييسي باید په داسي ورځ چې هوا خرابه وه، په الوتکه کې سفر نه وای کړی ځینو نورو بیا ویلي چې باید په داسي زړې څرخکې کې یې سفر نه وای کړی.

1 COMMENT

  1. په دوو دريو او څلورو خويې ارمان وخوت داسي نه وى چې دهغه پلوه دځان سره صيغه يې ښځه راولي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب