Homeخبرونهد موټرو د جواز سیر او لایسنس د الکترونیکي کولو هڅې

د موټرو د جواز سیر او لایسنس د الکترونیکي کولو هڅې

تاند (۴ شنبه، د ثور ۱۲ مه) د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې په غونډه کې د جواز سیر او لایسنس د الکترونیکي کېدو په طرحه خبرې شوې دي.

د یاد شوي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې پرېکړه شوې، چې د ترافیکو عمومي ریاست دې د کورنیو چارو وزارت په همغږۍ ژر تر ژره د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د جواز سیر او لایسنس الکترونیکي پروسه پيل او د تاییدۍ لپاره دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام په وروستیو کې د حکومتولۍ د زیاتو برخو د الکترونیکي کولو هڅې روانې وې او په ځینو برخو کې عملي ګامونه هم اخیستل شوي وو

څارونکي په دې برخه کې د طالبانو لخوا د جمهوري نظام د ځینو پروګرامونو تعقیبول ستایي او ښو پایلو ته یې هیله من دي.

تر اوسه په افغانستان کې د موټرو د جواز سیر او لایسنس جوړولو په برخه کې د فساد او اړیکو پاللو ادعاوې زیاتې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...