Homeخبرونهامریکا وايي له طالبانو سره تعامل تر ټولو غوره لار ده

امریکا وايي له طالبانو سره تعامل تر ټولو غوره لار ده

تاند(چهارشنبه، د مې لومړۍ) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره تعامل د امریکا د ګټو د خوندیتوب لپاره تر ټولو ښه لار ده.

د دغه وزارت مرستیال ویاند وډانت پاټیل پرون (سې شنبې) وویل، له طالبانو سره تعامل نه یوازې د امریکا د ګټو د ساتنې لپاره ښه ده بلکې د افغانانو د ملاتړ لپاره هم تر ټولو اغېزمنه لار ده.

پاټیل، چې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې، زیاته کړه چې امریکا له طالبانو سره د تعامل او مخامخ خبرو لار هواروي ځکه چې تعامل د امریکايي اتباعو د خوشي کېدو لپاره پر طالبانو یو فرصت دی.

ښاغلي پاټیل دا هم وویل چې امریکا له طالبانو سره د مخامخ خبرو له فرصته د هغو ژمنو د پخلي لپاره هم کار اخلي چې دې ډلې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې کړي دي او له بلې خوا د بشري حقونو د رعایتولو یادونې ورته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...