چهارشنبه, مې 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهدوه هندي سوداګر په پنجشیر کې پانګونه کوي

دوه هندي سوداګر په پنجشیر کې پانګونه کوي

تاند(چهارشنبه، د ثور ۱۲ مه) د هند دوو سوداګرو، ناګر او انباني د طالبانو نن (چهارشنبې) د پنجشېر له والي حافظ محمد اغا حکیم سره په کتنه کې په دغه ولایت کې د پانګونې لپاره تیاري وښوده.
 
د پنجشېر والي د دفتر له لوري رسنیو ته په ساول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو هندي سوداګرو په افغانستان په ځانګړي ډول پنجشېر کې د امنیت پر تامین خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې نور هندي پانګوال به هم په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.
 
د خبرپاڼې پر اساس، د پنجشېر والي هندي سوداګرو ته د سوداګریزو طرحو په پلې کولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
 
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي هندي سوداګر به سبا د پنجشیر ولایت د زمردو په مزایدې کې هم ګډون وکړي.
په خبرپاڼه کې د هندي سوداګرو د کمپنیو یادونه نه ده شوې خو ویل شوي هغوی په ګڼو هیوادونو کې یې پانګونې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب